Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2021

Новости за 26.03.2021

د کابل ښاري بسونه، ښار کې د ترانسپورټي ستونزو د کمېدو لپاره ګام

Pa.azadiradio.com 

پنځو نويو ښاري بسونو د پنجشنبې په ورځ په امتحاني ډول کابل کې فعاليت پيل کړ. تمه کېږي چې ډېر زر به ددې ښاري بسونو شمېر دوه سوو ته ورسېږي. کابل چې د افغانستان ګڼ ميشتی ښار دی، د ښاري ټرانسپورټ منظم سيستم نه لري او استوګن يې تل په دې برخه کې له ستونزو شکايت کوي. نور په دې راپور کې وګورئ او دوستانو سره يې هم شريک کړئ.

کاغذبادونه چې د سولې پيغام يې لېږدوه

Pa.azadiradio.com 

د کابل اسمان په تېرو دوه ورځو کی په رنګارنګ کاغذ بادونو ښکلی شوی و. د کاغذ بادونو دې پروګرام د لسګونو کسانو پاملرنه ورواړوله او ګڼ نور يې بوخت کړل. نور په دې راپور کی وګورئ او له ملګرو سره يې شريک کړئ

افغان کرکټ ملي لوبډلې د کمال خان بند د پرانیستو په ویاړ خپل‌منځي سیالۍ وکړه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې نن د کمال خان بند د پرانیستو په ویاړ د کابل د کرکټ په نړیوال لوبغالي کې یوه ۲۰ اووریزه لوبه وکړه.  په دې لوبه کې ملي لوبډله په دوو برخو وېشل شوې وه چې یوه‌یې 'د کمال خان د جوړوونکو' او بله 'د کمال خان بند د ساتونکو' په نوم د سیالۍ ډګر ته راغلې.  لوبه د کمال خان بند جوړوونکو پیل کړه. دې لوبډلې په ۲۰ اوورونو کې ۲۲۵ منډې وکړې او سیالې لوبډلې ته‌یې د ۲۲۶ منډو هدف وټاکه.  خو د کمال خان بند ساتونکو لوبډلې په ۱۹ اوورونو کې دا لوبه وګټله. د کابل د کرکټ په نړیوال لوبغالي... Читать дальше...

د امریکا ولسمشر: چین ته به اجازه ورنه‌کړم چې د نړۍ په لومړي قدرت بدل شي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا ولسمشر جو بایډن ژمنه کړې چې چین ته به اجازه ورنه‌کړي چې د نړۍ په لومړي قدرت بدل شي.  ښاغلي بایډن پرون د مارچ په ۲۵مه په خپله خبري غونډه کې وویل چې پر چین به د سوداګرۍ په څېر بېلابېلو برخو کې فشارونو ته دوام ورکړي، بایډن د چین ولسمشر د روسیې ولسمشر ته ورته شخصیت وباله. ښاغلی بایډن زیاتوي: "ولسمشر شي جین پېنګ په خپل بدن کې حتی د ډیموکراسۍ یو کوچنی هډوکی هم نه‌لري، خو هوښیار سړی دی. دی د ولسمشر ولادیمیر پوتین په شان سړی دی چې فکر کوي استبداد د راتلونکې لپاره غوره لاره ده او داسې انګېري... Читать дальше...

میانمار کې د کودتا پر ضد د مظاهرو پر مهال د وژل شویو شمېر له ۳۰۰ واوښت

Pa.azadiradio.com 

په میانمار کې د فعالانو یوه ډله وايي چې د پوځي کودتا پر ضد د مظاهرو پر مهال د وژل شویو کسانو شمېر نن له ۳۰۰ واوښت.  له سیاسي بندیانو سره د مرستې ټولنې چې د وروستیو اعتراضونو په ترڅ کې د مړینو او توقیفونو جزئیات ثبتوي، نن وویل چې د ۳۲۰ کسانو وژل کېدل‌یې ثبت کړي، خو دا ټولنه چې پرون د مارچ په ۲۵مه نېټه‌یې د ۱۱ معترضانو د وژل کېدو خبر ورکړ وايي چې دا یوازې له دوی سره د ثبت شویو کسانو شمېره ده. د فعالانو د دې ټولنې په وینا د تلفاتو اصلي شمېر ښايي تر دې خورا زیات وي.  په برما کې د فبروري د لومړۍ... Читать дальше...

افغان لوبغاړو د کرکټ خپلمنځي سيالۍ ترسره کړه

Pa.azadiradio.com 

کابل کې نن د افغان کرکټ بورډ له لوري د کمال خان بند جوړېدو په مناسبت ۲۰ اوريزه لوبه ترسره شوه چې زرګونه کسان‌یې ليدلو ته ورغلي وو. ګلبدین نایب چې د کمال خان بند ساتونکو لوبډلمشر وو له يوې په زړه پورې لوبې وروسته‌يې د نجيب‌الله ځدراڼ په مشرۍ د کمال خان بند جوړوونکو لوبډلې ته ماته ورکړه.

جو بایډن: امریکایي ځواکونه به راتلونکی کال په افغانستان کې حضور ونه‌لري

Pa.azadiradio.com 

د امریکا ولسمشر جو بایډن وايي، د مې تر لومړۍ نېټې له افغانستانه د ټولو امریکايي ځواکونو وتل سخت کار دی، خو هغه په عین حال کې ټینګار وکړ چې امریکایي ځواکونه به راتلونکی کال په افغانستان کې حضور ونه‌لري. ښاغلي بایډن پرون پنجشنبه د ولسمشر په توګه په خپل لومړۍ خبري غونډه کې دا څرګندونې وکړې. هغه وویل چې دی نه‌غواړي ۲،۵۰۰ امریکايي سرتېري د اوږدې مودې لپاره په افغانستان کې پاتې شي. د امریکا او طالبانو ترمنځ د ۲۰۲۰م کال د فبرورۍ میاشتې د ۲۹مې د موافقې له مخې ټول بهرني ځواکونه د طالبانو له‌خوا د امنیتي... Читать дальше...

افغان پوځ په خوست کې ۱۱۰۰ نوي سرتېري ګوماري

Mashaalradio.com 

د ۲۰۳ تندر قول اردو قوماندان جنرال میرویس ساپي وویل، دا مهال د سویل ختیزو ولایتونو جوپې-جوپې ځوانان د ملي اردو لیکو ته ور روان دي او دوی د ځوانانو په دې روحیه ویاړي.



د جنسي تېري د قرباني شوي ماشوم کورنۍ عدالت غواړي

Pa.azadiradio.com 

د هغې ماشومې کورنۍ چې وايي، جنسي تېری پرې شوی دی د عدالت غوښتنه کوي. د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د دې پېښې په اړه ویلي چې په کابل کې پر دې نهه کلنې ماشومې د جنسي تېري تورونه باید سمدستي وڅېړل شي. د دې سازمان موندنې ښیي چې په ۲۰۲۰ کال کې د نجونو په وړاندې د جنسي تاوتریخوالي ۳۴ قضیې ثبت شوې دي.

کابل کې د کاغذي ګوډۍ جشنواره

Pa.azadiradio.com 

د کاغذي ګوډۍ جشنوارې ګڼ شمېر ماشومان او ځوانان د کابل غونډیو ته تګ ته هڅولي دي. دغه جشنواره د سولې د راتلو په هدف جوړه شوې ده.

د اروپایي ټولنې غړي هېوادونه د کرونا ضد واکسین د وېش پر سر موافقې ته ونه‌رسېدل

Pa.azadiradio.com 

د اروپايي ټولنې مشران د دې ټولنې په غړو هېوادونو کې د کرونا ویروس پر ضد د واکسین د وېش پر سر د اختلاف په حل بریالي نه‌شول. دوی خبرداری ورکړ چې دا اختلاف ښايي د دې ټولنې له‌خوا بهر ته د دې واکسین د ځینو ډولونو پر صادرولو د بندیز باعث شي. د اروپايي کمېسیون مشرې اورزولا فن دیر لاین د اروپايي ټولنې په پرونۍ انلاین سرمشریزه کې وویل چې دا ټولنه به بریتانیا او نورو هېوادونو ته د کرونا ویروس ضد واکسین صادرولو ته تر هغه وخته اجازه ورنه‌کړي چې د درمل جوړولو کمپنۍ اروپايي ټولنې ته د واکسین د ورکولو لپاره پر خپلو ژمنو عمل ونه‌کړي. Читать дальше...

جرمني په افغانستان کې خپل پوځي حضور وغځاوه

Pa.azadiradio.com 

جرمني په افغانستان کې خپل پوځي حضور تر ۲۰۲۲ کال پورې وغځاوه. دا پرېکړه د مې له لومړۍ نېټې وروسته چې د امریکا او طالبانو د سولې د موافقې په اساس له افغانستانه د ټولو نړیوالو ځواکونو د وتلو مهلت دی په هېواد کې د جرمني ځواکونو پاتې کېدو ته لاره اواروي. په افغانستان کې د جرمني پوځي مأموریت د مارچ په ۳۱مه پای ته رسېږي. د جرمني پارلمان پرون پنجشنبه هغه لایحه تصویب کړه چې په افغانستان کې د شاوخوا ۱،۳۰۰ جرمني سرتېرو پاتې کېدل تأییدوي. د افغانستان حکومت د جرمني د پرېکړې هرکلی کړی، خو طالبانو یې پر وړاندې کلک مخالفت څرګند کړی دی.

بلاروس کې د الکساندر لوکاشینکا ضد اعتراضونو د شپږم ځل لپاره دوام وکړ

Pa.azadiradio.com 

په بلاروس کې د ۲۰۲۰ کال د اګسټ میاشتې له انتخاباتو راوروسته چې الکساندر لوکاشینکا په‌کې ځان د شپږم ځل لپاره بریالی اعلان کړ، اعتراضونه روان دي.  مظاهره‌چیان وايي، د اګسټ میاشتې په انتخاباتو کې پراخه درغلي شوې ده. دوی د الکساندر لوکاشینکا د استعفا او د بیاځلي انتخاباتو غوښتونکي دي.  د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نید پرایس پرون (د مارچ ۲۵) چې په ۱۹۱۸ کال کې د لنډ وخت لپاره د بلاروس د خپلواک هېواد د تأسیس ورځ وه، پر خپله ټویټرپاڼه وکښل: "موږ په مبارزه کې د بلاروس ترڅنګ ولاړ یوو." د بلاروس... Читать дальше...

امریکا د شمالي کوریا د بالیستیک توغندیو ازموینه بې‌ثباتوونکی اقدام وباله

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحده ایالاتو د شمالي کوریا له‌خوا د بالیستیک توغندیو ازموینه بې‌ثباتوونکی اقدام وباله او ویې‌غندله. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه اعلامیه کې وویل، دغه ازموینه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له ګڼو پرېکړه‌لیکونو سرغړونه وه چې سیمې او نړیوالې ټولنې ته ګواښ پېښوي. شمالي کوریا پرون پنجشنبه وویل، داسې نوي جوړ کړي توغندي یې ازمویلي چې په تاکتیکي لحاظ رهبري کېدل. د شمالي کوریا دولتي اژانس (KCNA) راپور ورکړی دغو توغندیو چې د ټکنالوژۍ نویو غوښتنو ته په پام جوړ شوي، دوه‌نیم ټُنه سروکي لېږدول.

چین په بریتانیا کې پر ځینو سازمانونو او افرادو بندیزونه ولګول

Pa.azadiradio.com 

چین په بریتانیا کې پر ځینو سازمانونو او افرادو د هغه څه له کبله بندیزونه ولګول چې پیکېنګ‌یې "په ناوړه ډول د درواغو او غلطو معلوماتو خپرول" یادوي. چین وايي دغه غلط معلومات د اقلیت اویغور مسلمانانو په وړاندې د چین د چلند په اړه خپاره شوي دي. د چین د بهرنیو چارو وزارت نن جمعه په یوه اعلامیه کې وویل، د دوی له‌خوا دغه بندیزونه پر څلورو شرکتونو او د بریتانیا د پارلمان د وکیلانو په ګډون پر نهو افرادو لګول شوي دي. دا تحول د چین په شمال لوېدیځه سیمه شینجین کې له بشري حقونو د سرغړونو له کبله د ډیپلوماتیکو اړیکو د ترینګلتیا تازه مورد دی. Читать дальше...

