د کندز د قلعه زال اوسېدونکي: پُل نړیدلی کښتیو کې تګ د سر په بیه تمامېږي
د کندز د قلعه زال ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، د عمومي پُل خرابوالي له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
د ځایي اوسېدونکو په خبره اوس خلک د کښتیو په وسیله قلعه زال او اقتپې ته تګ را تګ کوي، خو د اوبو د زیاتوالي او سیلابونو په موسم کې په کښتیو کې تګ را تګ د دوی د سر په بیه تمامېږي.
د دغې ولسوالۍ اوسېدونکی ۴۰ کلن خدای نور ازادي راډیو ته وویل: "کابو ۶ کاله وړاندې د دغې ولسوالۍ پُل د جګړو پر مهال پر بمونو الوځول شوی و، خلک اوس په کښتیو کې ځي راځي، دې مسالې د ۸۰ کلیو اوسېدونکي له ګڼو ستونزو سره مخ کړي. سل افغانۍ کښتۍ ته ورکوو، کله چې اوبه زیاتې شي، کښتۍ چپه شي، هر کال یو- دوه موټره په سیند کې غرقېږي."
د قلعه زال مېشتو د خبرو له مخې، د قلعه زال پُل د پخواني نظام له لوري په ۲۰۱۰م زیږدیز کال کې د ۱۲۰ مترو په اوږدوالي د څه باندې ۷ میلیونه ډالرو په ارزښت جوړ شوی و چې د قلعه زال سیمه یې د دغې ولسوالۍ له مرکز اقتپې سره نښوله.
د کندز سیمه ییز طالب چارواکي بیا ډاډ ورکوي چې راتلونکي کال به د قلعه زال ولسوالۍ د نړېدلي پُل د بیارغونۍ کار پیل شي.
د قلعه زال ولسوالۍ د ۶۰ کیلومتر واټن په درلودو سره د کندز ښار شمال لویدیځ لور ته موقعیت لري او د کندز له سرحدي ولسوالیو څخه شمېرل کېږي.
د دغې ولسوالۍ اوسېدونکي په کرنه، مالدارۍ او غالۍ اوبدلو بوخت دي او له همدې لارې د خپلو کورنیو لګښت پوره کوي.