Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2021

د ایران له لوري د خبرو لپاره د غونډې د وړاندیز پر ردولو د امریکا خواشیني

0
د ایران له لوري د خبرو لپاره د غونډې د وړاندیز پر ردولو د امریکا خواشیني

واشنګټن د تهران پر هغه اقدام خواشیني څرګنده کړه چې پرون‌یې د امریکا له متحده ایالاتو او له اروپایي قدرتونو سره د ۲۰۱۵ کال د تړون د احیا پر سر د خبرو لپاره د غیر رسمي غونډې وړاندیز رد کړ.  

تهران ټینګار وکړ چې واشنګټن دې لومړی ټول یو اړخیز بندیزونه لیرې کړي. 

د سپیني ماڼۍ ویاندې جن ساکي وویل، که څه هم د ایران دغه ځواب موږ  خواشیني کړي یو، خو دې ته چمتو یو چې د دغه تړون د عملي کېدو لپاره په بامفهومه ډیپلوماسۍ کې بېرته ښکېل شو. 

جن ساکي وویل، واشنګټن به د دغه تړون له نورو لاسلیکوونکو، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له څلورو دایمي غړو چین، فرانسې، روسیې او بریتانیا او له جرمني سره سلا مشورو ته دوام ورکړي. 

د ایراني رسنیو د راپور له مخې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب‌زاده وویل، هغو وروستیو اقداماتو او ویناوو ته په پام چې متحده ایالاتو او درې اروپایي قدرتونو کړي، ایران داسې نه‌انګېري چې اوس دې له دغو هېوادونو سره د غیر رسمي غونډې لپاره چې د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مشر یې وړاندیز کړی، مناسب وخت وي.   

ایراني چارواکو له دې مخکې ویلي چې تهران د جوزف بورېل پر دغه وړاندیز غور کوي. 

د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالد ټرمپ خپل هېواد په ۲۰۱۸ کال له دغه تړونه وایست او پر تهران‌یې بېرته بندیزونه ولګول. 

ایران او د امریکا د ولسمشر جو بایډن نوې اداره په دې اړه چې د دغه تړون د احیا لپاره څوک باید لومړی ګام پورته کړي، سره اختلاف لري.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
ATP

Российский бизнесмен обвинил Алькараса в договорных матчах. Он направил письмо в ATP






Галина Янко: главные традиции и приметы Пасхи

Экс-футболист Мостовой о предложении от "Пари НН": будем думать и смотреть

Срочники из Торопца написали «Диктант Победы»

День Георгия Победоносца отмечают православные 6 мая 2024 года