Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2022

 د سلګونو ایرانیانو  لاریون؛ طالبان دې د کمال خان بند اوبه را خوشې کړې

0
راپورونه وايي په ایران کې د نیمروز ولایت پولې ته څېرمه په سلګونو ایرانیانو په یوه مظاهره کې له افغانستانه د کمال خان بند د اوبو د خوشې کولو غوښتنه وکړه.  


د دې مظاهرې پر مهال د ابرېشم تجارتي لار هم د هر ډول ترافیکو پرمخ تړل شوې وه چې د ایران او افغانستان ترمنځ غزېدلې ده.  


دغو مظاهره چیانو ویلي، دغه لار تر هغو نه پرانېزي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت له کمال خان بنده اوبه ورخوشې کړي نه وي.  


کمال خان بند د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د حکومت پرمهال تر رغونې وروسته پرانیستل شو چې ورسره ایران ته د بهېدونکو اوبو مخه ونیول شوه. 


ښاغلي غني ویلي وو، تر هغو چا ته اوبه نه خوشې کېږي چې د اوبو په بدل کې یې افغانستان ته پیسې نه وي ورکړي.  


ده ویلي که ایران غواړي چې د افغانستان له اوبو استفاده وکړي، یا دې پیسې یا هم تېل افغانستان ته ورکړي.  


د جدي پر ۲۸‌مه، د ایران دولتي رسنۍ صدا وسیما په کابل کې د ایران د سفارت د مرستیال حسن مرتضوي له قوله راپور ورکړ چې طالبانو د کمال خان بند اوبه ایران ته خوشې کړي، خو طالبانو دا موضوع رد کړله.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса