د ۳ افغانيالاصله بریتانیوي مېرمنو د نهخوړو اعتراض لاهم دوام لري
په بریتانیا کې د درېیو افغانيالاصله بریتانوي مېرمنو د نهخوړو اعتراض تر اوسه هم دوام لري. دې مېرمنو ویلي، د دې لپارهیې دا اعتراض کړی چې د طالبانو تر ولکې لاندې د بندو پاته شویو مېرمنو غږ نړیوالو ته ورسوي. بریتانوي رسنیو د موضوع د حساسیت له پلوه د اعتصاب کوونکو مېرمنو نومونه نهدي اخیستي، خو ویلي یې دي، دوی خپل دا اعتراض لندن کې د پارلمان مخې ته پیل کړی دی. د همدې رسنیو په وینا دې مېرمنو ویلي، تر هغو خپل اعتصاب ته دوام ورکوي چې بریتانیا د افغان مېرمنو د ملاتړ لپاره عملي ګام نهوي پورته کړی. Читать дальше...