امریکا کې د روسیې سفیر نن د اضطراري سلا مشورې لپاره مسکو ته ستون شو
د امریکا متحده ایالاتو لپاره د روسیې سفیر نن د اضطراري سلا مشورې لپاره مسکو ته ستون شو. د امریکا د ولسمشر جو بایډن لهخوا د هغه روسي سیال ولادیمیر پوتین ته د «قاتل» خطاب کولو د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچ نور هم زیات کړ. ولسمشر بایډن دا خبره څو ورځې مخکې په یوه ټلویزیوني مرکه کې وکړه چې وروسته ولادیمیر پوتین سم د لاسه په ځواب کې وویل چې د امریکا ولسمشر ته د ښه صحت هیله کوي. ده ویلي وو خلک هغه څه چې په ځان کې ګوري، په نورو کې هم ګوري. تر دې مخکې د امریکا په یوه استخباراتي راپور کې ویل شوي و چې... Читать дальше...