Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2022

ګواښ سره د مخ افغانانو په ایستلو ټینګار؛امریکا: قطر دې له کابله الوتنې پیل کړي

0
ګواښ سره د مخ افغانانو په ایستلو ټینګار؛امریکا: قطر دې له کابله الوتنې پیل کړي

د افغانستان د لویې څارنوالۍ یو څارنوال چې وایي، له لوړو امنیتي ګواښونو سره مخ دی، له هېواده د وتلو لپاره د الوتنو پیل ته په تمه دی.

دا څارنوال چې د امنیتي ستونزو له امله نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي ازادي راډیو ته یې وویل چې د کړې دندې له امله یې ژوند په خطر کې دی: "هغه څارنوالان چې په تېرو دوو لسیزو کې یې په افغانستان کې د قانون د پلي کولو لپاره د اصولو له مخې کار کړی، اوس د طالبانو له خوا ټول هغه پخواني مجرمین او ترهګر ازاد شوي موږ له جدي ګواښونو سره مخ یو، نړیوال دې زموږ ژوند ته پام وکړي موږ دې له هېواده وباسي."

دا غوښتنې داسې مهال دي چې طالبانو پرون دوشنبه(د سلواغې ۴مه) ناوخته د افغانستان مزار شریف ښار کې د ۴۰ هغو کسانو د نیولو خبر ورکړی چې د دوی په خبره غوښتل یې د هوا له لارې په ناقانونه توګه له افغانستانه ووځي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد او مرستیال یې انعام الله سمنګاني په دې اړه په خپلو ټویټرپاڼو لیکلي دي.

ښاغلي مجاهد لیکلي، په دې کسانو کې ښځې هم شاملې وې، یو شمېر نارینه بېرته له بنده ازاد شوي، خو په خبره یې کومې ښځې چې په دې کسانو کې شاملې وې، لاهم د ښځو په زندان کې ځکه پاتې دي چې وارثین یې وړلو ته حاضر شوي نه دي.

خو تازه، امریکا یو ځل بیا له افغانستانه د تخلیې پروسې د پیل په هدف د قطري الوتکو د الوتنو پر پیل ټینګار کړی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرایس په یوه لنډه خبرپاڼه کې لیکي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتونکي بلېنکن د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن الثاني سره په ټیلیفوني خبرو کې غوښتي چې له دوی سره د همکاریو په لړ کې له کابله الوتنې بېرته پیل شي.

په دې بیان کې راغلي: "د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن نن د قطر د بهرنیو چارو له وزیر محمد بن عبدالرحمن الثاني سره خبرو کې له افغانستانه د امریکایي اتباعو، قانوني دایمي اوسیدونکو او افغان شریکانو د خوندي ټرانزیټ برخه کې د قطر د دوامداره مرستو له امله مننه وکړه او له کابله د الوتنو د سمدستي بیا پیلولو او د افغانستان خلکو ته د ژوند ژغورنې او اقتصادي او بشري اړتیاوو د برابرولو برخه کې د همکارۍ په اړه غوښتنه وکړه."

د یادونې وړ ده، ډېری هغه هېوادونو چې په چارټر الوتنو کې یې له افغانستانه خپل کار کوونکي او متعهدین ایستلي او باسي یې، د دې لپاره چې د هغوی کار او هویت ورته مشخص دی کله -کله ان د پاسپورټ یا د سفر نورو اسنادو ته هم اړتیا نه پېښوي.

دا په داسې حال کې ده چې د رویټرز خبري اژانس په ګډون ګڼو نړیوالو رسنیو راپورونه ورکړل چې کابل ته د قطري الوتکو الوتنې ځکه بندې شوې وې چې په هر چارتر الوتکه کې به پنځو تر شپږو پورې سیټونه طالبانو د خپلو چارواکو د سفرونو لپاره کارول - هغه خبره چې طالبانو رد کړې.

دا چې دا الوتنې ولې دومره موده بندې وې ازادي راډیو وغوښتل چې د طالبانو چارواکو نظر په دې اړه ولري، خو د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي ازادي راډیو ته یوازې دا خبره وکړه چې دوی نه غواړي افغانان د نورو هېوادونو په هڅونو او ورته د تشویش اچولو له امله له هېواده ووځي.

دی وايي: "اسلامي امارت نه غواړي چې هېوادوال یې د پردیو هېوادونو په هڅونو او تشویش اچونې او فرېب له هېواده ووځي، خو په ټوله کې د اسلامي امارت له لوري هغه کسانو ته اجازه ده چې قانوني اسناد لري له هېواده ووځي او هېواد ته راشي."

تردې وړاندې د طالبانو مشر ملا هبت الله د یو فرمان له مخې د ولایتونو والیانو او مشرانو ته سپارښتنه کړې وه چې له افغانستانه د تلونکو کسانو ستونزې دې له نږدې واوري او د هواري لپاره دې ورسره خبرې وشي.

د یادونې وړ ده چې د تېرې اګسټ میاشتې له ۱۵مې وروسته کله چې طالبان پر ټول افغانستان واکمن شول په سلګونو زره افغانان د بهرنیو ځواکونو له لوري د تخلیې په بهیر کې بېلابېلو هېوادونو ته وایستل شول، خو لا هم په راپور کې د یاد څارنوال په شان په سلګونه او زرګونه کسان شته چې د هېواد د پرېښودلو لپاره د الوتنو پیل ته په تمه دي.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Елена Рыбакина

Казахстан узнал еще одну печальную новость после сюрприза Рыбакиной






Путин утвердил структуру нового правительства РФ

Дело возбудили после смерти подростка в вентиляционной шахте на западе Москвы

Ежедневный прогноз пожарной опасности опубликовали в Подмосковье

Слушания по изменениям в устав муниципалитета прошли в Балашихе