د اوزلوبې لیګ درېیم پړاو سیالۍ په کب مياشت کې پیلیږي
د طالبانو د بدني روزنې او ورزش رياست په خپل فېسبوک پاڼه ليکلي چې د اوزلوبې لیګ درېیم پړاو کې په څلورو ګروپونو کې شپاړس لوبډلې لوبې کوي.
د دې رياست د معلوماتو پر بنسټ، ياد ليګ د کب مياشتې په لومړيو کې په کابل کې پيليږي چې لومړنۍ لوبه به د سرپل او سمنګان لوبډلو ترمنځ وي.
یاده دې وي چې د لوبو په دغه پړاو کې د بدخشان، سرپل، سمنگان، کابل، لوګر، بلخ، نورستان، بغلان، پنجشېر، فاریاب، کندز او بامیانو ولايتونو لوبډلې ګډون کوي.