اروپايي ټولنې د کرونا ضد واکسین د تولید پر زیاتولو موافقه وکړه

Pa.azadiradio.com 

د اروپايي شورا مشر شارل میشل وايي، اروپايي ټولنې په اروپا کې د کرونا ضد واکسین د تولید پر زیاتولو موافقه وکړه. د اروپايي ټولنې د ۲۷ غړو هېوادونو مشرانو پرون په یوه انلاین سرمشریزه کې له کرونا وبا څخه د خلاصون پر لارو چارو خبرې وکړې. د اروپايي کمېسیون مشرې اورزولا فن دیر لاین پرون په یوه ټویټ کې ویلي: "اروپايي ټولنې له ډسمبر میاشتې راهیسې ۳۳ هېوادونو ته د واکسین ۷۷ ملیونه دوزه صادر کړي دي." اروپايي ټولنه بېلابېلو برخو ته د واکسین نږدې ۸۸ ملیونه دوزه د رسولو په حال کې ده، تر ۱۸ ملیونو او ۲ لکو ډېرو کسانو ته دغه واکسین لګول شوی دی.

د هند چینای سوپر کېنګز لوبډلې راتلونکي 'IPL' لپاره یو افغان لوبغاړی ورغوښتی

Pa.azadiradio.com 

د هند چینای سوپر کېنګز لوبډله وايي چې د دغه هېواد د راتلونکي غوره لیګ یا (IPL) لپاره‌یې یو زلمکی افغان لوبغاړی فضل حق فاروقي په پام کې نیولی دی.  فاروقي به په چینای سوپر کېنګز لوبډله کې د جنوبي افریقا د تېز باولر هاردوس ویلجوین ځای ونیسي.  فاروقي مومبیي ته روان شوی چې د هند د غوره لیګ تر پیلېدو مخکې له چینای سوپر کېنګز سره تمرین وکړي.  فاروقي چې کیڼ لاسی توپ اچوونکی دی، تر اوسه په ۱۲ لومړی درجه سیالیو کې لوبېدلی او ۲۲ وېکټې یې اخیستي دي.

فرانسې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د ټاکنې هرکلی وکړ

Pa.azadiradio.com 

فرانسې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي په توګه د ژان ارنو د ټاکنې په خاطر د دې سازمان د سرمنشي د پرېکړې هرکلی وکړ.  د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه بیان کې وویل چې ارنو ته په نوې دنده کې د بري هیله لري، خو په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کچې پر زیاتوالي اندېښنه لري.  دغه وزارت ویلي چې تاوتریخوالی په افغانستان کې د بشردوستانه هڅو د لارې خنډ کېږي. فرانسې همداراز ویلي چې ښاغلي ارنو ته ډاډ ورکوي چې په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره له ده سره په مأموریت کې بشپړه همکاري کوي.

Новости России
Москва

Шапки женские на Wildberries — скидки от 398 руб. (на новые оттенки)


خوست کې د امنیت د لا ټینګښت لپاره ۱،۱۰۰ نوي سرتېري په دنده وګومارل شول

Pa.azadiradio.com 

په خوست کې د امنیت له ټینګښت سره د مرستې لپاره د ملي اردو ۱،۱۰۰ نوي سرتېري په دنده وګومارل شول.   د دغو سرتېرو د فراغت په مراسمو کې، د تندر قول اردو قوماندان جنرال میرویس صافي وویل، د جنوب ختیځو ولایتونو جوپې جوپې ځوانان د ملي اردو لیکو ته ور روان دي.  ښاغلی صافی زیاتوي: "ځوانان راځي او په ملي اردو کې ځانونه راجستر کوي، دا موږ ته ډېر د افتخار ځای دی، دا ۱،۱۰۰ سرتېري ټول خوست ته لېږم، ځکه خوست سرحد دی او یو څه د پکتیا سیمو ته هم لېږو."  د تندر قول اردو اړوند لواوې په خوست، پکتیا، پکتیکا، لوګر،... Читать дальше...

راپورونه: د روسیې د اپوزېسیون مشر الکسي ناوالنۍ په محبس کې ناروغ شوی

Pa.azadiradio.com 

د ځینو راپورونو له مخې، د روسیې د اپوزېسیون مشر او د کرملېن منتقد الکسي ناوالنۍ په محبس کې ناروغ شوی دی. د ښاغلي ناوالنۍ نږدې همکار لیونید وولکوف له دوژد ټلوېزیون سره په یوه وېډیويي مرکه کې وویل: "۱۲ ورځې پخوا، یو ۴۴ کلن روغ ځوان پوکروف زندان ته لاړ. دا حقیقت‌یې موږ ته نه‌وایه چې له ۱۲ ورځو وروسته الکسي ناوالنۍ ډېر ناروغ شوی. له ده سره څوک کتلی نه‌شي، ښکاره ده چې دی پټوي، دا حقیقت دی چې دا کار زموږ په ذهن کې غموونکي فکرونه پیدا کوي." لیونید وولکوف همداراز ویلي چې ناوالنۍ له خپلو مدافع وکیلانو... Читать дальше...

پکتیا کې د ۴ 'ترورېستي' پېښو مخه ونیول شوه

Pa.azadiradio.com 

په پکتیا کې امنیتي چارواکي وايي، په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې یې د ۴ ترورېستي پېښو مخه نیولې ده.  تندر قول اردو پرون (پنجشنبه) په یوه خبرپاڼه کې وویل، طالبانو د ځاځي اریوب ولسوالۍ د سپینې شګې سیمې په ګل غونډۍ کې د هاوان ۴ ګولۍ ایښې وې چې د ملکي وګړو کورونه پرې وولي، خو د سرحدي لوا د لومړي کنډک ځواکونو یې مخه ونیوله.  طالبانو په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

د جانسن انډ جانسن واکسین یوه لویه جوپه منځني ختیځ او افغانستان ته راځي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا پوځ وايي، د جانسن انډ جانسن د کرونا ضد واکسین یوه لویه جوپه منځني ختیځ او افغانستان ته لېږل کېږي چې په دغو هېوادونو کې مېشت امریکايي پوځیان واکسین شي. د امریکا په پوځ پورې د تړلې ورځپاڼې سټارز انډ سټرایپس د راپور له مخې، د دغه یو ځل پیچکاري کېدونکي واکسین نږدې ۲۶ زره دوزه به په راتلونکو څو اوونیو کې افغانستان او منځني ختیځ ته ورسېږي.  د امریکا د مرکزي قوماندانۍ یا سنټ کام په وینا تر دې وړاندې د روانې میاشتې په پیل کې ۲۰ زره دوزه واکسین لېږل شوی و.  د امریکا د خوړو او درملو د ادارې... Читать дальше...

نامعلومو وسله‌والو د هلمند یو قومي مشر وواژه

Pa.azadiradio.com 

نامعلومو وسله‌والو پرون د هلمند په مرکز لښکرګاه کې یو قومي مشر وواژه.  د هلمند د ولایتي شورا رئیس عطاءالله افغان د دې پېښې په اړه ازادي راډیو ته وویل، د حاجي غلام جان په نوم دغه قومي مشر تېر ماښام په لښګرګاه ښار کې د نهر سراج هډې ته څېرمه وژل شوی دی.  د ځايي چارواکو د معلوماتو پر اساس قومي مشر غلام جان یوه موده د سنګین ولسوالۍ د ټولنیزي شورا غړی او د سیمه‌ییزو پولیسو قوماندان وو.  د دې برید مسؤلیت تر اوسه کومې وسله‌والې ډلې نه‌دی منلی.

ترکیې ته د چین د بهرنیو چارو وزیر د سفر په غرګون سلګونه اویغورانو لاریون وکړ

Pa.azadiradio.com 

سلګونه اویغورانو پرون په انقره او استانبول ښارونو کې ترکیې ته د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د سفر په اعتراض کې لاریون وکړ او په شینجین سیمه کې یې د بشري حقونو د سرغړونو په وړاندې له ترکیې د کلک دریځ غوښتنه وکړه.  شاوخوا زر تنه اویغوران د استانبول په بیازیت میدان کې راټول شول او "دیکتاتور چین"، "د اویغورانو ټولوژنه ودروه" شعارونه‌یې ورکړل.  ځینو مظاهره‌چیانو د خپلو بې‌درکه شویو عزیرانو عکسونه په لاسونو کې نیولي وو او ویل‌یې چې دا کسان غالباً د چین په کمپونو کې ساتل کېږي. ځینو نورو د ختیځ ترکستان شنه او سپین بیرغونه رپول. Читать дальше...


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
WTA

Самсонова победила Осаку и вышла в третий круг турнира WTA 1000 в Мадриде






Волонтеры Воскресенска приняли участие в акции «День добрых дел»

Совместная тренировка Росгвардии и МЧС прошла в Подмосковье

На станции Конаково в Тверской области электричка сбила мужчину

В парках Ступина завершают подготовку к летнему сезону