کورنیو چارو وزارت: تېرو دو کلونو کې پر کمال خان بند ۳۵ ترهګریز بریدونه شوي
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، تېرو دو کلونو کې پر کمال خان بند ۳۵ "ترهګریز" بریدونه شوي دي. د دغه وزارت ویاند طارق ارین رسنیو ته په استول شوي بیان کې ویلي، د دغو بریدونو له کبله ۳۹ امنیتي ساتونکي وژل یا ټپيان شوي او ۲۸ نور د دوی په ټکو د طالبانو لهخوا اسیران شوي دي. ارین دغهراز ادعا کړې چې پر دې بند ۹۸ بریدونه شنډ شوي او دغهراز هغه څلور کړۍ ماینونه هم کشف شوي چې د بند شاوخوا ځای پر ځای شوي وو. تر اوسه وسلهوالو طالبانو د کورنیو چارو وزارت د دغې ادعا په اړه څه نهدي ویلي.