د افغانستان دفاع وزارت له ګډ محاربوي ښوونیز مرکز ۱،۰۵۷ سرتېري فارغ شول
د افغانستان دفاع وزارت له ګډ محاربوي ښوونیز مرکز څخه ۱،۰۵۷ تنه سرتېري فارغ شول. دغه سرتېري چې ۱۰۲ ښځینه او ۹۵۵ تنه نارینه دي، له ۱۲ اوونیو پوځي بنسټیزو زدهکړو وروسته، نن په کابل کې فارغ شول. د ملي دفاع وزارت د ستر درستیز د ارکان رئیس حبیب حصاري چې په دغې فراغت غونډه کې ګډون کړی و، د دغو سرتېرو ترسره کړې زدهکړې یې په اوسنیو شرایطو کې مهمې وبللې. دا په داسې حال کې ده چې دا مهال د پلازمېنې په ګډون یو شمېر ولایتونو کې امنیتي پېښو بېرته زور اخیستی دی او په وروستیو څو امنیتي پېښو کې ګڼو ملکیانو ته مرګژوبله اوښتې.