Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2022

د هلمند په ګرشک کې د هاوان مرمۍ چاودنې ۱ ماشوم وژلی او ۲ نور یې ټپیان کړي 

0
د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د هاوان د یوې زړې مرمۍ چاودنې، یو ماشوم وژلی او دوه نور یې ټپیان کړي دي. 


په هلمند کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس حافظ راشد هلمندي ازادۍ رادیو ته وویل پېښه هغه مهال وشوه چې یوه ماشوم د ګرشک ولسوالۍ په سربند سیمه کې د هاوان له ناچاودې مرمۍ سره لوبې کولې.


هلمندی وایي:" پېښه په ګرشک ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده. متاسفانه دولس- دولس نیمې بجې شااوخوا د ګرشک ولسوالۍ په سربند سیمه کې ماشومانو د هاوان یوه زړه مرمۍ موندلې وه، رااخیستې یې وه او په ډبرو یې ټکولې وه نو چاودېدلې ده."


په افغانستان کې د ناچاودو مهماتو د چاودنې په پېښو کې د انساني تلفاتو په شمېر کې زیاتوالی راغلی. 


د مرغومي په ۲۰مه د ننګرهار ولایت په لعلپورې ولسوالۍ کې د هاوان د زړې مرمۍ په چاودنه کې د ۶ ماشومان په ګډون ۷ کسان او په سبا یې په همدې ولسوالۍ کې په ورته پېښه کې دوه مېرمنې ووژل شوې. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса