Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2022

د امریکا د کنزاس ایالت یوه اوسېدونکې ښځه محاکمه کېږي

0
د امریکا د کنزاس ایالت یوه اوسېدونکې ښځه په دې تور محاکمه کېږي چې په سوریه کې د داعش د ښځو د کنډک قوماندانه وه. 


د امریکا د عدلیې وزارت وايي، ۴۲ کلنه الیسن فلوک په وروستیو کې په سوریه کې نیول شوې او د جمعې په ورځ د امریکا د فدرالي تحقیقاتي ادارې 'اېف.بي.ای' توقیف ځای ته واستول شوه. 


دا به سبا (دوشنبې) د لومړي ځل لپاره محکمې ته حاضره کړای شي. 


پر مېرمن فلوک تور دی چې په سوریه کې یې ښځو او ماشومانو ته له وسلې، لاسي بمونو او د انتحاري بریدونو له واسکټونو څخه کار اخېستل او د امریکا په خاوره کې د تروریستي بریدونو لپاره پلانونه ښودل. 


دا له ۲۰۱۹ م کال راهیسې د امریکا له لوري تر تعقیب لاندې وه او که جرم یې ثابت شي، تر ۲۰ کاله پورې په حبس محکومېدای شي. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса