Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2021

Новости за 27.03.2021

ورزشکاران چې د سولې پیغام رسولو لپاره مبارزه کوي

Pa.azadiradio.com 

په ننګرهار کې د کراتې لوبغاړو د خپلو سیالیو له لاري غواړي د سولې غوښتنې پیغام د نورو تر غوږونو وروسوي.   دا سیالۍ د افغانستان د تکواندو کارانو د انجمن له خوا په جلال اباد کې ترسره شوې.   نور په دې راپور کې وګورئ او له دوستانو سره یې هم شریک کړئ.

ځانګړی: د روسیې پنځوس سلنه تیل څنګه غلا کیږي؟

Pa.azadiradio.com 

د ازادي راډیو/ ازادې اروپا راډیو روسي څانګې په یوه څېړنه کې موندلې چې د روسیې نژدې پنځوس سلنه ناخالص تیل له استخراج وروسته غلا کیږي. په دې څېړنه کې روښانه شوې چې دولتي چارواکي او خصوصي شرکتونه د روسیې د اقتصاد ددې مهمې سرچینې په غلا کې رول لري، تر دې حده چې همدا جنایتکارې ډلې په بازار کې د تیلو بیه ټاکي.

شباب: د ناوړه دودونو د ختمولو په خاطر  ويډيويي ډرامې جوړوم

Pa.azadiradio.com 

د ازادي راډيويي مجلې د دې اوونۍ په خپرونه کې شاعر او لیکوال عبدالغفور لېوال د اسطورو په اړه راته غږېږي. د جرس ادبي جرګې غړی امان افریدی په کراچۍ کې د ادبي فعالیتونو په اړه معلومات راکوي. د افغانستان په جنوب کې د موسیقي د یوې مشهورې الې په اړه راپور لرو. او له ځوان ممثل شفیع الله شباب سره مرکه لرو چې وايي، د ناوړه دودونو د ختمولو په خاطر لنډې ویډيويي ډرامې جوړوي. دا پروګرام د لاندې تړوني په کېکاږلو سره اورېدلی شئ: جوړونکی: همایون هېواد

دفاع وزارت: عليپور او وسله وال یې 'ترهګر' دي، پر وړاندې یې عملیات روان دي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست په بهسودو ولسوالۍ کې د عبدالغني عليپور پر وړاندې د عملیاتو پر دوام ټینګار کوي او وايي چې عليپور او وسله وال یې ترهګر دي. د ملي دفاع سرپرست وزیر یاسین ضیا د شنبې (د وري ۷مه) په ورځ د لوړ پوړو امنیتي چارواکو په یوې خبري ناسته کې وویل، هر هغه ډله چې د دولت پر وړاندې ودریږي او ګډوډي رامنځته کړي ترهګر دي او باید له منځه ولاړ شي. ښاغلي ضیا زیاته کړه: "زموږ عملیات چې په بهسودو کې پیل شوي اوس هم دوام لري، زموږ عملیات د هغه ډلې پر وړاندې دي چې په بهسودو ولسوالۍ کې یې زموږ... Читать дальше...

کرکټ؛ هند له انګلستانه لوبه وګټله

Pa.azadiradio.com 

د انګلستان او هند ترمنځ دوهمه یو ورځنۍ لوبه د هند په پونه ښار کې د هندوستان په بریا ترسره شوه. انګلستان یو ځل بیا د ټاس په ګټلو سره د توپوهنې بلنه هند ته ورکړه، هند په ۵۰ اوورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره ۳۳۶ منډې وکړې او انګلستان ته یې ۳۳۷ منډې هدف ورکړ. خو انګلستان د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره په ۴۳ اعشاریه ۳ اوورونو کې هدف مات کړ او لوبه یې په ۶ وېکټو وګټله. دغه لوبه چې تېره ورځ ماښام ترسره شوه، د لوبې غوره لوبغاړی جاني بېرسټو وپېژندل شو. دواړه لوبډلې درېیمه او وروستۍ یو ورځنۍ لوبه د راتلونکې یکشنبې په ورځ ترسره کوي.

هرات کې د کانفو لوبې ټاکنیزې سیالۍ وشوې

Pa.azadiradio.com 

په هرات کې نن شنبه (د وري ۷مه) د کانفو لوبې ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې. د کانفو فدراسیون رئیس احمد فیضي نن ازادي راډیو ته وویل چې په دغو سیالیو کې ۱۲۰ لوبغاړو ګډون کړی وو. نوموړي وویل چې سیالۍ د یوې ورځې لپاره په اتو کټګوریو کې د ١٢ کلپونو ترمنځ وشوې. سیالۍ د ځوانانو ، تنکیو ځوانانو او لویانو ترمنځ وشوې. ښاغلی فیضي وایي، د دې لوبو هدف د کمال خان بند له پرانېستې هرکلی او د غوره لوبغاړو ټاکل وو.

د جوجیتسو لوبه؛ افغانستان نړیوالو سیالیو کې دوهم مقام خپل کړ

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د جوجیتسو لوبډلې په انلاین نړېوالو سیالیو کې دوهم مقام خپل کړ. د دغه فدراسیون رئیس محمد صابري نن شنبه (د وري ۷مه) ازادي راډیو ته وویل، دغه سیالۍ چې شپږ ورځې وړاندې په انلاین ډول د 'چین، امریکا، ایران، بنګله دیش، بلغاریا، ارجنټاین، مراکش او افغانستان' ترمنځ پیل شوې وې، نن پای ته ورسېدې. ښاغلی صابري وایي، دغه سیالۍ د جوجیتسو نړیوال فدراسیون له خوا رهبري کېدې. نوموړي وویل، یادو سیالیو کې مراکش لومړی افغانستان دوهم او ایران درېیم ځای خپل کړ.

شمالي کوریا: بایډن د توغندیو د ازموینې په غندلو سره ناسم ګام واخېست 

Pa.azadiradio.com 

د شمالي کوریا یو جګ پوړی چارواکی وايي، د امریکا ولسمشر جوبایډن د پیونګ یانګ د توغندیو د ازموینې په غندلو سره لومړی ناسم ګام واخېست.  ولسمشر بایډن د پنجشنبې په ورځ په خپل لومړني خبري کنفرانس کې وویل چې دا ازموینه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پرېکړه لیکونو سرغړونه ده.  د شمالي کوریا د دولتي خبري آژانس د راپور له مخې د مارچ د ۲۴مې نېټې د توغندیو د ازموینې مسوول ري پیونګ چوی نن په یوه بیان کې وویل چې د متحدو ایالتونو نوې ادارې په څرګنده ناسم ګام پورته کړ. په بیان کې راغلي چې دا څرګندونې پاروونکي... Читать дальше...



سرپرست دفاع وزیر جنرال یاسین ضیا: ملي اردو په علیپور پسې ده

Pa.azadiradio.com 

افغان چارواکو نن شنبه (د وري ۷مه) د میدان وردګو په بهسودو ولسوالۍ کې د عبدالغني علیپور په مشرۍ د خپلسرو وسله والو پرضد د عملیاتو د دوهم پړاو د پیل خبر ورکړ.  لوی درستیز او سرپرست دفاع وزیر جنرال یاسین ضیا د امنیتي سکتور له مشرانو سره په ګډه خبري غونډه کې وویل، ملي اردو په علیپور پسې ده: "موږ په خپل مدعي او دښمن پسې په هرځای او هره بیه چې وي ځو. دا عملیات د کومې ساحې یا سیمې لپاره ځانګړي نه دي. علیپور یو غل او شوکمار دی چې اوس له سیمې تری تم شوی. هغه به یا تښتېدلی وي یا به پټ شوی وي خو موږ به یې... Читать дальше...

د ترکیې غونډې ته د افغان چارواکو چمتوالی؛ محب: له تازه طرحې سره ورځو

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار وايي، د افغان سولې په اړه د ترکیې کنفرانس ته چمتوالی روان دی او اوس کنفرانس ته په اجنډا بحث کېږي. حمد الله محب د شنبې (د وري ۷مه) په ورځ د امنیت شورا له غونډې وروسته د امنیتي مسوولینو ګډې امنیتي ناستې ته وویل، په کور دننه به ټولې طرحې سره شریکېږي او یوه طرحه به ورنه جوړېږي . محب زیاته کړه:"که د جمهوریت په استازوالۍ د ملي مصالحې عالي شورا، مذاکراتي پلاوی او یا هم د دولت استازي خبرې کوي ټوله یوه خبره ده، هر شی چې وړاندې کېږي، هغه به د ټولو په استازوالۍ وړاندې کېږي،... Читать дальше...

"د 'شاه و عروس' او 'شورابک' بندونو د جوړېدو چارې ۹۹ سلنه بشپړې شوي"

Pa.azadiradio.com 

له کمال خان بند وروسته د شاه و عروس او شورابک بندونو د کار د بشپړېدو زیرۍ. د افغانستان د اوبو د چارو تنظیم ملي اداره وايي، د دغو بندونو د جوړېدو چارې ۹۹ سلنه بشپړې شوي دي. د دې ادارې ویاند نظام الدین خپلواک ازادي راډيو ته وویل، افغانان اوس د خپلو اوبو د مهارولو توان لري: "د کمال خان بند چې د افغانستان یو له سترو لاسته راوړنو څخه دی، ګټې اخېستنې ته وسپارل شو، له دې وروسته د شورابک او شاه او عروس بندونه دي چې د جوړېدو چارې یې ۹۹ سلنه پای ته رسیدلي او ډېر ژر به ګټې اخېستنې ته وسپارل شي. " د ښاغلي... Читать дальше...

برما کې خونړۍ ورځ؛ ۱۹ مظاهره چیان په ډزو وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د برما په دوهم لوی ښار ماندالي کې پر مظاهره چیانو د حاکم پوځي نظام له خوا د ډزو یوه صحنه تاوتریخجنه ښکاري.  هغه ویډیو چې د فرانسې خبري اژانس خپره کړې، صحنې یې زړه بوږنونکې دي.  په دې صحنه کې لږ تر لږه دوه تنه لیدل کېږي چې په ظاهراً د ډزو له کبله پرځمکه لوېږي، خو نه ښکاري چې ډزې څوک کوي؟ د فرانسې خبري اژانس د میانمار د بیړنیو چارو د مسولینو او عیني شاهدانو په حواله ویلي، نن د شنبې په ورځ په برما کې لږترلږه ۱۹ کسان د امنیتي ځواکونو په ډزو کې وژل شوي دي.  دا د فبروري میاشتې له پيله د برما د... Читать дальше...

کرونا: یو شمېر زده کوونکي: ښوونځیو کې روغتیایي تدابیرو ته پاملرنه نه کېږي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان په سړو سیمو کې د نوي ښوونیز کال په پیل سره، یو شمېر زده کوونکي وایي چې ښوونځیو کې روغتیایي تدابیرو ته پاملرنه نه کېږي. ‎د هېواد له ځینو ولایتونو یو شمېر زده کوونکو ازادي را‌‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې ښوونځیو کې نه ماسکونه اچول کېږي، نه ټولنیز واټن په پام کې نیول کېږي او نه هم نورې روغتیایي لارښوونې په پام کې نیول کېږي. ‎فهیم الله له پکتیا او بصیر احمد له کابله ازادي راډیو ته وویل: "د حکومت له لوري هېڅ ‌‌‌‌‌‌ډول تدابیر نشته، یوازې هغه کسان چې ښه مالي امکانات لري له ځان سره ماسک او سنیټایزر... Читать дальше...

'افغان تاتاران' د خپل هېر شوي هویت د بیا موندنو په هڅه کې!

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان تاتارانو له سلګونو کلونو را وروسته د خپل هېر شوي هویت د بیاموندنې هڅې پیل کړي دي.  په کابل کې د افغانستان د تاتارانو کلتوري بنسټ ازادي راډیو ته ویلي، هڅه کوي څو د هېواد په ګوټ -ګوټ کې افغان تاتاران له خپل هېر شوي فرهنګ سره اشنا کړي او دغه هېواد کې د تاتاري ژبې د احیا زمینه برابره کړي.  یاد بنسټ په همدې موخه د روسیې د تاتارستان له جمهوریت سره هم اړیکې نیولي دي.  د دغه بنسټ مشر ذبیح الله تاتار وايي چې د افغانستان تاتاران په ۱۲۱۹ میلادي کال کې کله چې خوارزم شاهان په خراسان کې واکمن... Читать дальше...

د غزني او پکتیکا اشروال: د سردې خړې غونډۍ زرغونوو

Pa.azadiradio.com 

د غزني او پکتیکا اوسېدونکو د دغه ولایتونو په ګډه سیمه سردې بند کې د نیالګیو اشر پیل کړی او وايي، دغه اشر یې د ازادي راډیو له هغه راپور وروسته پیل کړ چې د غزني او پکتیکا ولایتونو ولسونه غواړي د سردې بند دې ملي پارک شي.   دوی دې برخه کې د دواړو ولایتونو له محلي ادارو ادارو څخه د مرستې غوښته کوي.  د دوی په وینا، دلته اوبه پرېمانه، خاوره یې زرخېزه، هوا یې ښکلې او ځوانان یې خواریکښ دي، خو بیا هم دغه سیمه سپېره پاتې ده.  د غزني ولایت ټولنیز فعال یعقوب سالم وايي، که دغه کار وشي، سیمه به زرغونه شي،... Читать дальше...

د میدان وردګو چارواکي: طالبانو له ۱۱ برمته کسانو څخه ۴ خوشې کړل

Pa.azadiradio.com 

د  میدان وردګو چارواکي ادعا کوي چې طالبانو یوولس ملکیان برمته کړي دي.   د میدان وردګو د امنیه قوماندانۍ ویاند حاجي محمد هوفیاني تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې ځینې برمته کسان بېرته خوشې شوي دي: "طالبانو تقریبا یوولس کسان د جلریز ولسوالۍ او مرکز میدانښار ترمنځ لاره کې کښته کړي وو چې وروسته یې څلور کسان بېرته خوشي کړي دي." ښاغلی هوفیاني وايي، دا ملکي وګړو دوه اوونۍ مخکې برمته شوي وو، خو د ده په وینا یو شمېر یې تر اوسه هم له طالبانو سره دي.

د روسیې د دفاع مرستیال وزیر برما کې جوړ شوي پرېډ کې برخه واخېسته

Pa.azadiradio.com 

د روسیې د دفاع مرستیال وزیر نن د مارچ په ۲۷مه نېټه د میانمار د وسله والو ځواکونو د ځانګړې ورځې په مناسبت په جوړ شوي پرېډ کې برخه واخېسته.  د میانمار یا برما د پوځي حکومت د واکمنې ډلې مشر جنرال مین اونګ هلاینګ د دې ورځې په مناسبت د وینا پر مهال روسیه د میانمر نژدې ملګرې وبلله.  هغه په دې ټلوېزیوني وینا کې همدا راز د انتخاباتو د ترسره کولو ژمنه وکړه.  د روسیې مرستیال دفاع وزیر الکساندر فومین له مین اونګ هلاینګ سره له لیدنې وروسته په پوځي پرېډ کې برخه واخېسته.  په میانمار کې د فبروري د لومړۍ... Читать дальше...

ګډ ګواښ؛ ارګ وايي طالبانو لا هم القاعده شبکې سره اړيکې نه دي پرې کړي

Pa.azadiradio.com 

که څه هم د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې د هوکړې پر بنسټ له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو نېټې ته ډېر وخت نه دی پاتې، خو د امریکا نوې ادارې او متحدانو یې یوه خوله پرېکړه نه ده کړې او په دې اړه هر ډول تصمیم دوی ته اندېښنو سره مل دی. تازه نیويارک ټايمز ورځپاڼې ويلي چې د امریکا استخباراتي ادارو د جوبایډن ادارې ته ویلي دي، که امریکایي ځواکونه مخکې تر دې چې له افغانستانه ووځي او یو ګډ حکومت جوړ شي، ښایي طالبان په دوو- درېیو کلونو کې افغانستان ونیسي. دغې ورځپاڼې دا خبر د یو شمېر چارواکو... Читать дальше...

Новости России
Москва

Шапки женские на Wildberries — скидки от 398 руб. (на новые оттенки)


سوات ته ۱۷ کال وروسته الوتنې پيل شوې

Mashaalradio.com 

د خيبر پښتونخوا د سوات سيدوشريف هوايي ډګر څه باندې ۱۷ کاله وروسته د کورنيو پروازونو لپاره بيا پرانيستل شوی. پر دې هوايي ډګر د مارچ پر ۲۶مه مساپر وړونکې الوتکه کښېناسته. ځايي ولس وايي له دې ډګره دې نړيوال پروازونه هم پيل کړل شي. بلخوا چارواکي وايي د پروازونو بحالي د سيمې د پرمختګ پر لور مهم ګام دی. نور حال د نياز احمد خان په ويډيويي راپور کې وګورئ.

پکتیا کې د اوبو رسولو شبکه جوړه شوه چې ۲۰۰ کورنۍ به ترې برخمنې شي  

Pa.azadiradio.com 

په پکتیا  ولایت کې دوه سوه کورنۍ له پاکو اوبو برخمنې شوې. د پکتیا والي ویاند عبدالرحمن منګل ازادي راډیو ته وویل چې د دې ولایت په احمدخېلو ولسوالۍ کې د څه باندې ۳ مېلیونه افغانیو په ارزښت د څښاک د پاکو اوبو رسولو یو شبکه جوړه شوه.   د منګل په وینا د اوبو رسولو دغه شبکه د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست په چوکاټ کې د اوبو رسونې او روغتیا ساتنې برنامې له لوري د دې ولسوالۍ په سکندرخېلو کلي کې جوړه شوې او پرې درې مېلیونه  (۳۳۱۲۸۲۳) افغانۍ لګښت راغلی.  په دې پروژه کې یوه د اوبو ژوره څاه ، ۷۵ نلکۍ، یوه... Читать дальше...

کرونا؛ برازیل ۲ ډوله واکسینونه معرفي کړل چې یوه ورځ کې یې ۳۶۵۰ تنه مړل شول

Pa.azadiradio.com 

برازیل پرون جمعه (د وري ۶مه) داسې مهال د کرونا ضد دوه کورني واکسینونه معرفي کړل چې دغه هېواد کې په همدې ورځ ۳۶۵۰ کرونایي ناروغان مړه شول.  د جنوبي امریکا دغه هېواد کې وړمه ورځ، د مارچ په ۲۵مه د کرونا مثبتې پېښې هم ۱۰۰۱۵۸ وې چې دا ثبت د ریکارډ تر کچې یا تر نورو ورځو لوړ ګڼل شوی دی.  دې لوړو ارقامو ته په کتو، برازیل دا مهال د کرونا ویروس د خپرېدو په نړیوال مرکز بدل شوی دی.  برازیل کې تر اوسه څه باندې درې لکه کسان په کرونا مړه شوي دي، دا د نړۍ په کچه له امریکا وروسته دوهم هېواد دی چې له دې اړخه ډېره مړینه په کې رامنځته شوې. Читать дальше...

د کونړ چارواکي: دانګام کې د طالبانو د محبس مشر نيول شوى

Pa.azadiradio.com 

حکومتي مسولين وايي، د کونړ په دانګام ولسوالۍ کې يې د وسله والو طالبانو د محبس مشر نيولى دی.  د کونړ والي محمد اقبال سعيد ازادي راديو ته وويل، په غازي اباد ولسوالۍ کې د طالبانو د يو مهم قوماندان ورور او په ياده ولسوالۍ کې يې د محبس مسول ملک جان نيولى دی.  والي وويل، ملک جان له پاکستانه تازه د دانګام ولسوالۍ ته راغلى و چې په وینا یې غوښتل چې د ښځو جامو او چادرې کې خپلې ولسوالۍ ته لاړ شي، خو په دانګام کې د ملي امنيت ځواکونو  ونيوه.  ملي امنيت د ملک جان په ګډون پنځه تنه رسنيو ته وښودل چې د چارواکو... Читать дальше...


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Даниил Медведев

Медведев вышел в третий круг «Мастерса» в Мадриде, в трёх сетах обыграв Арнальди






Путешествуем с детьми

Продюсер Пригожин заявил, что россияне любят певца Меладзе из-за вечных песен

В Люберцах проверили качество питания в столовой гимназии

Авиаэксперт Гусаров: Управление аэропортом на Шри-Ланке принесет пользу российскому бизнесу