Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2022

د پولنډ یو شرکت افغانستان کې د پانګونې غوښتنه کړې

0
د اېم.ای.ار 'MIR CONSULTING' په نوم یو پولنډي شرکت د افغانستان په ‏بېلابېلو برخو کې د پانګونې غوښتنه کړې ده.


د دې شرکت رئیس رادو سلاو زروینسکي ویلي، د کرنې، د صنعتي فابریکو په حوړولو، د کرنیزو محصولاتو په پروسس، د درملو په تولید، د کانونو په استخراج او د ساختماني موادو په برخه کې لېوالتیا لري چې پانګونه وکړي.


په هغه لیدنه کې چې د رادوسلاو زروینسکي او د طالبانو د حکومت د اقتصاد وزارت د سرپرست وزیر دین محمد حنیف ترمنځ پرون ناوخته وشوه، ښاغلي زروینسکي یادونه کړې چې په افغانستان کې د سوداګرۍ او پانګونې ترڅنګ د دې هېواد له اوسېدونکو سره د بشري مرستو غوښتونکی هم دی.


د طالبانو د اقتصاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، د دې وزارت سرپرست د دې خبرو د هرکلي ترڅنګ ډاډ ورکړ چې اوس ټول هېواد کې امنیت خوندي دی او کورني او بهرني پانګه وال کولی شي په افغانستان کې پانګونه وکړي.


د اېم.ای.ار شرکت په بېلابېلو اروپايي او افریقايي هېوادونو کې د سوداګرۍ او پانګونې ۲۰ کلنه تجربه لري.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса