بریتانیا: ختیځې اروپا ته د جنګي بیړیو او جیټونو پر لېږلو غور کوو
د بریتانیا صدراعظم وایي، هېواد یې ختیځې اروپا ته په لوی شمېر کې د سرتیرو، جنګي بیړیو او جنګي جیټونو پر لېږلو غور کوي.
بورېس جانسن ویلي، له دې کاره یې هدف د اوکراین پر وړاندې د روسیې له دښمنانه چلند سره مبارزه ده.
جانسن پرون ناوخته په یوه بیان کې ویلي: "د پوځي اقداماتو دا ټولګه به کرملین ته ښکاره پیغام ورکړي چې ګواښوونکي فعالیتونه یې د زغملو نه دي."
د ده په خبره، بریتانیا تل د روسیې د بریدونو په اړه د ناټو له متحدانو سره دریږي.
د بریتانیا صدراعظم دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د ناټو نورو غړو هېوادونو هم له اوکراینه د ملاتړ ډېرولو ته ټټر وهلی دی.
روسیې د اوکراین پولې ته نژدې پوځي تحرکات زیات کړي دي او لویدیځ قدرتونه داسې وېره لري چې ممکن روسیه پر اوکراین یرغل وکړي.
پرون فرانسې هم اعلان وکړ چې رومانیا ته سلګونه سرتیري استوي.
رومانیا د ختیځې اروپا هغه هېواد دی چې له اوکراین او مولداوا سره ګډه پوله لري.
تر دې وړاندې د امریکا ولسمشرجو بایډن هم ویلي و چې یوه وړه ډله سرتیري ختیځې اروپا ته استوي.