Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2022

د افغانستان بانک: نغدې بشري مرستې د افغانیو پر ارزښت اغېز لري

0
د افغانستان مرکزي بانک وايي، له افغانستان سره نغدې بشري مرستې د ډالرو پر وړاندې د افغانیو د ارزښت په لوړولو کې نېغ په نېغه اغېز لري.  


د دې بانک ویاند صابر مومند نن چهارشنبه (د سلواغې ۶مه) ازادي راډيو ته وویل چې د بشري مرستو له پیله تراوسه د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت لوړ شوی دی.  


د صرافانو د ټولنې مرستیال حاجي دادګل هم دا مساله تائیدوي او وايي، له اړمنو سره شوې نغدې مرستې کله چې په بازار کې تبادله کېږي، د ډالرو پر وړاندې د افغانیو د ارزښت په لوړولو مستقیم تاثیر کوي.  


دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د یکشنبې په ورځ ۳۲ میلیونه ډالره د افغانستان نړیوال بانک (AIB) حساب ته انتقال شول.   


دا له افغانستان سره د بشري مرستو د لړۍ پنځمه دوره ده چې د لړم یا عقرب میاشتې له وروستۍ اوونۍ وروسته هره اوونۍ افغانستان ته انتقالېږي.  



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса