Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2021

Новости за 15.09.2021

ګارډین: د طالبانو دوه مهم مشران ولې په عام محضر کې نه‌راڅرګندېږي؟

Pa.azadiradio.com 

ګارډین بریتانوۍ ګارډین ورځپاڼې تر دې سرلیک لاندې چې په کابل کې خلک پوښتنه کوي چې د طالبانو دوه مهم مشران ولې په عام محضر کې نه‌راڅرګندېږي؟ یوه لیکنه خپره کړې ده.  ګارډین لیکي، د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده او د هغه مرستیال او د دې ډلې یوه نوموتې څېره ملا عبدالغني برادر نه‌دي لیدل شوي. د ورځپاڼې په لیکنه له یو شمېر افغانانو سره داسې پوښتنې پیدا شوي چې ایا دغه دواړه مشران ژوندي دي؟ له کله چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده هېڅکله هم په عام محضر کې نه‌دی... Читать дальше...

ترکیه: د افغان کډوالو د بلې څپې پر وړاندې د مبارزې ظرفیت نه لرو

Pa.azadiradio.com 

ترکیه وايي، دغه هېواد له افغانستانه د پناه غوښتونکو د بلې احتمالي څپې پر وړاندې د مبارزې لپاره نور ظرفیت نه لري.   د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون سې شنبه د جرمني له ولسمشر فرانګ والټر شټاین­مایر سره په ټیلیفوني خبرو کې دا موضوع یاده کړه.   د ترکیې د جمهوري ریاست د اعلامیې له مخې، په دې ټیلیفوني تماس کې اردوغان ویلي، جرمني او د اروپايي ټولنې نور هېوادونه باید د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو سره مرسته وکړي چې دوی هم د افغان پناه غوښتونکو د ستونزې بار ته اوږه ورکړي.  ترکیه چې له وړاندې یې... Читать дальше...

اروپايي ټولنه: طالبانو سره له خبرو پرته بله چاره نه لرو

Pa.azadiradio.com 

د اروپايي ټولنې یوه چارواکي وویل، دوی له طالبانو سره له خبرو اترو پرته بله چاره نه لري.   د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزېپ بوریل پرون سې شنبه په فرانسه کې اروپايي پارلمان ته وویل، بروکسل به د اروپايي ټولنې له حکومتونو سره  په کابل کې د یوه ډپلوماتیک حضور لپاره هڅې تنظیم کړي.   ښاغلي بورېل وویل: "د افغانستان کړکېچ ختم شوی نه دی، پر تحولاتو د هر ډول نفوذ لپاره له طالبانو سره له خبرو اترو پرته بله لار نه لرو." د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر په افغانستان کې د بشري حقونو پر اهمیت ټینګار وکړ. Читать дальше...

د روغتیا سازمان: په طبي وسایلو بار د قطر ۲مه الوتکه کابل ته راغله

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د قطر هوايي شرکت دویمه الوتکه چې طبي وسایل په کې بار وو، پرون د کابل پر نړیوال هوايي ډګر کښېناسته.  د روغتیا نړیوال سازمان پرون په یوه ټویټ کې ویلي، له دغو وسایلو سره په افغانستان کې د یو میلیون کسانو روغتیايي اړتیاوې پوره کېږي.  دغه سازمان د قطر مننه کړې چې خپلو بشردوستانه مرستو ته یې دوام ورکړی دی.   تر دې مخکې د پنجشنبې او جمعې په ورځو د کابل له نړیوال هوایي ډګره د قطر د هوایي شرکت چارټر الوتنو کې شااوخوا ۴۰۰ کسان وایستل شول.

افغان مېرمنو او نجونو تاجکستان کې د طالبانو پر خلاف لاریون وکړ

Pa.azadiradio.com 

په لسګونو افغان مېرمنو او نجونو د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې د طالبانو پر خلاف لاریون وکړ.  دوی اعتراض درلود چې د طالبانو له راتګ سره د ښځو او بشري حقونو په برخه کې د تېرو ۲۰ کلونو لاسته راوړنې په اوبو لاهو شوې.  دوی چې د افغانستان بیرغ له ځان سره لېږداوه، د پاکستان پر ضد هم شعارونه ورکول.   یوې برخوالې ذکیې رحماني پرون د ازادي راډیو له تاجکۍ څانګې سره په خبرو کې وویل: "دا یوازې طالب نه دی. پاکستان افغانستان اشغال کړی دی. دوی له خپلو جنګي مهماتو سره افغانستان ته ننوتل." په دوشنبه کې د... Читать дальше...

پوتین هغه وخت ځان قرنطین کړ چې په کرونا اخته کس سره په تماس کې و

Pa.azadiradio.com 

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین وروسته له هغې ځان قرنطین کړ چې په کرونا ویروس له یوه اخته کس سره 'ټوله ورځ' په تماس کې و.   د دغه کس د کرونا ټېسټ نتیجه وروسته مثبته وختله.   دا پېښه د روسیې ساخت کرونا ضد واکسین سپوتنیک وي (Sputnik V) لپاره هم یوه ازموینه ګڼل کېږي.  ۶۸ کلن پوتین پرون د حکومت له ځینو مشرانو سره په ویډیو کنفرانس کې پرون په خبرو کې وویل: "زه وایم دا یوه طبیعي ازموینه ده- راځئ وګورو چې سپوټنیک واکسین په عمل کې څنګه کار ورکوي؟ د تازه معلوماتو له مخې زما د انټي باډۍ اندازه ډېره لوړه ده. Читать дальше...

پراګ: الکساندر فرانچیتي دې تر بل امر پورې په توقیف کې وساتل شي

Pa.azadiradio.com 

د پراګ ښاري محکمې د روسیې وګړي الکساندر فرانچیتي ته تر بل امر پورې په توقیف کې د ساتل کېدو امر وکړ.   دغه کس اوکراین د ګرفتارۍ د یوه نړیوال حکم له مخې د کییف لپاره هم مطلوب دی.   تر هغو چې کییف ته یې د احتمالي سپارل کېدو په اړه پرېکړه کېږي فرانچیتي به په توقیف کې دی.   پرون د محکمې تر حکم وروسته د روسیې دغه وګړی چې تېره یکشنبه د پراګ په نړیوال هوايي ډګر کې نیول شوی و، د پراګ د پانکراڅ توقیف­ځای ته ولېږدول شو.  الکساندر فرانچیتي د روسیې له خاورې سره د اوکراین د کریمیا سیمې په الحاق کې د دخالت د ادعاوو له کبله اوکراین ته مطلوب دی. Читать дальше...

د سنا نیوکې؛ بلېنکن: د امریکا د تر ټولو اوږدې جګړې د ختمېدو وخت رسېدلی

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحدو ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر، انتوني بلېنکن د خپل هېواد د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټه کې د سناتورانو له سختو انتقادونو سره مخامخ شو. د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر باب منندیز چې د ډموکرات ګوند غړی دی وویل، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل یوه لویه تېروتنه وه. هغه د ولسمشر جو بایډن له ادارې خپله غوښتنه مطرح کړه: "د بایډن له ادارې غواړم چې پر افغانستان متمرکز پاتې شي. ډېره مهمه ده، څو نړۍ هر وخت چې د طالبانو د سرغړونو شاهده وي، ممکنه اقدام وکړي." د سناتورانو... Читать дальше...

افغانستان کې اقتصادي بحران؛ خلک: بانکونو کې پیسې نشته د توکو بیې هم لوړې شوي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د اقتصادي او مالي بحران لمن په پراخېدو ده چې عام افغانان یې هم اغېزمن کړي دي. عبدالبصیر کاکړ، د کندز ولایت اوسېدونکی دی چې وايي، د بانکونو تړل کېدو، د ده په څېر ګڼ افغانان اغېزمن کړي دي: "یوازې زه نه چې ټول خلک په همدغو ستونزو کې راګېر دي. پیسې نه شته. موږ له طالبانو غواړو چې ژر تر ژره بانکونه پرانیزي، پیسې بازار ته راشي چې خلک د خپلو اړتیاوو پوره کولو لپاره پیسې په لاس کې ولري." ستونزه یوازې د عبدالبصیر کاکړ نه ده، بلکې په ټول افغانستان کې د خوړو بیې لوړې شوي، په بانکونو کې کافي... Читать дальше...


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
ATP

После победы в Мадриде Рублев поднялся с 8-го на 6-е место в рейтинге ATP






Минздрав Подмосковья рассказал о влиянии укуса клеща на организм

Фабричное здание конца XIX века сохранят при строительстве нового квартала в историческом районе Тишинки

Матч ЦСКА - "Рубин" завершился со счетом 2:2

Ушаков: Путин проведет 8 мая традиционный дружеский обед для лидеров стран СНГ