Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2021

Новости за 03.09.2021

قزاقستان کې بې برخلیکه افغان محصلینې: هېواد ته نه شو ستنېدلی

Pa.azadiradio.com 

یو شمېر هغه افغان ښځینه محصلینې چې د زده کړو لپاره قزاقستان ته تللې وې وايي،وروسته له هغې چې طالبانو پر افغانستان ولکه ټینګه کړه دوی یې بې برخلیکه کړل او اوس نه شي کولی افغانستان ته ستنې شي. برنا کارګر یوه له هغو زده کوونکو څخه ده چې تازه د قزاقستان له یوه پوهنتونه فارغه شوې او پرېکړه یې کړې وه چې افغانستان ته بېرته ولاړه شي، خو طالبانو افغانستان ونیوه.   برنا کارګر زیاتوي، نوموړې په دې هڅه کې ده چې په قزاقستان کې دایمي اقامه لاسته راوړي.   په دې اړه بشپړ جزئیات په دې ویډیويي راپور کې وګورئ... Читать дальше...

ګارډین: بریتانیا باید له نوي حقیقت سره ځان عیار کړي

Pa.azadiradio.com 

انډپنډنټ انډپنډنټ ورځپاڼه لیکي، له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته اوس اروپایي ټولنه پر دې غور کوي چې د امریکا له متحده ایالاتو پرته په راتلونکي کې کړکېچونو ته څرنګه ځواب ورکړي. ورځپاڼه د اروپایي ټولنې د ۲۷ غړو هېوادونو د پنجشنبې ورځې غونډې ته اشاره کوي چې دا مسئله په‌کې څېړل شوې ده.  انډپنډنټ بیا لیکي، د اروپایي ټولنې د غړو هېوادونو دفاع وزیرانو او د بهرنیو چارو وزیرانو په خپلو غونډو کې چې د ناټو او ملګرو ملتونو چارواکو هم په‌کې برخه لرله پر دې بحث وکړ چې د چټک غبرګون داسې ځواک... Читать дальше...

د هند بورسونو ته بریالي افغان محصلین: ۲ ستونزو نامعلوم برخلیک سره مخ کړي یو

Pa.azadiradio.com 

شااوخوا زر هغه افغان زده کوونکي او محصلان چې د هند د 'ای.سي.سي. ار' پروګرام له لارې بریالي شوي وايي، که د کابل هوايي ډګر څخه ملکي او سوداګریزې الوتنې ژر تر ژره پیل نه شي، د بورس پروسه به یې له یوه نامعالوم برخلیک سره مخامخ شي. دوی ازادي راډیو ته وویل، دوی پلان درلود چې د اګسټ په میاشت کې هند ته ورسېږي او هلته لوړې زده کړې پیل کړي، خو پر کابل د طالبانو له واکمنېدو سره سم د هند سفارت وتړل شو او د کابل په حامد کرزي نړیوال هوايي ډګرکې ملکي الوتنې په ټپه ودرېدې. دغو بورسونو ته د بریالي شوېو محصلانو... Читать дальше...

ترکیه: د افغان کډوالو د مخنیوي بدل کې د پیسو معامله نه ده شوې

Pa.azadiradio.com 

ترکیه وايي، د افغان کډوالو د مخنیوي په بدل کې یې له اروپايي اتحادیې سره د پیسو کومه معامله نه ده کړې.  د ترکیې رسنۍ د خپل هېواد د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو په قول وايي، دا هېواد به له اروپايي اتحادیې سره داسې کومه معامله ونه کړي چې یوازې د پیسو په بدل کې له خپلې خاورې اروپا ته د افغان کډوالو مخه ونیسي.  چاووش اوغلو پرون همدا راز وویل چې ترکیه به هېڅ افغان چې له افغانستانه د کوم هېواد له لوري وایستل شي، په خپله خاوره کې ونه مني.  د امریکا او نورو لوېدیځو هېوادونو له لوري له افغانستانه... Читать дальше...

روسیه: د پوتین او بایډن ترمنځ پر افغانستان د خبرو پرېکړه نه ده شوې

Pa.azadiradio.com 

د روسیې د ولسمشر ویاند وايي، د دغه هېواد د ولسمشر ولادیمیر پوتین او د هغه د امریکايي ساري جوبایډن ترمنځ تراوسه پورې د افغانستان پر سر د رسمي خبرو پرېکړه نه ده شوې.  د کریملین ویاند دیمتري پیسکوف پرون پنجشنبه په مسکو کې خبریالانو ته وویل، مسکو او واشنګټن د افغانستان د وضعیت په اړه له یو بل سره په تماس کې دي، خو تر اوسه پورې په دې اړه کومه پرېکړه نه ده شوې چې د دوو هېوادونو ولسمشران په دې موضوع خبرې وکړي.

پاکستان د امنیتي ګواښ په خاطر د سپین بولدک-چمن لار بنده کړې

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید وايي، د امنیتي ګواښ په خاطر یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ لاره په چمن کې بنده کړې ده.  شیخ رشید، چې پرون پنجشنبه په اسلام اباد کې له رسنیو سره خبرې کولې، دا هم وویل چې د پاکستان امنیتي ځواکونه د چمن په پوله کې تیارسی شوي.  د پاکستان د کورنیو چارو وزیر په وینا د تورخم لاره د معمول په شان پرانیستې ده.   د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وویل چې اسلام اباد په افغانستان کې د سولې او ثبات ملاتړ کوي او د افغانستان د وروستیو انکشافاتو په خاطر په نړۍ کې د پاکستان اهمیت ډېر شوی دی.

یو افغان ماشوم چې له کابله پولنډ ته رسول شوی و مړ شو

Pa.azadiradio.com 

یو تن له هغو افغان ماشومانو چې په وروستیو ورځو کې له کابله پولنډ ته رسول شوی و او زهرجنه پوڅکۍ یې خوړلې وه، پرون پنجشنبه مړ شو.  د اسوشیټې‌ډ پرېس خبري اژانس د راپور پر اساس، د پولنډ په پلازمېنه وارسا کې د ماشومانو د روغتون ډاکټران وايي چې د دغه پنځه کلن ماشوم د مشر ورور چې ۶ کلن دی، د ځیګر د پیوند جراحي عملیات بریالي ښکاري، خو د هغه مازغو ته هم زهرو بد زیان اړولی او له دې کبله یې حال نازک دی.  دا دوه وروڼه او یوه خور یې تېره اوونۍ وروسته له دې په روغتون کې بستر شول چې د دوی د کورنۍ غړیو، وارسا... Читать дальше...

قطر: هیله لرو چې د کابل هوايي ډګر به ژر پرانيستل شي

Pa.azadiradio.com 

د قطر د بهرنیو چارو وزیر وايي، هیله لري چې د کابل هوايي ډګر به ژر پرانيستل شي.  محمد بن عبدالرحمان الثاني پرون پنحشنبه په دوحه کې خبریالانو ته وویل، لا هم د هوايي ډګر د ارزونې بهیر دوام لري، قطر له طالبانو سره کار کوي چې د هوايي ډګر ستونزې او خطرونه معلوم کړي.  په همدې حال کې د طالبانو ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل، د کابل په هوايي ډګر کې د قطر او ترکیې ټیمونه په کار بوخت دي او کابل ښاروالي یې د پاکولو چارې بشپړولو ته نژدې کړي دي. مجاهد زیاته کړه: "د... Читать дальше...



پاکستان: نړیواله ټولنه دې افغانستان سره مرسته وکړي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د اقتصادي بحران د مخنیوي لپاره له افغانستان سره مرسته وکړي.  قریشي تېره شپه پنجشنبه په اسلام اباد کې د هالنډ له بهرنیو چارو وزیرې سیګرید کاګ سره په ګډه خبري غونډه کې په افغانستان کې د امنیتي وضعیت او ثبات پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې په دې هېواد کې سوله نورو هېوادونو ته د کډوالو د بهیر له نه ماتېدو سره مرسته کوي.  ده پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې د افغانستان د اقتصاد د ژغورلو لپاره رغنده اقدام وکړي.

هالنډ: د کابل د هوايي ډګر مالي او تخنیکي مرستې ته تیار یو

Pa.azadiradio.com 

د هالنډ د بهرنیو چارو وزیره وايي، هېواد یې د کابل د هوايي ډګر د پرانیستلو لپاره مالي او تخنیکي مرستې ته تیار دی.   مېرمن سیګرید کاګ پرون په انقره کې د ترکیې له بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو سره له کتنې وروسته وویل، د هالنډ کابینه به د کابل د هوايي ډګر د ترمیم لپاره یو میلیون یورو مرسته وکړي، څو د هغو کسانو د وتلو پروسه ژر پیل شي چې د خپل سر د خطر په خاطر غواړي له افغانستانه ووځي.  د هالنډ د بهرنیو چارو وزیره له قطر او پاکستانه وروسته ترکیې ته لاړه چې د دغه هېواد له چارواکو سره د افغانستان په اړه خبرې وکړي.

سکاټلنډ سږ ۱۶۰ افغانانو ته پناه ورکړې

Pa.azadiradio.com 

سکاټلنډ وايي، د سږ کال د جون له میاشتې تراوسه پورې یې ۱۶۰ افغانانو ته پناه ورکړې ده.  د سکاټلنډ د بهرنیو چارو ایالتي وزیر انګس رابرټسن Angus Robertson پرون د ادنبرا په (هولي روود) کې ژمنه وکړه چې په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته به له هغو افغانانو سره مرسته وکړي چې له خپل هېواده تښتي.  ده دا هم وویل چې تر اوسه پورې یې ۱۶۰ تنو افغان کډوالو ته کورونه ورکړي دي.  تر دې وړاندې د سکاټلنډ حکومت اعلان کړی و چې دوه نیم لکه پونډه به له هغو افغانانو سره مرستې ته ځانګړي کړي چې د خپل هېواد د کړکېچ له کبله مرستو ته اړتیا لري.

د کرکټ د تنکیو ځوانانو افغان لوبډله بنګله دیش ته ولاړه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرکټ تر نولس کلونو د کم عمره لوبغاړو لوبډله پرون بنګله دېش ته لاړه چې د دغه هېواد له نولس کلنو لوبډلې سره څو مسابقې وکړي.  د افغانستان د کرکټ بوډ ویاند فرید هوتک د افغانستان او بنګله دېش د ځوانو لوبډلو د سیالیو په اړه وویل دا سیالۍ به په اسیايي او نړیوالو سیالیو کې د دواړو لوبډلو د چمتووالي لپاره مهمې وي.

لا داسې کومه نښه نه ښکاري چې د طالبانو حکومت دې ژر په رسمیت وپېژندل شي

Pa.azadiradio.com 

د کابل له نیولو شل ورځې وروسته طالبان د خپل حکومت اعلانولو ته نژدې شوي دي، خو د نړۍ د مشرانو څرګندونو ته په کتو داسې ښکاري چې د افغانستان د رسمي حکومت په توګه د طالبانو د حکومت رسمیت پېژندلو ته لا اوږد وخت پاتې دی.  د نړۍ اکثره هېوادونه غواړي انتظار وکړي چې ایا د طالبانو خبرې د هغوی د عمل مطابق دي او همدا راز د شل کاله پخوا پرتله یې دریځونه څومره نرم شوي دي؟    د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پرون پنجشنبه وویل چې نوی حکومت به په څو ورځو کې اعلان شي، خو د طالبانو یوه چارواکي احمدالله وثیق په ټولنیزو... Читать дальше...

پر پنجشېر جګړه؛ طالبان: شُتل ولسوالۍ نیولې خو مقابل لوری یې ردوي

Pa.azadiradio.com 

طالبان وايي، د پنجشېر ولایت شُتل ولسوالۍ یې له ۱۱ پوستو سره نیولې ده. دا خبره د طالبانو ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست ذبیح الله مجاهد وکړه.  د مجاهد له څرګندونو وروسته طالبانو په ټولنیزو رسنیو کې ادعا وکړه چې ځواکونه یې د پنجشېر عمق ته داخل شوي او د پریان او عنابه ولسوالۍ یې نیولي دي.  طالبان او د هغو وسله وال مخالفان ادعا کوي چې د پنجشېر درې په جګړو کې یې یو بل ته درنې مرګ ژوبلې اړولي دي.   د طالبانو ویاند او د اطلاعاتو او کلتور سرپرست ذبیح الله مجاهد پرون پنجشنبه وویل چې د پنحشېر د... Читать дальше...


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
WTA

Потапова и Павлюченкова вышли в полуфинал турнира WTA в Мадриде в парном разряде






Всего 1,18 млн рублей за новую Lada Vesta. В Белоруссии стартовали продажи Lada Vesta Black Line

Началось. Цены на квартиры уже меняются

Олигархи с Рублевки высказались о возвращении Чулпан Хаматовой в Россию

Дело Ленина живет... Когда наша история разберётся с наследием вождя?