Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2022

پاکستان افغان سوداګرو ته د سوداګرۍ په برخه کې ځینې اسانتیاوې رامنځته کوي

0
پاکستان هوکړه کړې چې افغان سوداګرو ته به د سوداګرۍ په برخه کې ځینې اسانتیاوې رامنځته کوي.  


د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د یکشنبې په ورځ ناوخته په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې وویل چې د دې خونې مسؤلینو کابل ته د پاکستان د امنیت شورا د سلاکار په مشرۍ پلاوي سره په لېدنه کې د دې او ورته نورو مسایلو په اړه خبرې کړي دي.  


په دې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دواړو خواوو د راکړې ورکړې په یوې اسانه تګلارې، د افغانستان په ۱۸ قلمه صادراتي توکو د پاکستان له خوا د تعرفو معافول، د کرنې په برخه کې له افغانستان سره د پرمختللي ماشینرۍ مرستې، په بندرونو کې د سوداګرو په وړاندې د پرتو ستونزو د حل لپاره د یوې بنسټیزې لارې موندلو او دواړو خواو د یادو ژمنو دعملي کولو لپاره د یوې کمېټې په جوړولو ټینګار او هوکړه کړې.  


په خبرپاڼه کې راغلي، له پاکستان نه د راغلي پلاوي سره په یادو مواردو هوکړه کولای شي د افغان سوداګرو ستونزې له دې وروسته کمې او په چارو اسانۍ رامنځته کړي.  


دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې تل افغان سوداګرو د پاکستان په بندرونو کې صادارتو او وارداتو په وړاندې د ستونزو خبره کړې ده.  



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса