Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2022

Новости за 26.01.2022

د افغانستان له ۱۹ کلونو کم عمره د کرکټ لوبډله سریلانکا سره مخ کېږي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې ده چې د افغانستان د کرکټ له نولس کلونو کم عمره لوبډله په نړیوال جام کې سبا د کوارټر فاینل لوبه وکړي. د کرکټ بورډ د رسنیو د برخې مسوول فرید هوتک ازادي راډیو ته وویل چې افغان لوبډلې ښه چمتوالی نیولی دی:"د افغانستان له نولس کلنو څخه کم عمره لوبډله سبا د نړیوال جام د سیالیو په کوارټر فاینل کې له سریلانکا سره لوبه کوي. افغان نولس کلنه لوبډله د دغو سیالیو لپاره پوره چمتوالی لري او که خدای کول پایله به یې هم د افغانستان لپاره مثبته وي." د یو ورځنیو لوبو دا نړیوال جام په وېسټ انډیز کې د جنوري... Читать дальше...

د خوړو او کرنې موسسې پر افغان بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه وېشلي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې موسسې  پرون خبر ورکړ چې په افغانستان کې یې تر یو میلیون په ډېرو بزګرانو د غنمو  اصلاح شوي تخمونه وېشلي دي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې د برخې استازي ریچارډ ترینچارډ اسوشیټېډ پرېس اژانس ته وویل: "موږ توانیدلي یوو چې کروندګرو ته تخمونه او کیمیاوي سره ورسوو. له دې سره به دا ډاډ ترلاسه کړو چې دوی خواړه لري. دا ډاډ به هم ترلاسه کړو چې په بازار کې غنم شته. دا ډاډ هم مهم دی چې دوی د غنمو د ډېر ښه کیفیت تخمونه د راتلونکو فصلونو لپاره لري." په افغانستان... Читать дальше...

طالبان: د کابل-جلال اباد لویه لار د موټرو پرمخ پرانیستل شوه

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت د موټرو پرمخ  د کابل- جلال اباد د لویې لارې د پرانېستو خبر ورکړ. پرون سې شنبه (د سلواغې ۵مه) مازدېګر د څلورو بجو خواته د سروبي ولسوالۍ په برخه کې له غره کاڼي ښوئیدلي وو چې لاره ورسره بنده شوې وه. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په ټویټر کې لیکلي دي چې له څلورو ساعته هڅو وروسته دا لویه لار د شپې د اتو بجو خواته د ترافیکو پرمخ خلاصه شوه. تردې مخکې د طالبانو فواید عامه وزارت له خلکو غوښتي و چې د دوی تر راتلونکې خبرتیا دې پر دې لاره سفر نه کوي. تېره اوونۍ د وریښم تنګي په برخه... Читать дальше...

د برېښنا شرکت: له ترکمنستانه کابل ته د برېښنا ونښلول شوه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان برېښنا شرکت له ترکمنستانه کابل ته د برېښنا د وصلېدو خبر ورکړ. تردې مخکې افغانستان ته د ازبیکستان وارداتي برېښنا کمه شوې وه. د برېښنا شرکت ویاند حکمت الله میوندي په ټویټر کې تېره شپه په یوه پیغام کې وویل، له منځنۍ اسیا څخه د وارداتي برېښنا د کمېدو له امله افغانستان د برېښنا له ستونزو سره مخامخ شوی دی. نوموړي لیکلي: "زموږ د تخینکي برخې همکارانو هڅې وکړې چې د ترکمنستان برېښنا له کابل سره وصل کړي. له ښه مرغه اوس موږ توانیدلي یوو چې د یوه وخت لپاره خپلو وطنوالو ته دلته د ترکمنستان برق... Читать дальше...

فرانسه او جرمني: که روسیه پر اوکراین برید وکړي بدې پایلې به ولري

Pa.azadiradio.com 

فرانسې او جرمني روسیې ته خبرداری ورکړی دی چې پر اوکراین به برید بدې پایلې ولري. د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون پرون د جرمني له صدراعظم اولاف شولڅ سره په برلین کې خبري غونډې ته وویل، پاریس او برلین هېڅکله له خبرو سره مخالفت نه دی کړی، خو که روسیه پر اوکراین برید وکړي مسکو ته به ډېره ګرانه تمامه شي. ښاغلي شولڅ بیا دې خبري غونډې ته وویل، پردې فکر کوي که روسیې برید وکړ څرنګه ځواب ورکړي. د ده په وینا دې برخه کې یې نظر سره ورته دی چې د روسیې نظامي تحرکاتو ته به جدي ځواب ورکړل شي. تمه ده چې ولسمشر... Читать дальше...

ایران کې یو فرانسوی ګرځندوی د جاسوسۍ په تور په بند محکوم کړ

Pa.azadiradio.com 

په ایران کې یوې محکمې یو فرانسوی ګرځندوی د جاسوسۍ او د اسلامي نظام پرضد د تبلیغ په تور په اته کاله او اته میاشتې بند محکوم کړ. د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت پرون سې شنبه (د سلواغې ۵مه) وویل چې د بنیامین بریر محاکمه د منلو نه ده. بریر د دوه زره شلم کال د مې په میاشت کې د ترکمنستان- ایران له پولي سره نیول شوی و. د شپږ دیرش کلن بریر کورنۍ ټینګار کوي چې هغه بې ګناه دی او د بشري حقونو ډلو ایران تورن کړی دی چې له لویدیځ سره د خبرو پر مهال د امتیاز ترلاسه کولو په خاطر له بندیانو د یوې وسیلې په توګه کار اخلي یا هم پیسې پرې ترلاسه کوي. Читать дальше...

نیویارک ټایمز: د تېرنظام افغان کومانډو  متحده عرب اماراتو کې بې برخلیکه پاتي

Pa.azadiradio.com 

نیویارک ټایمز   له امریکا خپرېدونکې ورځپاڼې نیویارک ټایمز د افغانستان د هغو پخوانیو کومانډو پوځیانو د برخلیک په باب لیکنه خپره کړې چې د امریکا د مرکزي استخباراتي ادارې «CIA» له خوا یې ملاتړ کېده.  ورځپاڼه د خپل پروني مطلب په پیل کې لیکي، د کومانډو دغه پخواني پوځیان چې په افغانستان کې یې له امریکايي ځواکونو سره په همکارۍ کې کلیدي رول لوبولی و، په متحده عرب اماراتو کې د امریکا ویزو ته انتظار دي.   لیکوال په اګست میاشت کې د تخلیې یا له افغانستانه د خلکو د را ایستلو عملیاتو ته اشاره کړې چې پر مهال... Читать дальше...

د اسیا پراختیایي بانک افغانانو سره د ۴۰۵ میلیونه ډالرو مرستو اعلان وکړ

Pa.azadiradio.com 

د اسیا پراختیایي بانک له افغانانو سره د څلور سوه پنځه میلیونه ډالرو مرستو اعلان وکړ. د دې بانک په وینا دا مرستې به د ملګرو ملتونو د څلورو بنسټونو له لوري ولګول شي. د فلیپین په پلازمېنه مانیلا کې د اسیا د پراختیایي بانک مرکزي دفتر پرون سې شنبه (د سلواغې ۵مه) په یوه بیان کې څرګنده کړه چې دا مرستې به د خوراکي موادو په رسولو، د روغتیایي خدماتو پر چمتو کولو او پوهنې ولګېږي. د ملګروملتونو له اټکل سره سم نژدې ۲۳ میلیونه افغانان د خوراکي موادو مصونیت نه لري. د اسیا د پراختیایي بانک له اعلان شوې مرستې... Читать дальше...

هویتفیلډ د اوسلو غونډې په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته معلومات ورکوي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې ده چې نن چهاشنبه (د سلواغې ۶مه) په نیویارک کې د ناروې د بهرنیو چارو وزیره انیکین هویتفیلډ د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د افغانستان په اړه معلومات وړاندې کړي. د اغلې هویتفیلډ هېواد له تېرو درېیو ورځو راهیسې د طالبانو د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیرخان متقي په مشرۍ د یوه پلاوي کوربه و. دا لومړی ځل و چې د طالبانو له لوري د کابل تر نیولو وروسته لویدیځ ډپلوماټانو له طالبانو سره په رسمي غونډه کې برخه واخېسته. د طالبانو پلاوی د یکشنبې په ورځ ناروې ته ولاړ په لومړۍ ورځ یې د افغانانو د مدني... Читать дальше...


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Новак Джокович

Открытый чемпионат Италии: Новак Джокович получил сильный удар после выхода в третий раунд после Корантена Муте | Теннисные новости






Где живет больше всего миллионеров

Бурятский госцирк представил новое руководство: Театр и цирк, Россия и культура, дети

Аллерголог НИКИ детства рассказала о причинах развития бронхиальной астмы у детей

Какие праздники отмечаются 13 мая 2024 года, что важного произошло в этот день