Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2022

ملګري ملتونه: افغانستان کې مېرمنې بیا له خپلو بنسټیزو حقونو بې برخې شوي

0
ملګري ملتونه: افغانستان کې مېرمنې بیا له خپلو بنسټیزو حقونو بې برخې شوي

د لوګر پر اوسېدونکې رڼا چې په نهم ټولګې کې زده کړې کولې، پرې د طالبانو د حکومت له‌خوا د ښوونځي دروازې بندې شوي دي.

مهمه غوښتنه یې د ښوونځیو بیا پرانیستل دي: "طالبان دې د نجونو ښوونځي ژر تر ژره خلاص کړي، څو موږ خپلې زده‌کړې وکړو او خپلو هیلو ته ورسېږو. "

د افغانې نجلۍ دا غږ نړیوالو په ځلونو بدرګه کړی، تر دې چې اوس د ملګرو ملتونو سرمنشي وايي، افغانستان کې نجونې او ښځې یو ځل بیا د زده‌کړې، کار او برابرۍ له حقونو محرومې شوي.

انتونیو ګوترېش په خپله ټویټر پاڼه پر طالب چارواکو غږ کړی چې"په واقعي او ژمن ډول له نړیوالې ټولنې سره د یوځای کېدو لپاره، د نجونو او ښځو ټول انساني حقونه په رسمیت وپېژني او ترې ساتنه وکړي."

د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي بیا ازادي راډیو ته وویل، د ښځو ټول مشروع حقونه خوندي دي او حکومت یې ترې ملاتړ کوي.

"ټول حقوق به ورته رسېږي. په ځینو ځایونو کې که ستونزې د اقتصادي او نورو لاملونو له امله راپورته شوې وي، هڅې روانې دي چې هغه هم حل شي."

د ښځو د حقونو فعاله تمنا صدیقي بیا د ملګرو ملتونو د سرمنشي غوښتنه د افغان نجونو او ښځو د حقونو د خوندیتوب او پایښت لپاره مهمه بولي: "دا حقونه باید ټول دولتونه، هغه که مشروع وي یا هم نا مشروع ومني. که دا حقونه ور نه کړل شي، د هغو حکومتونو کړۍ تنکېږي."

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، د نجونو او ښځو په زده‌کړو او کار محدودیتونه وضع شوي. ترخوا یې د دوی د امرباالمعروف او نهي‌عن المنکر وزارت له‌خوا د توصیو په نوم ښځو ته د حجاب کولو او له محرم پرته په تګ راتګ بندیز هم اندېښنې را پورته کړې.

د ښځو د حقونو فعالانې د طالبانو د حکومت دا کړنې ورو-ورو د دوی د نوېیمې لسیزې واکمنۍ ته ستنېدل بولي، هغه مهال نجونو او ښځو د کار، زده‌کړې او له محرم پرته د ګرځېدو حق نه درلود.

د همدې اندېښنو له امله په کابل کې نجونو او ښځو څو ځله لاریونونه او اعتراضونه هم کړي.

تردې چې د دې متعرضینو له دوو تنو پروانه ابرهیم‌خېل او تمنا زریاب پروانۍ کورنۍ ادعا کوي چې نوموړې د طالبانو له‌خوا بندیانې شوي او اوس هم د دوی په توقیف کې دي.، هغه ادعا چې طالب ویندویانو رد کړې ده.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Энди Роддик

Энди Роддик: «У меня было несколько типов рака кожи с тех пор, как я завершил карьеру»






Посольство Болгарии выступило с заявлением о выдаче шенгена россиянам

Как в Молдове отреагировали на присутствие Шора, Таубер и Гуцул на параде в Москве

Главархив Москвы представил выставку «История семьи — история страны»

Депутат Брынцалов поздравил ветерана из Балашихи с Днем Победы