په هلمند کې یو کس په مرموز ډول وژل شوی
د هلمند د مرکز لښکرګاه ښار ۷مه حوزه صافیانو سیمه کې یو کس په مرموز ډول وژل شوی چې وروسته یې جسد موندل شوی دی.
یوه سرچینه چې نه غواړي هویت یې ښکاره شي ازادي راډيو ته وویل، وژل شوی کس اسدالله نومیږي چې د خپل کور څخه نا معلومه کسانو وړی و او بیا یې وژلي دی.
د هلمند چارواکي هم مني چې یاد کس په مرموز ډول وژل شوی دی.
د هلمند د اطلاعات او فرهنګ ریاست د یویې اعلاميې په خپرولو سره ویلي، د وژل شوي کس جسد د طالبانو له خوا د ګرشک د سامنار دښت سیمه کې موندل شوی.
اعلامیه زیاتوي یاده وژنه جنايي اړخ لري، خو تر اوسه یې دقیق معلومات نشته.
طالبان وايي، هڅه کوي ترڅو د پیښې عاملین ونیسي.
که څه هم طالبانو په هېواد کې د امنیت ډاډ ورکوي خو له ډیرو ولایتونو څخه خبرونه خپریږي چې مرموزي وژنې او د جنایي پېښو ګراف ورځ تر بلي د ډیريدو په حال کې دی.