Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2022

د ملګرو ملتونو سرمنشي: افغانستان له یوه ډېر بحراني حالت سره مخ دی

0
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش وایي، افغانستان له یوه ډېر بحراني حالت سره مخامخ دی او له هېوادونو غواړي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې دې هېواد کې د بشري فعالیتونو د ترسره کولو لپاره د پیسو ټولو اړینو لېږد رالېږد ته اجازه ورکړي. 


ګوترېش دغه څرګندونې تېره شپه د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډې ته چې د افغانستان په اړه جوړه شوې وه، وکړې او زیاته یې کړه چې افغانان اوس مرستو ته اړتیا لري. 


دی وايي: "د اخلاقي مسؤلیت په توګه او د سیمه ییز، نړیوال امنیت او سوکالۍ لپاره موږ نه شو کولی دوی 'افغانان' پرېږدو. دوی سولې ته اړتیا لري، دوی هیلې ته اړتیا لري، دوی مرستې ته اړتیا لري." 


د ملګرو ملتونو سرمنشي دغه راز د هر ډول قوانینو یا شرطونو چې په افغانستان کې له سختې لوږې سره د مخامخ میلیونونو کسانو د ژوند ژغورنې، د زده کړې او ټولنیزو خدمتونو لپاره د مرستې عملیات محدودوي، پر ځنډولو یا تعلیق ټینګار وکړ.


هغه وویل، افغانستان کې ټول خدمات د سقوط په درشل کې دي او د نغدو پیسو نشتوالي اړو کسانو ته د مرستو رسولو په برخه کې د ملګرو ملتونو او مرستندویه ډلو وړتیاوې محدودې کړي دي. 


تېره میاشت د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو له لګول شوېو بندیزونو څخه د بشرپالنې مرستې استثنا کړې. 


خو پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې تر اوسه په امریکا کې د افغانستان شااوخوا نهه نیم میلیار ډالره شتمنې کنګل ده. 


په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې لیندا توماس ګرینفیلډ د امنیت شورا غونډې ته وویل، واشنګټن هڅه کوي، دا ډاډ ترلاسه کړي چې د امریکا بندیزونه د بشري فعالیتونو مخه ونه نیسي او پر مختلفو لارو غور کوي چې د نغدو پیسو د کمښت ستونزې کمې کړي. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса