Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2022

ایران: د امریکا د بندیزونو له امله د افغان کډوالو د ساتنې توان له لاسه ورکوو

0
ایران وايي چې د افغان کډوالو د ساتنې توان پردې هېواد د امریکا د بندیزونو له کبله له لاسه ورکوي. 


ایراني رسنیو پرون په ملګروملتونو کې د ایران د سفیر او دایمي استازي مجید تخت روانچي له قوله خبر ورکړ چې نوموړي د امنیت شورا غونډې ته ویلي، ایران له زرګونه افغان کډوالو سره چې هره ورځ د دې هېواد قلمرو ته ننوځي لازمې مرستې کوي خو دی زیاتوي چې د متحدوایالاتونو د بندیزونو په نتیجه کې د ایران مالي سرچینې محدودېږي. 


د فارس خبري اژانس د راپور له مخې تخت روانچي ویلي، که نړیواله ټولنه په ایران کې له ډېره افغان کډوالو سره د پام وړ او پر وخت مرستې ونه کړي نو تهران به په یوازې ځان له هغوی سره د مرستې د دوام توان نه لري. 


د راپور له مخې په ملګروملتونو کې د ایران سفیر له نړیوالې ټولنې او په خاص ډول مرستندویو هېوادونو وغوښتل چې پر خپلو مکلفیتونو عمل وکړي او د افغان کډوالو لپاره نوري او اضافي مالي مرستې ځانګړې کړي. 


د ملګروملتونو د شمېرنو له مخې په ایران کې څه کم اته لکه راجسټر شوي او شااوخوا دوه میلیون غیرقانوني افغان کډوال اوسېږي. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса