Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2022

طالبان: سراج الدین حقاني امریکا او نړیوالې ټولنې ته ګواښ نه دی کړی

0
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي، د دوی وزیر سراج الدین حقاني امریکا او نړیوالې ټولنې ته ګواښ نه دی کړی.


دا خبره یاد وزارت نن په خپل ټوېټر لیکلې.


په ټويټ کې چې نن انګریزي او پرون پښتو باندې شوی ادعا شوې چې له الجزیرې ټلوېزیون سره د سراج الدین حقاني د خبرو په استناد ځینو رسنیو ناسم راپورونه خپاره کړي چې که طالبان په رسمیت ونه پېژندل شي امریکا او نړیوالې ټولنې ته به ګواښ پېښ کړي.


په دغه ټويټ کې زیاته شوې چې حقاني هېڅ ګواښوونکې کلمه نه ده کارولې.


د ټويت دوهمه برخه کې راغلي چې طالبان د دوحې تړون ته ژمن دي او د افغانستان خاوره به د هېچا پر ضد ونه کارول شي.


د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د امریکا او ملګرو ملتونو په تور لېسټ کې دی.


دی د 'اېف.بي.ای' د تعقیب لاندې کسانو کې دی او د داسې معلوماتو په بدل کې چې د هغه د نیولو سبب شي لس میلیونه ډالره جایزه اېښودل شوې ده.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса