فرانسه: د بورکینا فاسو سره په ګډه مو ۶۰ تروریستان د محاربې له لیکو ایستلي
د فرانسې پوځ پر ټویټر یوه بیان کې چې بېګا خپور شو ویلي دي چې دا عملیات د روانې جنوري میاشتې د ۱۶ او ۲۳ مې ترمنځ له مالي سره د بورکینا فاسو په سرحد کې ترسره شوي دي.
په بیان کې یادونه شوې چې دا وسله وال د محاربې له لیکو اېستل شوي خو په دې اړه یې جزئیات نه دي ورکړي چې ایا دا کسان وژل شوي که نیول شوي دي.
په بیان کې یادونه شوې چې د دې عملیاتو په ترڅ کې د بورکینا فاسو او بهرنیو ځواکونو د تروریستانو څو ډلې په نښه او د محاربې له لیکو واېستلې.
په بیان کې راغلي چې د فرانسې د هوايي ځواک په داسې حال کې چې سیمه ییزو ځواکونو لارښوونه ورته کوله همداراز د تروریستانو ۲۰ موټرسایکلونه او په وسلو بار پېک اپ موټر هم له منځه وړي دي.
فرانسه چې پخوا د نړۍ له استعماري قدرتونو و، د افریقا په لوېدیځ کې د ۵۱۰۰ سرتېري په لرلو سره د اسلامپالو تروریستانو پرضد جګړه کوي.
د افریقا د ساحل سیمې په هېوادونو کې ګڼې وسله والې ډلې فعالې دي چې ځینې یې له القاعده شبکې سره هم اړیکي لري.
