Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2022

هرات کې د زعفران په کښت کې د پام وړ کموالی راغلی

0
هرات کې د زعفران په کښت کې د پام وړ کموالی راغلی

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، په دې ولایت کې د زعفران په کښت کې د پام وړ کموالی راغلی دی. 

د دې خونې مرستیال توریالي غوثي نن چهارشنبه (د سلواغې ۶مه) ازادي راډيو ته وویل، په روان لمریز کال کې د وچکالۍ له امله د زعفرانو کروندو د تېرکال پرتله کم محصول درلود. 

ښاغلی غوثي وايي، په روان لمریز کال کې ۱۵ټنه زعفران تولید شوي دي، په داسې حال کې چې دا رقم تېرکال ۲۰ ټنه و. 

خو نوموړی زیاتوي چې د تېر کال پرتله د زعفرانو بیې لوړې شوې دي. 

ښاغلی غوثي وايي، تېرکال یو کیلو زعفران له ۲۵ تر ۳۰ زرو افغانیو پلورل کیدل، خو سږ کال یو کیلو  له ۹۰ تر ۱۰۰ زرو افغانیو پورې خرڅېږي. 

د نوموړي په وینا، په روان کال کې د هرات زعفران چین، متحده عربي اماراتو، ترکیې او اروپايي هېوادونو ته صادر شوي دي. 

د طالبانو د حکومت د کرنې او مالدارۍ وزارت د شمېرو پر بنسټ سږ کال په ۳۴ ولایتونو کې په ۸۰۰۰ هکتاره ځمکه زعفران کرل شوي دي.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Арина Соболенко

Соболенко испытала проблемы после снятия Рыбакиной с турнира в Риме






Биография Владимира Путина

Новый министр обороны и Татарстан: чего стоит ожидать республике от Андрея Белоусова?

Подмосковные школьники смогут пройти пробный ЕГЭ по информатике

Госдума утвердила Новака вице-премьером России