Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2022

له افغان خبریالانو سره د طالبانو د چلند په اړه شکایتونه

0
له افغان خبریالانو سره د طالبانو د چلند په اړه شکایتونه

وروسته له هغه چې د طالبانو له لوري د تېرې چهارشنبې په ورځ کابل کې د افغانستان د ژورنالېستانو او رسنیو د فدراسیون د یوې خبري ناستې د جوړېدو مخه ونیول شوه، د افغان رسنیو د ملاتړو بنسټونو ترڅنګ ان د یو شمېر نړیوالو چارواکو غبرګونونه یې هم را وپارول.

د افغانستان د ښځو او بشري حقونو برخه کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د افغانستان ازادې رسنۍ د تېرو شلو کلونو یوه ښه لاسته راوړنه بللې او ټینګار یې کړی چې باید له کومې وېرې پرته ازادانه فعالیت وکړي.

مېرمن امیري په خپله ټویټر پاڼه کې تازه په دې اړه لیکلي: "طالبان دې هغه ډول چې بهرنیو ژورنالیستانو سره ښه چلېږي افغان خبریالانو سره هم مخکې لاړ شي، د افغان خبریالانو پر وړاندې د طالبانو دا چلند به وښيي چې هغوی افغانانو ته له حساب ورکولو نه وېریږي."

د افغانستان د ژورنالېستانو او رسنیو د فدراسیون چارواکي ادعا کوي چې د تېرې چهارشنبې په ورځ د سلواغې میاشتې په ۶مه نېټه د دوی له لوري ترسره کېدونکې خبرې غونډې چې په افغانستان کې د خبریالانو او رسنیو وروستي وضعیت د څرنګوالي د معلوماتو ورکولو په اړه وه، د طالبانو له لوري نه یوازې دا چې مخه یې ونیول شوه، بلکې یو شمېر همکاران یې د طالبانو له لوري د دوو ساعتونو لپاره په موټر کې بند هم ساتل شوي وو.

د دغه فدراسیون د رهبرۍ غړي علي اصغر اکبر زاده په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:"موږ ته یې د غونډې د جوړېدو اجازه را نه کړه او هغه کسان چې د طالبانو له ادرسه له څلورمې امنیتي حوزې راغلي وو، خبریالان یې په شکنجو او بندي کولو وګواښل او نږدې دوه ساعته یې زموږ دوه همکاران ددوی په موټرو کې بند وساتل شول، په ډېر استدلال مو ترې راخوشې کړل او په پای کې یې بیا هم وګواښلو، زه فکر کوم د افغانستان د بیان د ازادۍ په برخه کې دا تر ټولو ستره ماته او زیان دی."

ښاغلي اکبرزاده وړاندې د طالبانو د حکومت له چارواکو غوښتي و چې د دې په څېر ستونزو د حل لپاره دې ژر تر ژره خپل طرزالعمل له رسنیو او خبریالانو سره شریک کړي.

بل خوا ځینې افغان خبریالان د طالبانو له لوري له دوی او بهرنیو خبریالانو ترمنځ د توپیري چلند له امله شکایت کوي، هغه څه چې د افغانستان د ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري هم په خپل ټویټ کې ورته اشاره کړې ده.

له دې ډلې یو تن افغان خبریال چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي ازادي راډیو ته وویل: "طالب چارواکي له رسنیو او خبریالانو سره دوه ګونی چلند کوي، بهرنیو خبریالانو لپاره یې شرایط ډېر اسانه کړي پر وخت ورسره معلومات شریکوي او د مرکو لپاره هم کافي وخت ورکوي، خو د افغان خبریالانو پر وړاندې دا هرڅه بیا برعکس دي پر وخت ورسره معلومات نه شریکېږي، ان ځینې وخت د همدې ستونزو له امله خبري موضوعات او سوژې خپل ارزښت له لاسه ورکوي او زموږ ټوله خواري په اوبو لاهو شي."

دغه خبریال ادعا کوي چې ان کله -ناکله طالب چارواکي له افغان خبریالانو د مرکو اړوند له وړاندې ټولې پوښتنې شریکول غواړي او بیا د دوی په سانسورولو او خپلې خوښې وړ مسایلو ورسره مرکه کوي.

خو د طالبانو د حکومت چارواکي دا ادعاوې ردوي.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي ازادي راډیو ته وویل، دوی د جوړ شوي طرزالعمل، د رسنیو د قانون، د هېواد ملي ګټو او اسلامي چوکاټ په پام کې نیولو سره د ټولو خبریالانو او رسنیو فعالیتونو نه ملاتړ کوي.

کریمي زیاته کړه: "دا چې ګنې اسلامي امارت د ژورنالېستانو او رسنیو د فعالیتونو مخنیوی کوي او پر هغوی محدودیتونه لګوي دا زه ردوم، اسلامي امارت د اسلامي اصولو په چوکاټ کې او د رسنیو د قانون له مخې د ژورنالېستانو او رسنیو د بیان ازادۍ په برخه کې د فعالیتونو ملاتړ کوي او په دې اړه کومه ستونزه نشته."

ښاغلی کریمي وایي، د افغان ژورنالېستانو او رسنیو فدراسیون چې ګڼ ملاتړي بنسټونه او رسنۍ یې غړي دي اوس مهال هم خپل فعالیت کوي، خو د دې فدراسیون ځینې مشران په خپله خوښه له هېواده وتلي، په داسې حال کې چې مالیاتي پورونه ورباندې باقي او د جواز د تمدید نېټه یې هم پوره شوې ده.

خو د ژورنالېستانو او رسنیو فدراسیون په دې اړه څه ونه ویل.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د لاریونونو د پوښښ پرمهال د طالب وسله والو له لوري د تاوتریخجن چلند ویډیوګانې او د وهلو ټکولو ترڅنګ د هغوی د بندي کولو په اړه وخت نا وخت راپورونه خپاره شوي دي.

خو د اګسټ له ۱۵مې نېټې راهیسې کله چې طالبان پر افغانستان واکمن شول، تردې دمه د طالب وسله والو له لوري د هېڅ یو بهرني خبریال د بندي کېدو یا وهلو او هم معلوماتو ته د نه لاسرسي په اړه کوم راپور نه دی ورکړل شوی.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Новак Джокович

Открытый чемпионат Италии: Новак Джокович получил сильный удар после выхода в третий раунд после Корантена Муте | Теннисные новости






Три автомобиля столкнулись в центре Белгорода, пострадали восемь человек

Армяне в Великой Отечественной войне: Иван Георгиевич Магакьян

В МИД заявили, что ответные санкции РФ повлияют на рыбную отрасль Британии

В Петрозаводске ярмарка пройдет на новом месте