د سولې نړیوال ائتلاف: امریکا دې د افغان ښځو ازادۍ د سیاسي مصلحتونو قرباني نهکوي
د سولې لپاره جوړ شوی نړیوال ائتلاف د امریکا له دولته غواړي چې د افغانستان د ښځو ترلاسه شوې ازادۍ دې د سیاسي مصلحتونو قرباني نهکړي. دغه ائتلاف وايي، په جدي توګه اندېښمنه ده چې د سولې بینالافغاني بهیر لپاره د امریکا هڅې د ښځو حقونو لومړیتوب او د دوی معنی لرونکی مشارکت په پام کې نهدی نیولی. دغه ائتلاف د افغانستان د سولې لپاره د امریکا هڅې بېګټې ګڼي او د امریکا له کانګرس نه غواړي چې د افغانستان سولې بهیر له نږدې وڅاري. د دوی په وینا، د بایډن د دولت نوې وړاندې کړې نقشې د افغانستان د سولې بهیر ټکنی کړی چې د ښځو حقونه پهکې څنډې ته کېږي. Читать дальше...