افغانستان کې د تېر کال په پرتله ۳۵ په سلو کې ورښت کم شوی
د افغانستان د هوا پېژندنې اداره وايي چې روان کال د تېر کال په پرتله ۳۵ په سلو کې ورښت کم شوی. پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت هم د راتلونکي کال وچکالۍ ته په اشارې سره وايي چې په معمول ډول په هېواد کې د ورښت کچه ۲۵۰ ملي متره وي، خو روان کال د هېواد په ځینو سیمو کې ۴۰ ملي متره ته راښکته شوې. په افغانستان کې په کروندو بوخت کروندګر وچکالۍ او د څارویو لهمنځه تلو ته اندېښمن دي. د کارپوهانو په باور د ورښت کچې کموالی نېغ په نېغه له بېوزلي، د حاصلاتو له کموالي او د کورنیو بېځایه شويو له ډېروالي سره اړیکې لري. Читать дальше...