Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2021

Новости за 23.03.2021

د څلورو زلمیانو د وژنې پر ضد د جانیخېلو مظاهره

Mashaalradio.com 

د بنو به جانیخېلو کې خلکو د ۴ وژل شوو ځوانانو مړي د پوځي کلا مخې ته ايښي او وايي تر هغې به یې ښخ نه کړي تر څو ورته واکمنو د ټولو ترهګرو پر ضد يو شان عملياتو کېدو، د وژل شوو کورنيوو ته د شهيد پیکيج ورکولو او د دې پېښې عدالتي تحقیقات کېدلو ډاډ نه وې ورکړ شوی. پولیسو وايي د پېښې پلټنې روانې دي.

بلوچستان کې استادانې پر احتجاج دي

Mashaalradio.com 

بلوچستان کې د تعلیم د ودي لپاره له یوې نړيوالي ادارې ګلوبل پارټنرشپ سره ښځینه کارمندانو له تېرې یوې اونۍ راهیسې د کوټې پرېس کلب و مخې په احتجاج دي. دوی دړکه کړې تر هغو به پر احتجاج وي چې غوښتنې یې نه وي منل شوې. د دوی غوښتنه ده چې د تعلیم په محکمه کې دې یې نوکرۍ مستقلې کړل شي. د دوشنبې ماځیګر د احتجاج پرمهال یې له پولیسو سره نښته هم وشوه. په دغه لاریون کې شاملې د زیارت سیمې یوې استادې شغلې له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، دې څلور کاله وړاندې په داسې حالاتو کې ښوونه پیل کړې چې ډېری ماشومانو سکول نه پېژندلی. Читать дальше...

روسیې او چین د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د یوې غونډې د جوړولو غوښتنه وکړه

Pa.azadiradio.com 

د روسیې او چین د بهرنیو چارو وزیرانو چې د لوېدیځ له لوري یې پر هېوادونو له بشري حقونو څخه د سرغړونې او پر مخالفانو د سیاسي فشارونو په خاطر بندیزونه لګول شوي، نن په پیکېنګ کې په یوه خبري غونډه کې راڅرګند شول چې خپل یووالي نندارې ته وړاندې کړي. سرګي لاوروف او وانګ یي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غړو د یوې غونډې د جوړولو غوښتنه وکړه. لاوروف او وانګ یي دواړو د لوېدیځ لګول شوي بندیزونه وغندل او لاوروف وویل چې روسیه او چین چې دواړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دایمي غړي دي، متحده ایالاتو ته د یوه... Читать дальше...

سټولټنبرګ: د سولې خبرې افغانستان کې د روانې جګړې د پای یوازنۍ حل‌لاره ده

Pa.azadiradio.com 

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وایي، د سولې خبرې په افغانستان کې د روانې جګړې د پای ته رسولو یوازنۍ حل‌لاره ده.  سټولټنبرګ دغه څرګندونې نن په بروکسل کې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې تر پیلېدو مخکې وکړې.   ښاغلی سټولټنبرګ زیاتوي: "اوس ننګونه دا ده چې موږ د سولې خبرې لرو. موږ یې په کلکه ملاتړ کوو. دغه خبرې کمزورې دي، خو هغه په افغانستان کې د یوه تل‌پاتي سیاسي جوړجاړي یوازنۍ لاره ده."  د ناټو عمومي منشي د افغان سولې په برخه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د نویو هڅو هم تود هرکلی وکړ. Читать дальше...

اشرف غني امريکايي چارواکو ته د 'سولې د حکومت، او انتخاباتو په اړه نوې طرحه' سپارلې

Pa.azadiradio.com 

افغان ولسمشر محمد اشرف غني امريکايي چارواکو ته د سولې لپاره نوې طرحه سپارلې ده. افغان ولسمشر به د افغانستان د سولې په تړاو دغه طرحه د ترکیې په کنفرانس کې وړاندې کړي چې له مخې يې تر وخت مخکې په راتلونکو شپږو میاشتو کې د انتخاباتو وړانديز شوی. هغه په دې طرحه کې د سولې د حکومت او اوربند وړاندیز هم کړی دی. دا خبره نن د ارګ يوه لوړپوړي افغان چارواکي چې د موضوع د حساسیت له کبله‌یې د خپل نوم خپرول نه‌غوښتل، ازادي راډيو ته وکړه. تر اوسه معلومه نه‌ده چې د افغان سولې په تړاو د ترکیې غونډه چې امريکا... Читать дальше...

د جمعیت اسلامي وېشل کېدل؛ د دې وېشل کېدو لاملونه څه دي؟

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د تېرې نیمې پېړۍ یو له فعالو او پياوړو اسلامي ګوندونو، د افغانستان اسلامي جمعیت، ووېشل شو. دا ګوند چې د واک او مبارزې په دې کلونو کې یې دواړه تجربه کړل، د خپل وخت یو له لویو ننګونو سره مخ دی شوی دی. که څه هم د دغه ګوند د بنسټ ايښودونکي برهان‌الدین رباني له مړینې وروسته، هره ډله‌یې یو په بل پسې جلا شوې، خو د عطا محمد نور جلا کېدو چې د جمعیت اسلامي له عمده‌وو رهبرانو او قوماندانانو شمېرل کېده، دغه ګوند له لویې ازموینې سره مخ کړی دی. عطا محمد نور د ۱۳۹۹ کال د کب میاشتې په ۲۸مه د پنجشنبې... Читать дальше...

امریکا له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو په اړه له ناټو سره مشوره کوي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د ناټو له غړو هیوادونو سره د سلامشورې لپاره بروکسل ته تللی دی. نوموړي نن د ناټو له سرمنشي ینس ستولتنبرګ سره په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل چې امریکایې سرتیري به په یوه مناسب وخت کې د ناټو د نورو هیوادونو له ځواکونو سره یوځای له افغانستانه ووځي . د بلینکن او ستولتنبرګ د خبرو یوه برخه دلته وګورئ.



د افغانستان ښوونځي په راتلونکي کال کې ډيجيټلي بڼه خپلوي

Pa.azadiradio.com 

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د نوي ښوونیز کال پرانيست غونډه کې وايي، سږ کال د ښوونځیو د ډيجيټل کولو کال دی او له دې سربېره به په ټول افغانستان کې ۱،۸۰۰ نوي ښوونځي هم جوړ شي. بشپړ حال‌يې په راپور کې ليدلی شئ.

HRW: افغان دولت او نړیوال ملاتړي یې د سولې بهیر کې د ښځو بشپړ ګډون کې پاتې راغلي

Pa.azadiradio.com 

د بشر حقونو څار بنسټ (هیومن رایټس واچ) د افغانستان دولت او نړیوال ملاتړي یې تورن کړي چې د سولې بهیر کې د ښځو د بشپړ ګډون یقیني کولو کې پاتې راغلي دي. دغه بنسټ د سولې په تړاو د مسکو په ناسته کې د افغانستان له لوري د یوې ښځې د انتخاب په غبرګون کې دا تور لګولی دی. د بشر حقونو څار بنسټ په یوه راپور کې، دغه کړنه، د ښځو د هڅو پر وړاندې په وروستیو دوو لسیزو کې "وحشتناکه نه‌پاملرنه" بللې ده. د دغه بنسټ د ښځو برخې مسؤلې هیدر بار د سولې په پروسه کې د ښځو په کمرنګ‌والي انتقاد کړی او ویلي یې دي چې د افغانستان... Читать дальше...

هند کې د کرونا وبا له خبرداریو سره سره د هولي جشن پیل شو

Pa.azadiradio.com 

په هند کې د کرونا د خپرې شوې وبا له خبرداریو سره سره نن د هولي د رنګونو جشن پیل شو. د هند د شمالي ښار متورا اوسېدونکي لومړني کسان و چې دغه مراسم‌یې پیل کړل. د دغه ښار یوه اوسېدونکي انشي شرما وویل چې د دوی لپاره د کرونا ویروس هېڅ مطرح نه‌دی. شرما وايي: "کرونا څوک ده؟ کرونا څه شی ده؟ دلته‌یې هېڅوک په اړه نه‌پوهېږي. کرونا زموږ لپاره هېڅ ده."  په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د رسمي شمېرو له مخې په هند کې له ۴۰ زرو زیات کسان پر کرونا اخته شوي دي، خو له دې سره سره د هولي د جشن په زرګونه ګډونوالو له ماسکونو... Читать дальше...

بلخ کې د تښتول شوي ماشوم د خوشې کولو لپاره کمپاین؛ 'عبدالرؤف کور ته راولئ'

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان یو شمېر مدني فعالانو، فرهنګیانو او خبریالانو په تویټر کې د یوه کمپاین له لارې د عبدالرؤف په نوم د هغه ۹ کلن هلک د خوشې کېدو غوښتنه وکړه چې له څو میاشتو راهیسې د تښتوونکو په منګولو کې دی. نوموړی چې ښوونځي ته د تلو پر مهال له مزار شریف څخه نامعلومو وسله‌والو تښتولی، د خوشې کېدو په بدل کې یې له کورنۍ د نږدې دوو ملیون ډالرو غوښتنه شوې ده.  د دغه کمپاین تنظیموونکو په ټویټر کې "عبدالرؤف کورته راولئ" په نوم یو هشتګ جوړ کړی دی. د مدني ټولنې فعالانو پر حکومت انتقاد کړی چې تر اوسه نه‌دی... Читать дальше...

د افغانستان په تېره سل کلنه هنداره کې د ښځو له خنډونو ډک تاریخي مزل

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان په تېره سل کلنه هنداره کې د ښځو د حضور، فعالیتونو، امکاناتو او خنډونو ډک تاریخي مزل وینو چې په هر پېر کې یې بېل رنګ درلود. د ۱۴مې پېړۍ په لومړیو کې د ښځو د غورځنګ له پیله نیولې بیا د محمد ظاهر شاه د واکمنۍ په دوره کې، د کمونېستي انقلاب پر وخت، د مجاهدینو د واکمنۍ پر مهال ښځو د خپلو حقونو ترلاسه کولو په برخه کې بېل پړاوونه وهلي او بیا د طالبانو د دورې د نسبي حبس او تر هغه وروسته د ترورېزم پر وړاندې د امریکا د جګړې له پیل راهیسې د افغان مېرمنو دا سفر له لوړو ژورو ډک دی.    فرېبا ظاهر... Читать дальше...

په فراه کې د څلوېښتو جوړو یوځایي واده

Pa.azadiradio.com 

دوی د اقتصادي ستونزو له امله د څو کلونو راهیسې نه‌شو کولای د خپلو ودونو مراسم ترسره کړي. دغه جوړې له کورنیو غواړي چې په ودونو کې د ډېرو لګښتونو مخه ونیسي. نور حال په راپور کې

افغان جګړه؛ ملګري ملتونه یې پر کمښت ټینګار کوي خو حکومت يې عاملین طالبان بولي

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه یو ځل بیا د افغانستان د جګړې د روان وضعیت په اړه اندېښنه ښیي او د تاوتریخوالي د کچې د راکمولو غوښتونکي دي. په افغانستان کې د دغه سازمان استازې دیبرا لاینز به نن سې شنبه (د وري ۳مه) د  افغانستان پر وخت ماښام مهال به د دغه سازمان د امنیت شورا ‌غونډه کې  د  افغانستان د وضعیت په اړه خپل راپور وړاندې کړي. په دغه راپور کې راغلي چې د جګړې ښکېلې خواووې دې ژر تر ژره جګړه ختمه او نړیواله ټولنه دې افغانستان کې د سولې له هڅو ملاتړ او هڅونې زیاتې کړي. په راپور کې راغلي دغه هېواد کې دې د داسې... Читать дальше...

پر افغان دولت او نړیوالو شریکانو یې د بشري حقونو د سازمان نیوکه

Pa.azadiradio.com 

د بشري حقونو د څار سازمان هیومن رایټس واچ وایي، د افغانستان دولت او نړیوال شریکان یې په دې کې پاتې راغلي چې د سولې په ټولو پروسو کې د افغان ښځو بشپړ ګډون یقیني کړي.  د بشري حقونو دغې نیویارک مېشتې ډلې پرون په خپله وېب پاڼه کې په یوه بیان کې ویلي چې د ښځو، سولې او امنیت په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۳۲۵ م پریکړه لیک له مخې په هغه غونډه چې ټاکل شوې په اپریل میاشت کې د افغانانو ترمنځ وشي، دې ته اړتیا ده چې ښځې په کې پراخ ګډون وکړي.  د بشري حقونو د څار سازمان د مارچ په اتلسمه د روسیې په کوربه... Читать дальше...

پاکستان په تجارتي بنيادونو د کورونا وایرس واکسينو د اخیستو اجازه ورکړه

Mashaalradio.com 

د پاکستان د دوايانو د څارنې ادارې (ډرګ ريګوليټري اتارټي) چارواکي وايي د کورونا وایرس څلورو واکسينو منظوري یې ورکړې چي په تجارتي بنيادونو استعمالېدلی شي. د دې ادارې مشر، ډاکټر اختر عباس د مارچ په ۲۲مه مشال راډيو ته وويل: ((موږ سره وار له مخه څلور کمپنیانې راغلې دي. یوه به د استرازینیکا واکسین راوړي یوه به روسي واکسین راوړي بلکې د دې خو څو زره  خوراکونه پاکستان ته درامد شوي هم دي. دوه د چينیايي کمپنیانو  واکسین دي. دغه کمپنیانې به دا واکسین په پاکستان کې په  نوو نومونو خرڅوي لکه د سپوتنک پنځه به  په پاکستان کې په بل نوم خرڅیږي. Читать дальше...

افغانستان کې د نوي ښوونیز کال پیل؛ غني: سږ به ۱۸۰۰ نور ښوونځي جوړ کړو

Pa.azadiradio.com 

جمهور رئیس غني ۱۴۰۰م ښوونیز کال ښوونځي د زنګ په وهلو سره پرانېست. جمهور رئیس محمد اشرف غني وايي، اړتیا ده چې د پوهنې په برخه کې نور د کمیت پرځای کیفیت ته ډېر پام وشي. ښاغلي غني چې نن سې شنبه (د وري ۳مه) یې په اماني لیسه کې د نوي ښوونیز کال د پیل په تړاو جوړه شوې غونډه کې خبرې کولې وویل، هغه څه چې اوس یې د افغانستان پوهنیزې ادارې وړاندې کوي، د نوې پېړۍ اړتیاوې نه پوره کوي. دی وايي: "اوس څومره کلونه نیسي چې زموږ له دوولسمو ټولګیو فارغان دوهم ځلي زده‌کړه وکړي. کیفیت ډېر مهم دی. پر همدې بنسټ،... Читать дальше...

Новости России
Москва

звезды шоу-бизнеса посетили весеннюю неделю моды estet fashion week


بلېنکن: له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو پرېکړه د ناټو متحدانو په مشوره کوو

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي، له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو پرېکړه به د ناټو متحدانو په سلا مشوره کوي. انتوني بلېنکن دغه څرګندونې نن په بروکسل کې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو د دوه ورځنۍ غونډې تر پیلېدو مخکې په لنډو خبرو کې وکړې.  ښاغلی بلېنکن وايي، افغانستان ته له ناټو متحدانو سره ګډ تللي وو او په ګډه به له دې هېواده وځي، نو ځکه د ده په خبره غواړي چې له خپلو متحدانو سره خپل لومړني نظرونه شریک او د هغوی نظر واوري.   ده زیاته کړه: "موږ له خپلو ناټو متحدانو سره یو موټی یو چې دا جګړه... Читать дальше...

يقيني کول غواړو چې افغانستان بيا د ترهګرو په ځاله بدل نه شي:‌ بلينکن

Mashaalradio.com 

د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن یوځل بیا په مسولانه ډول د افغانستان د جګړې په پای ته رسولو ټینګار کړی. هغه ويلي امريکا به هر پرېکړه د ناټو له متحدينو سره په شريکه وکړي. بلینکین دغه څرګندونې نن په برسلز کې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې ترپیلیدو مخکې په لنډو خبرو کې وکړې او وې ویل چې واشنګټن د افغانستان په اړه غورپیل کړی او غواړي چې له خپلو متحدانو سره خپل لومړني نظریات شریک او له هغوی واوري. تیره اونۍ د امریکې ولسمشر جو بایډن ويلي وو چې دا به ګرانه وي چې له افغانستانه د ټولو ځواکونو... Читать дальше...

کوچیان ۱۴مه پېړۍ د خپل ژوند لپاره د ناورین پېړۍ یادوي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې ګرځنده کوچیان۱۴مه پېړۍ د کوچیانو لپاره د ناورین پېړۍ یادوي.دوی وايي، کوچیان په دغه پېړۍ کې په اقتصادي، کلتوري، تعلیمي ټولنیزه او هر اړخیزه توګه ځپل شوي دي.  دوی په تېره پیړۍ کې له حکومتونوهم ګیله مند دي وايي، د دوی ژوند او محصولاتو ته یې هېڅ بازار نه دی موندلی.  یو شمېر کوچیان د نوې پېړۍ نوی کال په ښه بخت نیسي، خو تېره ۱۴ هجري پېړۍ د خپل ژوند، کلتور، اقتصاد، د څړ ځایونو د غصب، پرله پسې وچکالیو، د دولتونو له لوري نه پاملرنه او د خپلو وګړو د انساني زیان لپاره تر ټولو بده پېړۍ یادوي. Читать дальше...

د کمال خان بند د جوړولو چارې بشپړې شوې سبا پرانیستل کېږي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې چې سبا په نمیروز کې د کمال خان بند رسماً پرانیستل شي.  د افغانستان د اوبو د تنظیم د چارو د ملي ادارې ویاند نظام‌الدین خپلواک نن ازادي راډیو ته وویل چې د دغه بند د پرانیستلو په ځانګړو مراسمو کې به د افغانستان ولسمشر اشرف غني او یو شمېر نور چارواکي او د سیمې اوسېدونکي ګډون وکړي.  د خپلواک په خبره دغه بند چې د ۵۲ ملیون متر مکعب اوبو د ذخیره کولو او د ۹ مېګا واټه برېښنا د تولید ظرفیت لري،  ۱۷۴ زره هکټاره ځمکه خړوبوي. ښاغلي خپلواک د دغه بند د اهمیت په اړه ازادي راډیو ته وویل: "دغه بند چې... Читать дальше...

ناټو په افغانستان کې د خپل پوځي ماموريت د برخليک په اړه غونډه لري

Mashaalradio.com 

د ناټو بهرنیو چارو وزیران نن او سبا (د مارچ ۲۳مه او ۲۴مه) په برسلز کې غونډه کوي او د بحث یوه موضوع یې په افغانستان کې د دغه سازمان د پوځي ماموریت برخلیک دی. د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د مارچ پر ۲۲مه یوې خبري غونډې ته وويل چې د دوی ټول متحدان د افغانستان روان حالات او د امریکا او طالبانو د هوکړې ژمنې ارزوي، او بیا یوه ګډه پریکړه کوي. د نوموړي وينا وه چې د مې د لومړۍ نېټې ضرب الاجل يا ډيډلاين ته په نیزدې کېدو دوی په ناټو کې بحث او مشوره کوي او دا به یوه موضوع وي چې د بهرنیو چارو وزیران به پرې خبرې وکړي. Читать дальше...

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر هندي سوداګرو سره کتلي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر توکل احمدیار له یو شمېر هندي سوداګرو او چارواکو سره کتلي دي. د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال یونس مومند ازادي راډیو ته وویل چې دغه کتنه نن سې شنبه (د وري ۳مه) د هندستان د یو لوی نندارتون (INDUS FOOD) په څنډه کې شوي ده. نوموړي وویل چې ښاغلي توکل احمدیار د نندارتون ترڅنګ له یو شمېر هندي چارواکو، متشبثینو او چارواکو سره هم کتلي دي. د ښاغلي مومند په خبره چې دغو خبرو کې د خصوصي سکټور او دواړو هېوادونو د اړېکو په پراختیا، سوداګرۍ او د پانګونې په زياتوالي ټینګار شوی. Читать дальше...


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
WTA

Мирра Андреева замыкает год // 16-летняя российская теннисистка успешно стартовала на крупном турнире WTA в Мадриде






Сегодня инспекторы ГИБДД дежурят на дорогах

Омбудсмен напомнила родителям о правилах детской безопасности на отдыхе

Восьмиклассник в Москве сделал огнемет и пытался сжечь дачу соседа

Режиссер мультфильма «Бременские музыканты» Ковалевская чуть не умерла в Москве