د افغان ښځینه زدهکوونکو پر ترانې ویلو بندیز اندېښنې وپارولې
د افغانستان د پوهنې وزارت نوې پرېکړې چې له مخې بهیې له ۱۲ کلونو لوړ عمر لرونکې ښځینه زدهکوونکې ترانې نهوایي د بشر حقونو څار نړیوال سازمان سختې اندېښنې راپارولې دي. دغه سازمان ویلي، دا پرېکړه د نجونو د فعالیتونو پر وړاندې د بندیزونو لا زیاتوالي ته زمینې برابروي او د افغانستان دولت باید د تاوتریخوالي په دې وضیعت کې محدودیتونه زیات نهکړي. د دغه سازمان د اسیا برخې مسؤلې پاترېشیا ګاسمن د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د کب ۲۰» ازادي راډیو ته په دې اړه وویل: "د اندېښنې وړ ده په داسې وضعیت... Читать дальше...