روسیې د ځان په اړه د بریتانیې ادعاوې رد کړې
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د بریتانیا دا ادعا رد کړه چې په اوکراین کې د یوه 'روسیه پلوه' مشر د نصبولو په اړه د روسیې له پلانه خبره ده. بریتانیا د تېرې اوونۍ د دوشنبې په ورځ ویلي و چې کریمیلین په اوکراین کې د یوه لاسپوڅي مشر د واک ته رسولو هڅه کوي او د روسیې امنیتي افسرانو د اوکراین له یو شمېر پخوانیو سیاستوالو سره تماس نیولی دی. د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت د خپل دې تور د ثابتولو لپاره شواهد نه دي وړاندې کړي. روسیې د اوکراین پولو ته نږدې تر ۱ لک ډېر پوځیان ځای پر ځای کړي خو وايي چې پر اوکراین د یرغل نیت نه لري. Читать дальше...