Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2022

روسیه: د اوکراین پر مسئلې د امریکا او ناټو سره خبرو ته ځای شته

0
روسیه: د اوکراین پر مسئلې د امریکا او ناټو سره خبرو ته ځای شته

روسیې پرون پنجشنبې وویل چې په اوکراین کې یې د خپلو اصلي امنیتي اندېښنو په اړه له امریکا هېڅ مثبت ځواب نه دی ترلاسه کړی خو لا هم پر څو مسئلو خبرو ته ځای شته. 

هماغسې چې تمه کېده د امریکا متحدو ایالاتونو او ناټو د چهارشنبې په ورځ د مسکو دا غوښتنه رد کړه چې اوکراین ته به په ناټو کې د غړیتوب نه ورکولو تضمین ورکوي.

دوی وویل چې ختیځي اروپا ته د ځواکونو او وسلو د لېږلو پر موضوع خبرې نه کوي. 

امریکا او د ناټو متحدانو یې مسکو ته په یوه لیک کې د اوکراین د کړکېچ د حل کولو په اړه د جدي دیپلوماتیکي لارې د موجودیت یادونه کړې خو په عین حال کې یې ویلي چې که روسیه پر اوکراین یرغل وکړي بې ساري اقتصادي بندیزونه به وویني. 

اوس پام دې ته اوښتی چې ایا ولسمشر ولادیمیر پوتین به په اوس وخت کې چې د اوکراین پولو ته څېرمه یې ځواکونه ځای پر ځای کړي، د دیپلوماسۍ په اړه د امریکا وړاندیز ته ځواب ووايي؟ 

په همدې حال کې د امریکا متحدو ایالاتونو د اوکراین د بحران د حل کولو لپاره د ملګروملتونو د امنیت شورا د غونډې د جوړېدو غوښتنه کړې او د روسیې سلوک یې په دې برخه کې ګواښونکی بللی دی.  

په ملګروملتو کې د امریکا سفیرې لیندا توماس ګرینفیلډ پرون پنجشنبې په یوه بیان کې وویل :" څه باندې یولک روسي پوځیان د اوکراین په پولو کې ډېره شوي او روسیه د اوکراین د بې ثباته کولو لپاره د اقداماتو په لټه کې ده، دا د ملګروملتونو د منشور، نړیوال امنیت او سولې خلاف ښکاره ګواښ ګڼل کېږي."

له بلې خوا روسیې پرون وویل چې د امریکا له لوري د اوکراین د کړکېچ هواري ته ډېره لږ هیله کېدای شي خو له دې سره سره د خبرو د دوام امکان شته. 

د کریمیلین ویاند دیمیتري پیسکوف وویل مسکو د خپلو غوښتنو د رد ځواب او د امریکا او ناټو له خوا د هغه د «نه منلو» ګڼلو د څېړلو لپاره وخت ته اړتیا لري او په بیړه به پرېکړه ونه کړي. 

د مسکو په غوښتنو کې یوه دا ده چې اوکراین به له ناټو سره نه یوځای کېږي او ناټو به ختیځې اروپا ته نه خپرېږي. 

دا هغه غوښتنې دي چې امریکا او ناټو رد کړي دي.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
WTA

Касаткина обыграла Марию и вышла в третий круг турнира WTA-1000 в Риме






Спасательная операция в Белгороде: эвакуация выживших и обнаружение 6-го погибшего (ВИДЕО)

США, Англия и Швеция не могут поделить золото Гитлера

И.о. Курского губернатора назначен первый заместитель Старовойта Алексей Смирнов

«СССР распался? Ужас!». Как любит Россию страна, где о нас ничего не знают