فاریاب کې اعتراضونه؛ طالبانو میمنه کې پوځي تمرینونه ترسره کړل
په فاریاب کې د تېرې اوونۍ له اعتراضونو وروسته د طالبانو ځواکونو د دې ولایت په مرکز میمنه کې پوځي تمرینونه ترسره کړل. د طالبانو د دفاع وزارت یو چارواکی لطف الله حکیمي وایي، په سلګونو سرتیري یې د فاریاب په څنګلورو ولایتونو کې ځای پرځای شوي چې پر وضعیت کنټرول ولري. په میمنه کې د تیرې پنجشنبې په ورځ اعتراضونه وروسته له هغې پیل شول چې د معترضانو په خبره د طالبانو د پوځي کمېسیون پخوانی رییس او ازبک ټبره قوماندان مخدوم عالم توقیف شوی دی. د روح الله په نوم د میمنې ښار یو هټیوال وایي، اوس وضعیت بیرته عادي شوی دی: "نن ارامي ده. Читать дальше...