Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2022

د طالبانو حکومت وايي د ټاپي پروژې چارې به را روان پسرلي کې عملاً پیل شي

0
د طالبانو حکومت وايي، د ټاپي پروژې چارې به د راتلونکي کال پسرلي کې عملاً پیل شي.  


د طالبانو د ویاند مرستیال بلال کریمي رسنیو ته په استول شوي پیغام کې ویلي چې د دې سترې پروژې ټولې تخنیکي او لوژیستکي چارې بشپړې شوي او عملي چارې به يې هم ژر پیل شي.  


د نوموړي په خبره، د افغانستان له لوري د دې پروژې د عملي کېدو لپاره ټول چمتوالی نیول شوی.  


له دې وړاندې شااوخوا درې اوونۍ مخکې د ترکمنستان هېواد یو پلاوی هم کابل ته په سفر کې د دې پروژې د ښه همغږۍ په موخه د طالبانو حکومت له اړوندو چارواکو سره لېدنې کړې وې. 


ټاپی له ترکمنستانه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ګازو د لېږد پروژه ده چې په ترکمنستان کې یې کار وخته بشپړ شوی او اوس ویل کېږي چې په  افغانستان کې به هم پیل شي.  



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса