Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2022

جوزجان کې ۲۵۰ کورنۍ د څښاک له پاکو اوبو برخمنې شوې

0
په جوزجان ولايت کې ۲۵۰ کورنۍ د څښاک له پاکو اوبو برخمنې شوې.


د طالبانو د کليو او پراختيا وزارت په يوه خبرپانه کې چې د جمعې په ورځ ناوخته يې خپره کړې ويلي، ياده پروژه د'اکټېد' او'يونېسف' ادارو په مالي همکارۍ د ياد ولايت په مرکز شبرغان کې پلې شوې.


په خبر پاڼه کې ويل شوي چې په يادې پروژې شااوخوا ۲ ميلیونه افغانۍ لګښت راغلی.


دا په داسې حال کې ده چې اکټېډ او يونېسف له دې وړاندې په ياد ولايت کې شااوخوا  ۴۰۰۰ کورنیو ته د څښاک پاکو اوبو زمینه برابره کړې  او د وزارت د‌ معلوماتو له مخې، په روان کال کې به هم يادې ادارې لس زره کورنیو ته د څښاک پاکې اوبو زمينه برابره کړي.


له جوزجان ولايت نه د څښاکو اوبو د کمښت راپورونونه تل ورکړل شوي او دليل يې هم دغه ولايت کې د نفتي مواد څاګانې په ګوته شوي.


له بلې خوا بيا د يادې ستونزې د حل لپاره په تېر حکومت هم په ځلونو د اقدام خبره وشوه، خو  پايله یې روښانه نه وه.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса