Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2021

Новости за 20.03.2021

د نوې کال پیل ته د افغانستان د وګړو هیلې

Pa.azadiradio.com 

د ۱۳۹۹ کال په وروستۍ ورځ او د ۱۳مې پیړۍ په وروستي کال کې د افغانستان اوسېدونکي هیله لري چې نوی کال د سولې او آرامۍ په فضا کې پیل کړي. ډېری افغانان پر حکومت او وسله والو طالبانو غږ کوي چې اوربند وکړي. نور حال په دې ویډیو کې وګورئ:

هرات کې نوروز جشن ته د ښاریانو چمتوالی

Pa.azadiradio.com 

له سیمې د ازادي راډیو خبریال د هرات ښار له هرې څنډې د نوروز جشن په پار د چمتوالي عکسونه اخیستي او دا یو انځوریز راپور پرې جوړ کړی دی. دلته یې کتلئ شئ:

حمد الله محب: امنیتي سکټور کې وروستي بدلونه د اصلاحاتو په هدف شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د جمهور رئیس د یوې پریکړې پر بنسټ تېره ورځ د کورنیو چارو وزیر مسعود انداري له دندې لېرې او پرځای یې د کندهار پخوانی والي حیات الله حیات وټاکل شو. د جمهور رئیس د دې پریکړه په اړه د مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله غبرګون وښود. د ښاغلي عبدالله د دفتر له لوري په یوه اعلامیه کې ویل شوي چې دغه پریکړه د سیاسي هوکړې خلاف عمل دی. په دې اعلامیه کې ویل شوي چې پرته له کوم موجه دلیل څخه د افغانستان اسلامي جمهوریت د کورنیو چارو د وزیر محمد مسعود اندرابي د ګوښه کېدو او پرځای یې د نوي سرپرست... Читать дальше...

د عليپور پر قانوني تعقیب د لوړوپوړو چارواکو ټینګار

Pa.azadiradio.com 

لوړ پوړو افغان امنیتي چارواکو نن کابل کې ټینګار وکړ چې میدان وردګو کې د سیمه ایزو وسلوالو قومندان عبدالغني علیپور باید د خپلو کړنو ځواب ووايي. دفاع وزارت ویلي چې د میدان وردګو په بهسودو ولسوالۍ کې د ملي اردو یوه هیلوکوپټر د علیپور د وسلوالو له خوا نسکوره شوې. د چارشنبې په شپه ددې څرخي الوتکې نسکوریدو کې د پیلوټاڼو په شمول د ملي اردو نهه تنه منسوبین ووژل شول. نورې په دې راپور کې وګورئ.

پروان کې د ارغوان ګل جشنواره، د بزګر او نوروز جشنونه ونمانځل شول

Pa.azadiradio.com 

په پروان ولایت کې نن شنبه (د کب ۳۰مه) د ارغوان ګل نهمه ملي جشنواره او دغه راز د بزګر او نوروز جشنونه ونمانځل شول.  دغه مراسم د پروان په ګل غونډۍ تپه کې ترسره شول چې د بېلابېلو ولایتونو چاروکو، فرهنګیانو او ځوانانو ګډون په کې کړی و.  د مراسمو ګډونوالو د جګړې له دواړو خواوو د سولې غوښتنه وکړه.  ګل غونډۍ کې هر کال خلک راټولیږي او په شور او زوږ سره د نوي کال جشن جوړوي.

د پاکستان صدر اعظم عمران خان په کووېډ-۱۹ ناروغۍ اخته شوی

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان صدر اعظم عمران خان په کووېډ-۱۹ ناروغۍ اخته شوی دی. د پاکستان د روغتیا وزیر د دې خبر په تایید سره ویلي چې دوه ورځې وړاندې عمران خان ته د کرونا ضد واکسین هم شوی و.  د پاکستان د روغتیا سلاکار فیصل سلطان نن شنبه پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل چې خان دا مهال په خپل کور کې د قرنطین په حال کې دی.  سینوفارم یوازنی واکسین دی چې پاکستان کې د کرونا پر ضد کاریږي.   چین د دغه واکسین نیم میلیون ډوزه پاکستان ته ورکړي دي.  پاکستان کې چې ۲۲۰ میلیونه نفوس لري تر اوسه د کرونا څه باندې یوولس نیم میلیونه... Читать дальше...

افغان حکومت د نوروز جشن د سیمې د هېوادونو د سفیرانو په ګډون ارګ کې نمانځي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، د نوروز جشن به د لوړپوړو چارواکو او د سیمې د هېوادونو د سفیرانو په ګډون په ځانګړو مراسمو کې په ارګ کې ونمانځي. د جمهور رئیس مرستیال ویاند دواخان مینه پال ازادي راډیو ته وویل: "نوی کال د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې په ارګ کې نمانځل کېږي، جمهور رئیس به د نوي کال مراسمو کې ګډون وکړي، د نوي کال د حوزې سفیران هم را غوښتل کېږي، دا جشن په ټول هېواد کې په ځانګړو مراسمو کې ونمانځل شي." ښاغلي مینه پال زیاته کړه، د نوي کال جشن به په مزار شریف، کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې د سخي جنډې په پورته کېدو سره ونمانځل شي. Читать дальше...

د کابل د نجونو لوبډلې د ویلچیر باسکېټبال ټورنمنټ اتلولي وګټله

Pa.azadiradio.com 

د کابل د نجونو لوبډلې د افغانستان د ویلچیر باسکېټبال ټورنمنټ اتلولي وګټله. د ویلچیر باسکېټبال فدراسیون مشر شکرالله زیرک نن شنبه (د کب ۳۰مه) ازادي راډیو ته وویل چې د ملي ټورنمنټ دغه سیالۍ چې څلور ورځې وړاندې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې په ملاتړ پیل شوې وې، نن د کابل نجونو په اتلوالۍ سره پای ته ورسیدې.  ښاغلی زیرک وایي، د کابل د نجونو باسکېټبال لوبډلې په پایلوبه کې له هرات لوبډلې سره مخ شوه چې کابل په ٣٣ امتیازاتو سره لومړی او هرت له ٣٢ امتیازونو سره دوهم ځای خپل کړ. د نوموړي په وینا، دې سیالیو... Читать дальше...



جاپان به سږ د المپیکي سیالیو لپاره د٩٠ زرو کسانو کوربه وي

Pa.azadiradio.com 

جاپان به د سږکال په المپیک سیالیو کې د لږ تر لږه ٩٠ زرو کسانو کوربه وي. د ورزشي رسنیو د معلوماتو پر بنسټ، جاپان په دې هڅه کې دی چې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره له ٩٠ زرو څخه د ډېرو بهرنیانانو د تګ مخه ونیسي. دغه شمېر د روغتیایي تړونونو د پلي کېدو او کرونا ویروس مخنیوي په هدف ترسره کېږي. ویل کېږي چې د توکیو المپیک سیالیو کې به ١٥ زره لوبغاړي لوبېږي او ٧٥ زره نور به لوبڅاران،خبریالان، مالي ملاتړ کوونکي او د ټیمونو ملاتړي وي. ټاکل شوې وه چې د توکیو المپیک سیالۍ د۲۰۲۰ میلادي کال په اوړي کې وشي،... Читать дальше...

د کمال خان بند د پرانېستې په درشل کې هرات کې دوه سیالۍ ترسره شوې

Pa.azadiradio.com 

د کیک بوکسینګ سیالۍ په هرات ولایت کې ترسره شوې. د هرات د ورزش او بدني روزنې سرپرست رئیس احمد جاوېد رسولي نن شنبه (د کب ۳۰مه) ازادي راډیو ته وویل چې دغه سیالۍ د کمال خان بند د پرانېستلو په مناسبت په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو او کابل، هرات، کاپیسا، بادغیس څخه د ٤٠ لوبغاړو په ګډون تېره ورځ پیل شوې. د ښاغلي رسولي په وینا، سیالۍ د یوې ورځې لپاره وې او پرون ماښام پای ته ورسېدې. د کمال خان بند د پرانېستو په درشل کې نن په هرات ولایت کې د ټینس سیالۍ ترسره شوې.  د هرات د ټینس فدراسیون فني مرستیال... Читать дальше...

کمال خان بند د وري په ۴مه پرانېستل کېږي؛ دغه بند څومره نور اهمیت لري؟

Pa.azadiradio.com 

کمال خان بند ګټې اخېستنې ته سپارل کېږي، د افغانستان د اوبو د چارو تنظیم ملي اداره وايي، د ۱۴۰۰ کال په پیل سره به د وري میاشتې په ۴ مه نېټه د کمال خان بند پرانېستل شي. د دې ادارې ویاند نظام الدین خپلواک د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دغه بند به د جمهور رئیس او نورو افغان لوړپوړو چارواکو له خوا پرانېستل شي: " د کمال خان بند به د ۱۴۰۰ کال د وري میاشتې په څلورمه نېټه د افغان جمهور رئیس، د کابیني غړو او نور لوړ پوړو چارواکو له خوا پرانېستل شي، دغه پرانېسته به د نیمروز ولایت ټولې خړې دښتې خړوبې کړي او دا د ټولو افغانانو غوښتنه وه. Читать дальше...

وزیر اعظم عمران خان په کورونا وايرس اخته شوی

Mashaalradio.com 

پاکستاني چارواکو د مارچ پر ۲۰مه تایید کړه چې د دغه هیواد وزیراعظم پر کورونا اخته شوی او اوس مهال یې ځان قرنطین کړی دی. د روغتیا په چارو کې د وزیراعظم سلاکار ډاکټر فیصل سلطان په ټویټر پاڼه په لنډ پیغام کې لیکلي، وزیراعظم عمران خان کورونا شوی او دا مهال په خپل کور کې یې ځان له نورو ګوښه کړی دی. د عمران خان کور د اسلام اباد په بني ګاله سیمه کې دی. عمران خان ته کورونا وایرس په داسې حال کې لګېدلی چې نوموړي د مارچ پر ۱۸مه د کورونا واکسین هم لګولی و. د پاکستان د منصوبه بندۍ وفاقي وزیر اسد عمر پر... Читать дальше...

طالبان: مسکو کې د عملیاتو د کمېدو طرحه وړاندیز شوې، نه د اوربند

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د قطر دفتر ویاند وایي، په مسکو غونډه کې دوی د عملیاتو د کمېدو طرحه وړاندیز کړې، نه د اوربند.  محمد نعیم ازادي راډیو ته وویل، د دوی طرحه کې ویل شوي چې د جګړې ټولې خواوې به عملیات کموي او دغه راز به د طالبانو او امریکا د دوحې د تړون ټولې مادې عملي کېږي.  ښاغلي نعیم په دې اړه نور جزئیات ورنه کړل، خو د مسکو له غونډې با خبره دوو نورو سرچینو د نوم نه ښودو په شرط ازادي راډیو ته ویلي، طالبانو د درېیو میاشتو لپاره د اوربند مشروطه موافقه کړې ده.  د دغو سرچینو په باور، طالبانو ویلي، که یې ۷... Читать дальше...

سرچینې وايي طالبان درې میاشتني اوربند ته رضا شوي

Mashaalradio.com 

یوې سرچینې چې په مسکو کې یې د افغان دولت او طالبانو په پرونیو غونډو کې ګډون درلود، مشال راډیو ته ویلي چې طالبان امریکايانو سره په یو ډول لنډ مهالي اوربند سره سلا شوي دي. دغه سرچینه چې د موضوع د حساسیت له کبله نه غواړي نوم یې واخېستل شي، مشال راډیو ته ویلي، طالبانو امریکايانو سره په یوې نوې امنیتي طرحې هوکړه کې چې پر بنسټ به یې، دغه ډله تر درې میاشتو پورې د ښارونو په مرکزونو بریدونه نه کوي او دغه شان به د ولسوالیو مرکزونه هم نه نیسي. دا سرچینه وايي، له رسمي غونډې پرونۍ (د مارچ د ۱۹مې) غیر رسمي خبرې ښې وې. Читать дальше...

کرونا؛ تمه ده جرمني بیړني اقدامات اعلان کړي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې جرمني دغه هېواد کې د کرونا د پېښو د پام وړ زیاتوالي لپاره بیړني اقدامات اعلان کړي.  د جرمني صدر اعظمې انګېلا مېرکل دا خبره پرون جمعه له دولتي چارواکو سره تر ملاقات وروسته وکړه.  د اروپا دا ستر اقتصاد لرونکی هېواد دا مهال د کرونا له درېیمې څپې سره مخامخ دی او ډېرې پېښې په کې د دغه ویروس د بریتانوۍ بڼې دي.  میرمن مېرکل ویلي، دې فکر کاوه چې له بیړنیو حالاتو پرته به حالات قابو کړي، خو په خبره یې د تېرو ورځو پېښو ته په کتو دا کار امکان نه لري.  دا خبره داسې مهال کېږي چې د جرمني په ګډون... Читать дальше...

د امریکا د دفاع وزیر خپل هندي سیال سره په پوځي اړیکو غږېدلی

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د دفاع وزیر لوېد اسټن له خپل هندي سیال راجنات سینګ سره د دواړو هېوادونو په پوځي اړیکو بحث کړی دی.  د دوی ترمنځ ملاقات نن د مارچ په شلمه په نوي ډیلي کې وشو.  د اسټن دوه ورځنی سفر د جوبایډن له ولسمشر کېدو وروسته هند ته د امریکایي چارواکو لومړنی سفر بلل کېږي.  د دواړو لوریو په خبرو کې به په سیمه کې د چین د نفوذ، د هندوستان او امریکا ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا او د پوځي همکاریو موضوع شامله وه.  هندوستان په پام کې لري له امریکا ۱۵۰ جنګي جټ او په لسګونو نورې بې پېلوټه الوتکې واخلي.

منیژه د روسیې په استازولۍ سندرې وايي

Pa.azadiradio.com 

تاجک ټبرې سندرغاړې منیژه چې اوس په مسکو کې اوسیږې د مې په میاشت کې د یرو ویژن په نوم د موسیقۍ سیالیو کې د روسیې په استازولۍ ګډون کوي. هغې ویلي چې د سندرو مضمون یې هویت دی او خپل ځان نه تاجک او نه هم روسۍ ګڼي. نور په دې راپور کې وګورئ او له دوستانو سره هم شریک کړئ

دفاع وزارت: میدان وردګو کې هليکوپټره د عليپور کسانو ویشتلې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان دفاع وزارت وایي، څېړنو یې ښودلې چې د میدان وردګو ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د ملي اردو هليکوپټره د قوماندان عليپور کسانو ویشتلې ده.  دا خبره د دغه وزارت د ویاند مرستیال فواد امان ازادي راډیو ته وکړه او په خبره یې د پيښې په اړه د دوی څېړنې هم پای ته رسیدلي دي.  دا څرخي الوتکه د تېرې پنجشنبې په شپه وویشتل شوه چې ۴ عمله او ۵ د ملي اردو سرتیري په کې ووژل شول.  پرون سیمه ییز پاڅونوال عبدالغني علیپور چې په قوماندان عليپور مشهور دی ازادي راډیو سره خبرو کې دا پیښه توجیه کړه، ځکه د ده په وینا جنګي حالت کې شوې ده. Читать дальше...

د توکمپالنې خلاف مبارزه کوو: بایډن

Mashaalradio.com 

د امريکا ولسمشر جوبايډن او د هغه مرستيالې کاملا هېرس له توکمپالنې سره د مبارزې کولو هوډ څرګند کړی. جو بايډن او کاملا هېرس د مارچ په ۱۹مه د اټلانټا ښار د دلاسا کولو هڅه او توکمپالنې غندنه څو وروځې وروسته له هغې کړې چې يو وسله وال تن د شپږو اسيايې ښځو په ګډون اته کسان د مساج په درېو ځايونو کې ووژل. په جورجيا ايالت کې د امريکايۍ/اسيايۍ ټولنې له مشرانو سره تر خبرو وروسته بايډن په يو لنډه وينا کې وويل، په امريکا کې نفرت او تشدد اکثره له خاموشۍ سره مخ شوی خو د هغه په وینا دا دود بايد چې بدل شي ځکه... Читать дальше...

Новости России
Москва

Сегодня в России отмечается День работника скорой помощи


د غور د تېورې ولسوال د ماین په چاودنه کې ووژل شو

Pa.azadiradio.com 

د غور ولایت د تېورې ولسوال محمد رفیق اعلم د ماین په چاودنه کې ووژل شو.  د تېورې امنیه قوماندان حبیب الرحمان ملکزاده ازادي راډیو ته وویل، ولسوال د ده پر موټر د نښلول شوي ماین په چاودنه کې هغه مهال ووژل شو چې له کوره دندې ته پر لاره و.  د غور د ولایت ویاند زلمي کریمي هم پیښه تایید کړې ده.  د غور چارواکي وايي، چاودنه د تیورې لرې پروت عاشقانو کلي کې شوې نو ځکه یې په اړه ډېر معلومات نه لري.  دوی دا د طالبانو کار بولي، خو طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

سوله؛ افغان دولتي پلاوی د مسکو له غونډې بېرته راستون شو

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د دولت پلاوی تېره شپه د مسکو له غونډې بېرته راستون شو.  د پلاوي مشر او د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله ویلي، د روسیې، امریکا، چین او پاکستان ابتکار به د جګړې د پای ته رسولو لپاره مهم ګام وي.  ده پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، دې غونډه کې د سولې بهیر پر چټکتیا او له رامنځته شوي فرصته په استفادې او ورته نورو مسایلو خبرې شوي دي.  بل لور ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د سولې په اړه په مسکو کې وروستۍ غونډه مهمه وبلله.  د دغه وزارت ویاند زاهد حفیظ چوهدري، پرون په... Читать дальше...

افغان حکومت او طالبان د سولې د خبرو په ګړندۍ کولو سلا شوي

Mashaalradio.com 

افغان حکومت او طالبان په ماسکو کې د سولې خبرو په ګړندۍ کولو سلا شوي دي. يو مشر افغان چارواکی وايې حکومت او طالبان پر دې سلا شوي چې د لسيزو جګړې ختمولو په هدف د سولې خبرو د ګړندۍ کولو يوه هڅه وکړي. د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د مارچ پر ۱۹مه، د روسيې ريا خبري اژانس سره په خبرو کې وويل چې له طالبانو سره په غونډه کې دوی په کومو مشخصو مسايلو خبرې نه دي کړي. خو نوموړی وايي چې افغان حکومتي ډلې د سولې پروسې ګړندۍ کولو لپاره چمتووالی وښود او طالبان هم په دې نظر وو چې دا خبرې باید چټکې شي. Читать дальше...

د شنو ممیزو د پروسس برخه کې د پانګونې هوکړه لیک لاسلیک شو

Pa.azadiradio.com 

د شنو ممیزو د پروسس او صادراتو په برخه کې د ۲۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د پانګونې هوکړه لیک لاسلیک شوه. د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي ازادي راډیو ته وویل چې دغه تړون نن شنبه (د کب ۳۰مه) د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د ودې سکټوري پروژې او د انار کرنیزو خدماتو شرکت ترمنځ اسلیک شو. چارواکي وایې، دا پروژه د هېواد د ملي اقتصاد په وده کې ستر رول لوبولی شي او د ځان بسایني په لور یو ستر ګام دی. د کرنې وزارت وایې، د دې پروژې په پلي کولو سره به د صادراتو کچه لوړه... Читать дальше...

د طالبانو-امریکایانو هوکړه؛ طالبان: تر ۳ میاشتو پر ښارونو بریدونه نه کوو

Pa.azadiradio.com 

یوې سرچینې چې مسکو کې یې د افغان دولت او طالبانو په پرونیو غونډو کې ګډون درلود، ازادي راډیو ته ویلي چې طالبانو امریکايانو سره په یو ډول لنډ مهالي اوربند سره سلا شوي دي. دغه سرچینه چې د موضوع د حساسیت له کبله نه غواړي نوم یې واخېستل شي، ازادي راډیو ته ویلي، طالبانو امریکايانو سره په یوې نوې امنیتي طرحې هوکړه کې چې پر بنسټ به یې، دغه ډله تر درې میاشتو پورې د ښارونو په مرکزونو بریدونه نه کوي او دغه شان به د ولسوالیو مرکزونه هم نه نیسي. د سرچینې په خبره، طالبانو ویلي که امریکایان د مې میاشتې په لومړیو... Читать дальше...

د کندز ځینې بزګران: کروندې مو د جګړې لومړۍ کرښه ده؛ ځمکې مو شاړیږي

Pa.azadiradio.com 

هغه کډوال چې د کندز له شااوخوا ولسوالیو جګړو د دې ولایت ښار ته را بې ځایه کړي ډېری یې بزګران،کروندګر او بڼوال دي. دوی وايي، کروندې، باغونه او مالدارۍ ترې پاتې او یوازې سرونه یې راایستلي او په وینا یې په ښار کې د کډوالۍ ستونزې ګالي. د دې کډوالو له ډلې۵۰ کلن رحمت الله چې د خان اباد ولسوالۍ د نواباد له سیمې راغلی وايي، سیمه یې د جګړې لومړۍ کرښه ده: "جګړو راڅخه کرنیزې ځمکې او باغونه پاتې کړل، خپلو سیمو ته ورتلای نه شو خو کروندو ته مو اندېښنه زیاته ده." دی د جګړې له دواړو خواوو د اوربند غوښتنه... Читать дальше...


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Елена Рыбакина

Елена Рыбакина рассказала о проблемах на турнире в Мадриде






Пожарные отметили профессиональный праздник в Орехово-Зуеве

"Меня как током прошибло": охота за накоплениями чебоксарки приняла новый оборот

Фигурист Семененко проводит сборы в Италии

Синоптик Тишковец назвал редкостью для Москвы прошедший накануне сильный ливень