Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2022

د افغانستان د کرکټ تر نولسو کلونو کشره لوبډله نن سریلانکا سره مخ کیږي

0
د افغانستان د کرکټ له نولس کلنو کم عمره لوبډله نن په نړیوال جام کې له سریلانکا سره مخ کېږي.


د دوی لوبه د کوارټر فاینل یا یو څلورم وروستي دور له سیالیو ده چې ګټونکی یې نیمه پایلوبې ته وځي.


لوبه د کربین په انټیګوا کې ده چې د کابل په وخت نن ماښام په پنځه نیمو پیلېږي.


افغان لوبډلې تردې دمه د نولس کلنو کرکټ نړیوال جام کې د ګروپي دور دوه سیال ټیمونه 'پي.اېن.جي پاپوا نیو ګينې' او زیمبابوې مات کړي، خو پر پاکستان یې بایللې.


هاخوا نن د پاکستان د کرکټ غوره لیګ پیلېږي.


ګڼ مشهوره افغان لوبغاړي لکه راشد خان، محمد نبي او رحمن الله ګربز دې لیګ کې ګډون کوي.


راشد خان پرون لیکلي چې د ملي ټیم لوبې یې پوره کړې او اوس د 'پي.اېس .اېل' یا پاکستان سوپر لیګ نوبت دی.


دی د لاهور له ټیم سره دی، خو اولنۍ لوبه کې د محمد نبي دوی ټیم کراچۍ کېنګز د ملتان سلطان سره لوبېږي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса