Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2022

امریکا افغانانو ته د فولبرایټ بورسیې لغوه کړې

0
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ تحصیلي کال لپاره افغانانو ته د فولبرایټ بورسیې لغوه کړي.  


امریکایي رسنیو د بهرنیو چارو وزارت په حواله راپور ورکړی چې جمعه ناوخته هغو ۱۴۰ افغان محصلینو ته چې څو میاشتې یې د بورسیو کار ځنډيدلی و، د دې پروسې د درېدو ایمیل کړی دی. 


دغو بورسیو ته په تمه د افغان ځوانانو له ډلې عبیدالله کریمي ازادي راډیو ته وویل: "دوی نه غواړي چې دا پروګرام مخته یوسي. دا موضوع یې سیاسي کړې ده. دوی دې باید د ځوانانو له راتلونکې سره لوبې ونه کړي. دا زحمتونه چې ځوانانو ایستلي باور وکړئ ډېر مشکل دي."  


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ایمیل کې راغلي: "د لویو خنډونو له امله چې د تجربو د خوندي تبادلې په برخه کې زموږ مخه نیسي د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کال په مخه د افغانستان لپاره د فولبرایټ پروګرام مخته نه ځي."  



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса