Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2021

Новости за 25.03.2021

د خوست د شمل خوړ په مسیر کې یو استنادي دیوال جوړ شو

Pa.azadiradio.com 

د خوست د شمل خوړ په مسیر کې یو استنادي دیوال جوړ شو چې د دې استنادي دیوال د ډېرو کورونو، سړک او کرنیزو ځمکو د تخریب مخه ونیوله. د خوست چارواکي وايي، د دې خوړ په اوږدو کې د شمل لوی پُل چې په ډېر لوړ قیمت جوړ شوی، هغه هم د سیلابونو په موسم کې د له منځه تللو له ګواښ سره مخامخ وو چې اوس د دې استنادي دیوال په جوړېدو يې ساتنه وشوه. د پنجشنبې په ورځ د لټکو د خان کلي په سیمه کې چې د یاد استنادي دیوال پرانېسته په کې وشوه، خوست والي تورن جنرال مهمند کټوازي ازادي راډیو ته وویل: "یو استنادي دیوال چې ۱۱۵... Читать дальше...

هلمند چارواکي: نامعلومو وسله والو قومي مشر غلام جان وواژه

Pa.azadiradio.com 

د هلمند چارواکي وايي،نن پنجشنبه (د وري ۵مه) په دې ولایت کې یو قومي مشر غلام جان د نامعلومو وسله والو له لوري ووژل شو.  د هلمند والي عبدالنبي الهام هم پر خپل فېسبوک پاڼې یاده پیښه تائید کړې او دا برید یې غندلی دی. والي الهام وايي، برید کوونکی له سیمې تښتېدلی او په وینا یې د پېښې څېړنې روانې دي. هاخوا د هلمند د ولایتي شورا رئیس عطاء الله افغان نن ماښام ازادي راډيو ته وویل چې قومي مشر حاجي غلام جان د لښګرګاه ښار نهر سراج اډې ته څېرمه په یوه برید کې ووژل شو.  د ځايي چارواکو د معلوماتو پر اساس... Читать дальше...

د کمال خان بند، ایران ولې اندېښمن دی؟

Pa.azadiradio.com 

په نیمروز ولایت کې د کمال خان بند د چهارشنبې په ورځ د افغان ولسمشر محمد اشرف غني لخوا پرانېستل شو. د ایران د بهرنیو چارو وزارت د ولسمشر غني د هغه څرګندونو هرکلی کوي چې له دې وروسته به د دواړو هیوادونو ترمینځ د همکاریو لپاره اوبه تبادله شي، خو په تیرو وختونو کې د ایران ولسمشر ویلي دي چې تهران نشي کولی د هلمند له سیند څخه د بندونو په جوړولو کې بې تفاوته پاتې شي. نور پدې راپور کې وګورئ او خپلو ملګرو سره یې شریک کړئ

روسیې ته د تاجک محصلینو ستنېدل ځنډېدلي

Pa.azadiradio.com 

د روسیې د پوهنې وزارت وایي، دغه هېواد ته یې د تاجکي محصلانو بېرته ورتګ د کرونا وبا له کبله ځنډولی دی.  دا په داسې حال کې ده چې د نورو هېوادونو محصلانو ته اجازه ورکول کېږي چې روسیې ته ولاړ شي.  د چارواکو په خبره تر اوسه معلومه نه ده چې روسیه به څه وخت د تاجکستان محصلانو ته د ورتګ اجازه ورکړي.  روسیې تېره شنبه د ۲۵ هغو هېوادونو نوملړ خپور کړ چې محصلان یې ورتللی شي.  سره له دې چې د چارواکو په وینا له جنورۍ راهیسې تاجکستان کې د کرونا پېښې نه دي ثبت شوي، خو روسیې تاجکستان دغه نوملړ کې نه دی شامل کړی.

اسټرازینیکا د کووېډ-۱۹ واکسین د اغېزمنتیا کچه ۷۶ سلنه اعلان کړه

Pa.azadiradio.com 

اسټرازینیکا د کووېډ-۱۹ واکسین د اغېزمنتیا کچه ۷۶ فیصده اعلان کړې ده، دا په داسې حال کې ده چې نن پنجشنبه (د وري ۵مه) د اروپایي ټولنې مشرانو په خپله غونډه کې د دې وبا د مخنیوي د لارو چارو پر مسئلو خبرې وکړې.  اسټرازینیکا پرون وویل، دوی امریکا کې هم د یوې مطالعې موندنې له سره حساب کړي او دې پایلې ته رسیدلي چې د کرونا د نښنو نښانو په مخنیوي کې یې د واکسین اغېزمنتیا په سلو کې ۷۶ ده.  د همدې اوونۍ په سر کې بیا اسټرازینیکا ویلي و، د واکسین اغېزمنتیا یې ۷۹ سلنه ده.  دا نوې ارزونه له هغه وروسته خپره... Читать дальше...

پر کابل پوهنتون برید؛ ټپي محصلین لا نه دي رغیدلي، بل طراح یې هم ونیول شو

Pa.azadiradio.com 

د ننګرهار والي وايي، د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د دې ولایت په اچین ولسوالۍ کې پر کابل پوهنتون د برید یو بل طراح نیولی. ضیاالحق امرخېل د پنجشنبې (د وري ۵مه) په ورځ ازادي راډیو ته وویل، نیول شوی کس حضرت علي نومېږي چې په ابو سعید اعظم هم مشهور دی. ۲۳ کلن حسیب د کابل پوهنتون د عامه پالیسۍ پوهنځي د څلورم کال محصل د کابل پوهنتون په برید کې چې د تېر لمریز کال د لړم په ۱۲مه وشو له خپلو شااو خوا ۴۰ ملګرو سره ټپي شو. په دې برید کې ۲۲ تنه نور ووژل شول. نوموړی د پنځو میاشتو په تېرېدو لا هم روغ شوی نه دی او له هغې ورځې ترخې خاطرې لري. Читать дальше...

د توکیو د پسرلني المپیک سیالیو مشعل روښانه شو

Pa.azadiradio.com 

نن پنجشنبه (د وري ۵مه) د توکیو د پسرلني المپیک سیالیو مشعل روښانه شو. د توکیو د پسرلني المپیک مشعل روښانول او لېږد د جاپان له فوکوشیما ښاره پیل شو. د ورزشي وېبپاڼو د راپورونو پر بنسټ، دا مراسم د سختو روغتیایي سپارښتنو په پام کې نیولو سره پیل شو او هر مشعل د المپیک کمېټې د لسو کار کوونکو له‌خوا د واټن په پام کې نیولو سره او د پولیسو په شتون کې ولېږدول شو. په جاپان کې د توکیو د پسرلني المپیک مشعل د لېږد مراسم ۱۲۱ ورځې دوام کوي او د المپیک مشعل به په ۸۵۹ ښارونو باندې ګرځوي. په پام کې وه چې د... Читать дальше...

په کابل ښار کې د ښاري بسونو فعالیت بیا پیل شو

Pa.azadiradio.com 

کابل ښار چې نږدې پنځه میلیونه نفوس لري کلونه کېږي چې ښاري بسونه نه‌لري او خلک یې د ټرانسپورټ په‌برخه کې له ستونزو سره مخ دي. خو اوس د کابل ښاروالي د زړو بسونو له بیا ځلې جوړونې سره هڅه کړې چې د کابل ښار دا ستونزه تر یو حده حل کړي. د کابل ښاروال داوود سلطان‌زوی د پنج‌شنبې په ورځ د پنځو بسونو فعالیت په ازمایښتي ډول د کابل ښار په احمد شاه بابا مېنه کې پیل کړ. هغه ازادي راډیو ته وویل، دا بهېر به تر راتلونکي یوې اوونۍ د کابل په ټول ښار او ولسوالیو کې پلې کړي: "لومړی ځل دی چې د څو میلیوني جمعیت... Читать дальше...



طالبان: مسکو غونډه کې د 'اسلامي نظام' د جوړېدو له طرحې غلط تعبیر اخېستل شوی

Pa.azadiradio.com 

د مسکو لانجمنه غونډه چې د تړلو دروازو تر شاه ترسره شوه او په پایله کې یې یوازې لس‌ ماده‌ییز پرېکړه‌لیک خپور شو. هغه اعلامیه چې د طالبانو له اسلامي امارات سره یې مخالفت وښود او افغان حکومت ترې هرکلی وکړ. خو له دې غونډې د نږدې یوې اوونۍ وروسته، د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي اسوشېټېډ پرېس ته ویلي، د مسکو غونډه کې د طالبانو پلاوي پر دې ټینګار کاوه چې د اسلامي امارت بیا جوړېدل، د افغانستان د شخړې یو احتمالي حل لار ده. خو په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر وايي، د مسکو په غونډه کې د اسلامي امارت د بیا جوړېدو موضوع نه‌ده مطرح شوې. Читать дальше...

د نجات ګوند: د سولې بهیر د مدیریت امتیاز څو چارواکي اخلي ولس ونډه نه لري

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د نجات ګوند مسوولانو چې نن د پنجشنې (د وري ۵مه) په ورځ یې په کابل کې د خپل فعالیت پیل اعلان کړ، د سولې په روان بهیر کې د حکومت پر کړنلارې نیوکه کوي. ‎د دې ګوند مشر حضرت عمر زاخېل‌وال وایي، د افغان سولې روان بهیر مدیریت یوازې د څو حکومتي چارواکو په لاس کې او د هغوی لپاره د امتیاز او ګټې لپاره دی. ‎ښاغلی زاخېل‌وال وایي، د سولې روانې پروسې ته خوښ دی، خو په خبره یې، سوله باید تعریف او له رامنځ‌ته شوي فرصته په سمه توګه ګټه واخېستل شي. دی وايي: "د افغانستان د نجات حرکت په سوله کې واضح دریځ لري. Читать дальше...

د کابل ښاریانو شور او زوږ؛ مرنجان تپه کې د کاغذي ګوډۍ الوزولو جشنواره ترسره شوه

Pa.azadiradio.com 

د کابل ښاریانو شور او زوږ. د کاغذي ګوډۍ الوزولو جشنواره نن پنجشنبه (د وري ۵مه) د کابل ښار پر مرنجان غونډۍ ترسره شوه. د کابل ځینې ښاریان نوی کال د دغه ښار د مرنجان پر غونډۍ نمانځي.  ۲۲کلن شاه احمد چې د سپین او ابي رنګ د څلورو پارچو کاغذي ګوډۍ په الوزولو بوخت دی وايي: "دا زموږ لپاره ډېره ښه ورځ ده چې کاغذي ګوډۍ په کې الوزوو. موږ د خوښۍ احساس کوو، د خوښۍ ځای دی د سولې فضا کې ګوډۍ الوزوو." د غونډۍ بله څنډه کې ۱۶ کلن محمد زید ابراهیمي چې پنځه پارچه‎ ییزه کاغذي ګوډۍ ورسره ده او د تار څرخه یې د ملګري... Читать дальше...

ولې ځیني ماشومان له ښوونځي وېرېږي؟

Pa.azadiradio.com 

د ازادي راډیو د «کورکلي» اوونیزه خپرونه کې په دې موضوع بحث شوی چې؛ ولې کله چې ځیني ماشومان نوي په ښوونځي کې شامل شي، نو ډېر ژاړي او ښوونځي ته نه‌ځي؟ څنګه نوي شامل شوي ماشومان ښوونځي ته لېواله کړو؟ په دې برخه کې د کورنۍ او ښوونکي دنده څه کېدلاى شي؟ په دغې خپرونه کې په همدې موضوع خبرې شوي چې د راپور ترڅنګ د يو تن ټولنپوه سره مرکه هم شته، دا خپرونه د ازادي راډیو خبریالې مریم توخي جوړه کړې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره‌یې اورېدلی شئ:

'بایډن له افغانستانه د امريکايي عسکرو د وتلو نېټه غځول غواړي'

Mashaalradio.com 

د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې د هوکړې پر بنسټ له افغانستانه د امریکايي عسکرو وتو ته یوه میاشت او یوه اوونۍ پاتې ده، خو داسې ښکاري چې دا نېټه وغځېږي. د امریکا استازو جرګې یو مخکښ غړي او د دې جرګې د وسله ‌والو ځواکونو کمېټې مشر اېډم سميت وايي، د جو بایډن اداره غواړي چې له افغانستانه د ټولو امریکايي عسکرو د وتو نېټه وغځوي. ښاغلي سميت دا هم ویلي چې په دې اړه لا وروستۍ پرېکړه نه ‌ده شوې خو د مې تر اخره به د دې چارې بشپړول ډېر ستونزمن وي او امریکا په دې ارزونې هم بوخته ده چې په دې هېواد کې د ترهګرۍ ضد عسکرو پاتې کېدو په اړه څه ډول پرېکړه وکړي.

د نوي کال پیل ته د پکتیا د خلکو اندېښنې؛ ښايي جګړې او هدفي وژنې زور واخلي

Pa.azadiradio.com 

د پکتیا د ولایتي شورا یو شمېر غړي، اوسیدونکي او مدني فعالان د نوي کال په راتلو سره په دې ولایت کې له ناامنیو او د جګړو له زیاتېدو څخه په اندېښنه کې دي. دوی وايي د سولې د هوکړې خلاف به یو ځل بیا د پسرلي په راتلو سره جنګ، جګړې او هدفي وژنې زور واخلي. د لویې پکتیا د فرهنګي ټولنې مشر سید جمال الدین اصف خېل ازادي راډيو ته وویل: "که د سولې لاسلیک شوی تړون عملي نه شي، پکتیا کې د شدیدې جګړې د پیل اندېښنې موجودې دي، متاسفانه یوه اوونۍ کېږي هوا ګرمه شوې او ابتدايي جګړې هم پیل شوي دي." د پکتیا د ولایتي... Читать дальше...

کندهار کې د ټیليفون له لارې د پیسو او کرېډېټ کارټونو غلاوې زیاتې شوي

Pa.azadiradio.com 

کندهار کې د ټیليفون له لارې د پیسو او کرېډېټ کارټونو غلاوې زیاتې شوي، د دغه ولایت یو شمېر اوسېدونکي ادعا کوي چې دوکه کوونکو له یوه نوي تاکتیک څخه په استفادې له دوی څخه په لسهاوو زره افغانۍ د جايزې په بهانه وړې دي. محمد شریف د هغه پېښې کیسه کوي چې څه موده مخکې غلو ورڅخه په دوکې او چل د جایزې په نوم پیسې اخیستي. هغه چې یو غریبکار او د بار وړلو کراچۍ چلوي وايي له یوې ټیلیفوني شمېرې ورته زنګ وهل شوی و چې دوه‌نیم لکه افغانۍ جایزه‌یې ګټلې او د ترلاسه کولو لپاره‌یې باید مخکې له مخکې یوه اندازه پیسې... Читать дальше...

د ملي اردو ۱۱ سوه نوي سرتیري خوست کې په دندو ګمارل کیږي

Pa.azadiradio.com 

د تندر قول اردو چارواکي وايي، وسله وال مخالفین نه شي کولی چې د دوی د مسوولیت په سیمو کې نا امنۍ جوړې کړي. دوی زیاتوي، دا د وسله والو مخالفینو تبلیغات دي چې د هوا په ګرمېدو سره به بریدونه ډېر کړي، ځکه مخالفین د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ځپل شوي دي. چارواکو یادې څرګندونې د پنجشنبې په ورځ د تندر قول اردو له روزنیز مرکزه د ملي اردو د ۱۱۴۱ نویو سرتیرو د فراغت په مراسمو کې ازادي راډیو ته وکړې. چارواکي وايي، یادو سرتیرو چې درې میاشتنۍ پوځي زده کړې کړي، په خوست کې به د ملي اردو په لیکو کې په دندو وګمارل شي. Читать дальше...

د امریکا استازو جرګې یو غړی: بایډن غواړي له افغانستانه د عسکرو د وتو نېټه وغځوي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې د هوکړې پر بنسټ، له افغانستان څخه د امریکايي عسکرو وتو ته یوه میاشت او یوه اوونۍ پاتې ده، خو ښکاري چې دا نېټه وغځېږي. تازه د امریکا د استازو جرګې یو مخکښ غړي په همدې اړه څرګندونې کړي. د دغې جرګې د وسله‌والو ځواکونو کمېټې مشر ادم سمېت وايي، د جو بایډن اداره غواړي چې له افغانستان څخه د ټولو امریکايي عسکرو د وتو نېټه وغځوي. ښاغلي سمېت دا هم ویلي چې لا په دې اړه وروستۍ پرېکړه نه‌ده شوې، خو د مې تر اخره به د دې چارې بشپړول ډېر ستونزمن وي او امریکا په دې ارزونې هم... Читать дальше...

اته کلنه نجمه له خير ټولولو ښوونځي ته شوه

Mashaalradio.com 

د خيبر پښتونخوا د ډېره‌ اسماعيل خان سيند پر غاړه په يوه جونګړه کې اوسېدونکې اته کلنې نجمې به له خلکو خير غوښت، خو اوس د سوهېلي وزيرستان يو ځوان ورته ښوونځی پرانيستی چې د نجمې غوندې ۶۴ ماشومان درس پکې وايي. دغه ماشومان اوس په بازارونو کې د خير غوښتلو پر ځای په ښوونځي کې په درسونو بوخت دي. محمد خان خيريه بنسټ د ښوونځي په پرانيستلو سره په جونګړو کې د استوګنو ماشومانو د ژوند هدف بدل کړ. نور حال د ممتاز بنګش په ويډيويي راپور کې وګورئ.

چارواکي: غزني کې تېر کال ۵۰۰ ښځې پر دندو ګومارل شوي

Pa.azadiradio.com 

د غزني سیمه‌ییز چارواکي وايي، په تېر ۱۳۹۹م کال کې په دغه ولایت کې په دولتي او غیر دولتي ادارو کې تر ۵۰۰ پورې مېرمنې په دندو ګومارل شوې دي. دوی وايي مېرمنو ته دغه کاري فرصتونه د روغتیا، تعلیم او قضاء ترڅنګ په ځینو نورو څانګو کې برابر شوي دي. د والي ویاند واحدالله جمعه‌زاده ازادي راډیو ته وویل، دغه مېرمنې د خپلې وړتیا په مټ په دندو ګومارل شوي او په راتلونکي کال کې به دا شمېره نوره هم لوړېږي. ښاغلی جمعه‌زاده زیاتوي: "د سږ کال په اوږدو کې په دولتي او غیر دولتي ادارو کې تقریباً ۵۰۰ ښځې نوې مقررې... Читать дальше...

Новости России
Москва

Нижегородка скончалась на платформе Московского вокзала


استانبول غونډې ته د افغانستان هیله؛ عبدالله: تمه ده د سولې په اړه یو پرمختګ وشي

Pa.azadiradio.com 

افغانستان هیله‌من دی چې په استانبول کې کېدونکې غونډه د سولې روان بهیر د پرمختګ لوري ته سیخ کړي. افغانستان داسې مهال په ترکیه کې کېدونکې غونډې پورې هیلې غوټه کړي چې د امریکا متحده ایالاتو او ناټو د پوځي حضور په اړه خپله وروستۍ پرېکړه د افغان سولې پروسې پورې تړلې چې ایا په نږدې راتلونکي کې به په دې اړه نوې پیل شوې هڅې یوه نتیجه ورکړي او کنه. د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله وایي، تمه ده چې د افغانستان د سولې په اړه د استانبول په کېدونکي غونډه یو پرمختګ وشي.    ښاغلي عبدالله... Читать дальше...

واشنګټن ټایمز: جو بایډن د افغانستان په برخه کې له مخ په زیاتېدونکي فشار سره مخ دی

Pa.azadiradio.com 

واشنګټن ټایمز واشنګټن ټایمز لیکي، ولسمشر جو بایډن د افغانستان په برخه کې له مخ په زیاتېدونکي فشار سره مخامخ دی، یوه لور ته په کابل کې د امریکا له ملاتړي حکومت سره د نظر اختلاف په زیاتېدو دی، بل لور ته سپینه ماڼۍ ډاډه نه‌ده چې د پخواني ولسمشر ټرمپ له ژمنې سره سم خپل ځواکونه د مې تر لومړۍ نېټې له افغانستانه باسي.  ورځپاڼه وړاندې لیکي، په افغانستان کې شخړې په ډېرېدو دي او د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د واک د وېش مسئله په ټپه ولاړه ده، نو داسې نه‌ښکاري چې واشنګتن به د مې تر لومړۍ نېټې خپل ځواکونه له افغانستانه بهر کړي. Читать дальше...

امریکا د چین د ځواک په وړاندې د مقابلې لپاره له اروپایي ټولنې همکاري وغوښته

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن، د چین د مخ په زیاتېدونکي ځواک په وړاندې د مقابلې لپاره له اروپایي ټولنې سره د نږدې همکارۍ غوښتونکی شو.  بلېنکن چې پرون چهارشنبه‌یې په بروکسل کې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو تر غونډې وروسته څرګندونې کولې وویل چې ګډ اقدام موږ لا پیاوړي کوي او ګډ بندیزونه زموږ ټینګ یووالی په ډاګه کوي.  ښاغلی بلېنکن وایي، متحده ایالات لېواله دی چې له خپلو اروپایي شریکانو سره د چین د مخ په زیاتېدونکي ځواک د مخنیوي لپاره په ګډه کار وکړي. دا په داسې حال کې ده چې  واشنګټن او... Читать дальше...

پکتیا کې ۱۰۳ ښوونځي ودانۍ او ډېر شمېر نور تدریسي مواد نه‌لري

Pa.azadiradio.com 

په پکتیا کې ۱۰۳ ښوونځي ودانۍ او ډېر شمېر ښوونځي تدریسي کتابونه نه‌لري. په پکتیا کې د پوهنې ریاست داسې مهال نوی ښوونیز کال پیلوي چې لا هم په دې ولایت لسګونه ښوونځي ودانۍ او تدریسي توکي نه‌لري او د دې ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې د کلتوري او امنیتي ستونزو له امله نجونې زده‌کړو ته نه‌پرېښودل کېږي. سمېع‌الله وصال د پکتیا د مرکز ګردېز ښار په غازي ببرک خان ځدراڼ ښوونځي کې سږ کال له ۱۲م ټولګي فارغ شو، هغه ښوونځی چې د مرکز ګردېز یو له غوره ښوونځیو ګڼل کېږي. دی وایي، تېر کال‌یې نه‌یوازې دا چې د کرونا... Читать дальше...

جلال‌اباد کې دکانداران، شرکتونه او مارکېټونه د امنیتي کمرو په نصبولو مکلف شوي

Pa.azadiradio.com 

د ننګرهار چارواکو د جلال‌اباد ښار دکانداران او د شرکتونو او مارکېټونو مالکان مکلف کړي چې په خپلو کارځایونو کې امنیتي کمرې نصب کړي. د چارواکو په وینا په دې کار سره به په ښار کې د امنیتي ګواښونو او جنایي جرمونو کچه یو څه راټيټه شي. د چارواکو دغه پرېکړه که له یوې خوا د ځينو ښاریانو له هرکلي سره مخ شوې، خو له بلې خوا یې ځيني دکانداران اندېښمن کړي چې ګوندې په دې کار به‌یې کاروبار او ژوند له ننګونو سره مخ شي.  د جلال‌اباد ښار اوسېدونکی سردار خان چې په دغه ښار کې وروستیو ناامنیو، جنایي جرمونو او امنیتي... Читать дальше...


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
WTA

Азаренко проиграла в 1/16 финала турнира WTA-1000 в Мадриде






Эксперты назвали самые красивые места для путешествий по РФ для любителей цветов

Минобороны РФ показало кадры ночной поисков-спасательной работы вертолетов Ми-8

Блогер Асхаб Тамаев попал в аварию около «Москвы-Сити»

Сегодня в России отмечается День работника скорой помощи