Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2022

د کونړ ماڼوګي ولسوالۍ کې ماین چاودنې د یوې کورنۍ ۴ غړي ټپیان کړي

0
د کونړ په ماڼوګي ولسوالۍ کې د ماین چاودنې د یوې کورنۍ څلور غړي ټپیان کړي. 


د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست رییس مولوي نجیب الله حنیف ازادي راډیو ته وویل، دا پېښه د سې شنبې په ورځ (د سلواغې ۵مه) د ماڼوګي په اړونده مټین سېمه کې د ماین د چاودنې په نتیجه کې وشوه.


حنیف زیاته کړه: "د محمد علي په نوم د مټين اوسېدونکی دی. هغه ته چا د کوهې خوا کې ماین ایښی و چې دی برسېرن ټپي دی او ورسره درې ماشومان دي چې لمسيان یې دي، هغوی هم ورسره ټپیان شوي. ټول روغتون ته رسول شوي خو حالت يي ښه دی." 


خو د اسعداباد په روغتون کې یو ډاکتر د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل، د پېښې له ځایه د یوه ماشوم جسد او دوه ټپیان روغتون ته ور وړل شوي چې د یوه ټپي روغتیايي حالت نازک و او د زیاتې درملنې لپاره يي د ننګرهار حوزوې روغتون ته لېږلی دی. 


تر اوسه د دې چاودنې مسولیت چا په غاړه نه دی اخیستی او چارواکو هم نه دي ویلي چې پېښه سیاسي علت لري که د شخصي دښمنۍ له امله شوې ده. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса