Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2021

Новости за 13.03.2021

محب: افغان حکومت چمتو دی چې د مسکو او استانبول غونډو کې ګډون وکړي

Pa.azadiradio.com 

افغان حکومت د مسکو او ترکیې غونډو ته خپل پلاوي استوي.د جمهور رئیس محمد اشرف غني د ملي امنیت سلاکار د شنبې (د کب ۲۳مه) په ورځ په کابل کې د امنیتي مسوولینو ګډې خبري ناسته کې وویل، افغان حکومت چمتو دی چې د مسکو او استانبول ناستو کې ګډون وکړي. خو د ښاغلي محب په خبره لا تراوسه په یادو ناستو د ګډونوالو د ګډون کچه نه ده معلومه: "موږ د مسکو او ترکیې په ناستو کې ګډون کوو، د بهرنیو چارو وزارت او د مصالحې عالي شورا په دې کار کوي چې د نورو هېوادونو او طالبانو د ګډون کچه معلومه کړي، د هماغه پر بنسټ به بیا موږ... Читать дальше...

ملي امنيت: د عبدالروف د تښتونې په تړاو ۵۵ داعشيان ونيول شول

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ملي امنیت رئیس وايي، د عبدالروف د تښتونې په تړاو ۵۵ کسان چې ټول د داعش شبکې غړي دي نیول شوي دي. احمد ضیا سراج د شنبې (د کب ۲۳مه) په ورځ په کابل کې د امنیتي مسؤلینو ګډې خبري غونډې ته وویل چې دې کسانو پر کابل پوهنتون د برید په ګډون په لویو بریدونو او ترورونو کې هم لاس درلود. نوموړي وویل چې دې کسانو کې اصلي پلانونکي هم شامل دي او ۱۶ کسان د عبدالروف په ساتنه کې په مستقیم ډول ښکېل وه. ښاغلي سراج زیاته کړه: "زموږ کار له ارش نومې څخه پیل شو چې د دې شبکې غړی او په مشرتابه کې یې و. دغو... Читать дальше...

هرات کې چاودنې۷ تنه ووژل او ۵۱ یې ټپیان کړل؛ ارګ وايي طالبان یې مسؤل دي

Pa.azadiradio.com 

د هرات ولایت سیمه ییز چارواکي وایي چې د دغه ولایت ۱۴مې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د موټر بم برید له امله اووه کسان وژل شوي او تر ۵۱ نور ټپیان دي. ‎دغه چارواکي وایي چې دغې چاودنې د پولیسو ۱۴ حوزې او په سیمه کې د استوګنې کورونو ته لوړ مالي زیانونه اړولي دي. ‎د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د دغې حملې عاملین طالبان بولي او دغه ‌‌‌‌‌‌ډله تورنوي چې د سولې اړوند رامنځته شوی فرصت ضایع کوي، ‎خو طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي. په دغه برید کې له اوو وژل شوېو کسانو شپږ تنه یې د میرخان د ورور... Читать дальше...

نورستان کې روغتیايي ستونزې؛ ناروغان: که دولت درمل نه شي راکولای، روغتون تړو

Pa.azadiradio.com 

د نورستان یو شمېر اوسیدونکي وايي په دې ولایت کې د روغتیا په برخه کې یو شمېر ستونزې شته چې دوی ورسره لاس او ګرېوان دي. دوی وايي، د یو کال په تېرېدو بیا هم نورستان کې د روغتیا برخه کې شته ستونزې نه دي حل شوي، نه یې روغتیايي مرکزونو کې درمل پوره شول او نه هم د روغتیا پالانو معاشونه په خپل وخت ورکړل شول . له ډلې یې د دې ولایت د وانټ وایګل ولسوالۍ د وایګل کلي اوسیدونکی ۶۰ کلن قیام الدین وايي، له کلي تر روغتون يې څلور ساعته په پښو مزل کړی او ناروغ یې په شا را رسولی. دی وايي: "ډاکټران وايي درمل نشته،... Читать дальше...

د جنډوله اوسېدونکي د خپلو ړنګو شويو کورونو معاوضه غواړي

Mashaalradio.com 

د خیبر پښتونخوا ټانک جنډوله سیمې اوسېدونکو د ډېره اسماعیل خان چاوڼۍ ته مخامخ جي پي او چوک باندې احتجاجي کېمپ لګولی او په ۲۰۰۹ز کال کې د راه نجات په نوم پوځي عملياتو پر مهال د خپلو ړنګو شويو کورونو او دوکانونو معاوضه غواړي. حکومت وايي چې جنډوله کې يې ړنګ شوي ۵۰ سلنه دوکانونه جوړ کړي او د پاتې ۵۰ سلنې د تعميرولو پرېکړه يې کړې ده. نور تفصيل په ويډيويي راپور کې.

اعتراض کوونکي معلولین: که مو غوښتنې ونه منل شي، د نه خوړو اعتصاب کوو

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې معترض معلولین وایي، د قانون پر بنسټ د دولتي ادارو درې سلنه کار کوونکي باید معلولین وي، خو د دوی په خبره تراوسه د قانون دا حکم نه دی پلی شوی. نږدې درې سوه معلولینو د همدې ستونزې له امله شااوخوا درې میاشتې کېږي چې د ولسي جرګې مخ ته د اعتراض خېمه درولې. دوی وایي، له یو کال را په دېخوا ۴۷ زره معلولینو او نږدې سل زره د شهیدانو کورنیو ته خپل معاش نه دی ورکړل شوی او هغه ځمکې چې د دولت له خوا یې ژمنه ورکړل شوې وه لا هم پرې نه دي ویشل شوي. په کابل کې د معلولینو د شورا مرستیال بشیر دېره وویل... Читать дальше...

کرکټ؛ د جنوبي افریقا ښځينه لوبډلې له هنده لوبه وګټله

Pa.azadiradio.com 

د جنوبي افریقا د ښځينه کرکټ لوبډلې له هندۍ لوبډلې درېیمه لوبه وګټله. د جنوبي افریقا او هند ښځېنه کرکټ لوبډلو تر منځ د پنځوو یو ورځنیو سیالیو درېيمه لوبه افریقا لوبډلې وګټله. د دواړو لوبډلو ترمنځ د پنځو یو ورځنیو لوبو لړۍ د روانې مارچ میاشتې په اوومه نېټه پیل شوې ده چې په لومړۍ لوبه کې افریقا د اتو ویکټو پر توپیر هند ته ماتې ورکړې وه، دوهمه لوبه هند وګټله، خو درېیمه لوبه چې د مارچ په دولسمه نېټه تر سره شوه، د افریقا ښځېنه لوبډلې په کې هند ته ماتې ورکړه. د یادولو ده چې د دغو دواړو لوبډلو ترمنځ... Читать дальше...



هرات کې د وشوو ساحلي لوبې ترسره شوې

Pa.azadiradio.com 

په هرات کې د کمال خان بند د پرانېستلو په درشل کې د وشوو ساحلي لوبې ترسره شوې. د افغانستان د المپیک ملي کمېټې مطبوعاتي غړي مجیب قاریزاده نن شنبه (د کب ۲۳مه) ازادي راډیو ته وویل چې دغو سیالیو کې له پنځو لوبډلو ٦٠ تنه لوبغاړو ګډون کړی وو. ښاغلي قاریزاده وویل چې د دې سیالیو له پیله هدف په دغه ولایت کې د کمال خان بند له پرانېستلو نمانځنه او د غوره څېرو پېژندل دي. د نوموړي په خبره، دې یو ورځنیو سیالیو کې به پر لس غوره لوبغاړو کپونه، مډالونه او ستاینلیکونه وویشل شول.

هرات کې د کېک بوکسینګ څلویښتم پړاو سیالۍ ترسره شوې

Pa.azadiradio.com 

د کېک بوکسینګ څلویښتم پړاو سیالۍ نن شنبه (د کب ۲۳مه) په هرات ولایت کې ترسره شوې. د هرات د بدني روزنې ادارې سرپرست احمدجاوېد رسولي نن شنبه ازادي راډیو ته وویل چې دغه یو ورځنۍ سیالۍ د ولسوالیو د فعالو کلپونو ترمنځ د تنکیو ځوانانو، ځوانانو او لویانو په کټګوریو کې ترسره شوې چې ١٠٠ لوبغاړو په کې ګډون کړی وو. د ښاغلي رسولي په وینا، د دې سیالیو د ترسره کولو هدف د کېک بوکسینګ ورزش وده او په هرات ولایت کې به بنسټیزو پروژو څخه ملاتړ دی.

د ترانو په اړه د افغانستان د پوهنې وزارت پریکړې غبرګونونه پارولي

Pa.azadiradio.com 

یو شمېر مېرمنو په ټولنیزو رسنیو کې د خپلو ترانو په خپرولو سره د افغانستان د پوهنې وزارت د پریکړې پرضد اعتراض کړی. شااوخوا دوه کاله وړاندې، د افغانستان د پوهنې وزارت د ترانه ویلو د زده کړې د لومړي ملي فسټیوال کوربه و. خو له نږدې دوه کالو وروسته، درې ورځې وړاندې د پوهنې ریاست له خوا په یوه مکتوب کې وویل شول چې له دې وروسته به په هغه غونډو کې چې نارینه په کې حضور لري، له ۱۲ کالو څخه د پورته عمر ښځینه زده کوونکې ترانې نه شي ويلی. نور په دې ویډیويي راپور کې وګورئ:

ناروې او ډنمارک کې د 'اسټرازِنِکا' ځنډېدل؛ افغانستان: جانبي عوراض نه لري

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې دننه او بهر د کرونا ویروس ضد اسټرازِنِکا واکسین په اړه اندېښنې مطرح شوي چې ګوندې دغه واکسين جانبي عوارض لري. ‎خو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، دوی د روغتیا نړیوال سازمان او اروپایي ټولنې د ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ او معلوماتو پر بنسټ وایي چې دغه واکسین هېڅ ‌‌‌‌‌‌ډول جانبي عوارض نه لري. ‎د دغه وزارت ویاند غلام دستګیر نظري د شنبې (د کب ۲۳مه) په ورځ ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې تر اوسه په ټول هېواد کې له ۴۰ زرو زیاتو کسانو ته دغه واکسین تطبیق شوی چې د جانبي عوارضو په اړه يې تر اوسه کومه پېښه نه ده ثبت شوې. Читать дальше...

افغان چارواکو د خرما د معیاري مارکیټونو په جوړولو ټینګار وکړ

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې په هېواد کې د خرما د معیاري مارکیټونو په جوړولو ټینګار وکړ. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال یونس مومند نن شنبه (د کب ۲۳مه) ازادي راډیو ته وویل چې دوی په دې اړه د خرما له واردوونکو سره هم لیدلې دي. نوموړي وویل چې د خرما له واردونکو سره د لیدلو تر څنګ د خرما واردوونکو شرکتونو د شتو ستونزو او د باکیفیته خرما په واردولو خبرې کړي دي. که څه هم د خرما واردوونکي په سعودي عربستان کې د ویزو او برېښنایي پېژندپاڼو برخه کې ستونزې لري، خو د سوداګرۍ خونه وایي، هڅه کوي چې دا ستونزه هواره شي. Читать дальше...

د کانونو او پټرولیم وزارت د قاچاق مخنیوي لپاره مېکانېزم جوړ کړی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت د هلمند ولایت د کاني زېرمو د مدیریت، له استخراجي فرصتونو څخه د سالمې ګټه اخېستنې پر مسئلې ټینګار کوي. د دغه وزارت ویاند محمد عزیز غروال نن شنبه (د کب ۲۳مه) ازادي راډیو وویل چې په دې اړه جدي بحث شوی څو د قاچاق او غیرقانوني کیندنو مخنیوی يې وشي. نوموړي وویل چې وزارت د قاچاق د مخنیوي لپاره یو مېکانېزم هم جوړ کړی دی. د کانونو او پټرولیم وزارت او د هلمند ولایت محلي ادارې، په هغه ولایت کې د کانونو د غوره مدیریت په اړه لازمې سلا مشورې کړي دي. ښاغلی غروال وایي،... Читать дальше...

کابل کې ۱۳ تنه د جنایي جرمونو په تور نیول شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان په پلازمېنه کابل کې ۱۳ تنه د جنایي جرمونو په تور نیول شوي دي. د کابل امنیه قوماندانۍ نن شنبه (د کب ۲۳مه) په یوه اعلامیه کې ویلي چې دغه کسان د کابل ښار له بېلابېلو سیمو څخه د اُپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي دي.  پردغو کسانو د وسله والو غلاوو، وژنې، د غیرقانوني وسلو د لېږد او داسې نور تورونه پورې دي. اعلامیه زیاتوي چې له دغو کسانو څخه څلور میله وسله هم ترلاسه شوې ده.

چارواکي: د کندهار-ترینکوټ پر لارې ماین چاودنې ۳ تنه وژلي

Pa.azadiradio.com 

د کندهار ترینکوټ پر لویه لاره ماین چاودنې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۷ تنو ته مرګ ژوبله واړوله. د ارزګان والي محمد عمر شېرزاد رسنیو ته په استول شوي پیغام کې وویل چې دا پېښه نن شنبه (د کب ۲۳مه) سهار شوې ده.  نوموړي وویل: "نن سهار د کندهار – ترینکوټ پر لویه لاره د طالبانو له خوا ښخ کړل شوی ماین پر ملکي موټر وچاودېد چې په نتیجه کې یې ۳ تنه وژل شوي چې دوه یې نارینه او یو ماشوم دی. ۴ تنه نور ټپیان دي چې ۳ ماشومان او یوه ښځه ده." وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر او د ملګرو ملتونو سرمنشي پر افغانستان غږېدلي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن او د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوتیریش د افغانستان په اړه خبرې کړي دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جمعې (د کب ۲۲مه) په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل چې بلېنکن د ملګرو ملتونو له سرمنشي څخه په افغانستان کې د دایمي اوربند او د تل پاتې او عادلانه سیاسي توافق په اړه د خبرو د پرمخ وړلو په برخه کې د همکارۍ له ژمنې مننه وکړه. په دې اعلامیه کې نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.

تخار کې یو شمېر بې ځایه شوي کورنۍ: دولت دې یا مرسته راسره وکړي یا مو دې ووژني

Pa.azadiradio.com 

روان کال په تخار ولایت کې د جګړو او ناامنیو له کبله زرګونه کورنۍ له خپلو مېنو بې ځایه شوي چې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي. ۵۰ کلن محمدعباس چې د تالقان قُلبرس سیمې څخه جګړو را بې ځایه کړی وايي، کلي کې یې ژوند ښه و، خو اوس له بې شمېره ستونزو سره لاس او ګریوان دی. دی وايي: "ما څو ځلي د مهاجرینو ریاست ته عریضه وکړه، خو پام ورته ونه شو. موږ له دولته غواړو چې ډېر ژر زموږ ستونزې حل کړي." دوی د تخار له سیمه ییزو چارواکو غواړي چې په سیمه کې یې ورته امنیت تأمین کړي چې بېرته خپلو سیمو ته ستانه شي څوکروندې شاړې او باغونه نه یې وچ نه شي. Читать дальше...

Новости России
Москва

Юные керамисты школы №2120 выиграли три Гран-при конкурса «Мир дому твоему!»


چارواکي: غزني د کورنیو کډوالو له پلوه تر ټولو خطرناک ولایت دی

Pa.azadiradio.com 

په غزني ولایت کې په زرګونه کورنۍ د جګړو له امله بې ځایه شوي، ددې ولاتی د چارواکو په وینا که مرستې ورسره ونه شي ستونزې به رامنځ ته شي.  ۳۵ کلنه ملالۍ د اووه یتیمو اولادونو مور ده او له اندړو ولسوالۍ څخه غزني ښار ته د جګړو له امله راکډه شوې وايي، څلور کاله وړاندې یې خاوند له طالبانو سره په جګړه کې ووژل شو.  ملالۍ وايي خاوند یې د پولیسو په لیکو کې دنده ترسره کوله: "دلته موږ مهاجر یو، نه ګټن دوی لرو، له یوه خدایه بله هېڅ خوا نه لرو، موږ څه وخورو؟ په دغه دولت کې مو شهیدان او ټپیان ورکړي، نن دومره... Читать дальше...

ګلالۍ په ۸۵ زره افغانۍ خرڅه شوې وه

Mashaalradio.com 

د ګلالۍ مور نسیمې بي بي د مارچ پر ۱۲مه مشال ریډیو ته وویل، نه یوازې د هغې لور ګلالۍ بلکې پخپله هغه او یوه بله لور یې هم دغو کسانو (شازیې او اصف) دوکه کړي ول:

د کندهار د 'بای پاس' سړک رغنیزې چارې ۷۰ سلنه مخته تللي

Pa.azadiradio.com 

په کندهار ښار کې د بای پاس سړک چې د دغه ولایت د اوسېدونکو لپاره یوه حیاتي پروژه ده، د رغونې چارې یې ۷۰ سلنه پای ته رسېدلي او په راتلونکي یوه نیمه میاشت کې به ګټې اخېستنې ته وسپارل شي. د بای پاس په نوم دغه سړک د کندهار ښار په درېیمه ناحیه کې موقعیت لري چې د کندهار- کابل- کندهار- هرات او کندهار- سپين بولدک ټرانزيټي لارې سره نښلوي. پر دغه لار تلونکي موټر چلوونکي وايي، د لارې د خرابوالي له امله ډېر کله موټرونه چپه کېدل چې له امله یې دوی ته مالي زیانونه رسېدل. یو تن موټر چلوونکی بخت محمد یې په اړه... Читать дальше...

هرات ښار کې موټر بم چاودنې ۸ تنه ووژل او ۵۴ نور یې ټپیان کړل

Pa.azadiradio.com 

د هرات ښار په څلورمه حوزه کې د موټر بم چاودنه وشوه، د موټر بم هدف ظاهراً د ملي پولیسو ودانۍ په نښه کول وو. په هرات کې ځایي چارواکو ویلي چې په دغه موټر بم برید کې ۸ تنه وژل شوي او ۵۴ نور ټپيان شوي دي نور په دې ویډیويي راپور کې وګورئ:

د کوټې بولان میډیکل پوهنتون کې د کتاب ارزښت په اړه نندارتون

Mashaalradio.com 

د پښتونخوا زده کوونکو سازمان له لوري په بلوچستان کې له تېري یوې اوونۍ څخه د کتابونو ننداتون او د کتاب ارزښت په اړه په غونډې روانې دي. دوی غواړي چې زده کوونکي او د کتاب مینه والو ته په ارزانه بیه کتابونه ورسېږي، په راروانو وختونو کې به په بېلا بېلو تعلیمي ادارو کې دستورې او د کتابونو ننداتونونه جوړوي. نور حال د صمد شبنم په وېډیویي راپور کې وګوری.


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Елена Рыбакина

Камбэком обернулся матч вундеркинда из России перед стартом Еленой Рыбакиной в Мадриде






Водитель автомобиля сбил мальчика на велосипеде на переходе в Южном Бутове

«1418»: выставка секции «Арт-фото» ТСХР в зале «Лаврушинский`15»

Спецслужбы США: Не обнаружено доказательств причастности властей России к кончине Навального*

Заместители главы Химок провели обходы микрорайонов