Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2022

بایډن له طالبانو د امریکا د ساختماني انجنیر د خوشې کېدو غوښتنه کړې

0
د امریکا د متحدو ایالاتونو ولسمشر جو بایډن پرون له طالبانو د امریکا د برمته شوي ساختماني انجنیر او قراردادي د خوشې کېدو غوښتنه وکړه.  


په کابل کې د مارک فریریکس په نوم د دغه امریکايي وګړي د برمته کېدو دوه کاله پوره شول.  


ویل کېږي، دغه امریکايي وګړی ښايي په طالبانو پورې د تړلې ډلې، حقاني شبکې په ولکه کې وي، خو طالبانو په دې اړه تازه څه نه دي ویلي.  


سپینې ماڼۍ پرون د ولسمشر بایډن په وینا ویلي، د امریکا د یوه بې ګناه وګړي خوندیتوب ته ګواښ پېښول د منلو وړ نه دي. 


ولسمشر بایډن له طالبانو غوښتنه کړې، که تمه لري د مشروعیت ترلاسه کولو په اړه یې غور وشي، باید مارک ژر تر ژره خوشې کړي.  


بل خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، له طالبانو سره په هره کتنه کې د مارک فریرېکس د برمته کېدو قضیه یاده شوې او د هغه خوشې کېدل د امریکا لپاره له اصلي لومړیتوبنو دي.  



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса