په بدخشان کې د والیبال سیالۍ
د سولې او نوي کال د ښه راغلاست لپاره دا سیالۍ د بدخشان په مرکز کې د ۱۲ ټیمونو ترمنځ تر سره شوې. په پايلوبه کې د جرم ولسوالۍ ټیم لاجورد ټیم ته ماته ورکړه. نور پدې راپور کې وګورئ
د سولې او نوي کال د ښه راغلاست لپاره دا سیالۍ د بدخشان په مرکز کې د ۱۲ ټیمونو ترمنځ تر سره شوې. په پايلوبه کې د جرم ولسوالۍ ټیم لاجورد ټیم ته ماته ورکړه. نور پدې راپور کې وګورئ
د یکشنې (د وري ۸مه) په ورځ زرګونو خوستوالو د یوې ولسي غونډې له لارې د جمهوریت ملاتړ اعلان کړ او له حکومت او نړیوالو يې وغوښتل چې د وروستیو شلو کلونو په لاسته راوړنو دې معاملې نه کېږي. دوی وویل، د افغانستان خلکو د نظام د نشتون ترخې تجربې یې لیدلي او بیا نه غواړي چې د نویمې لسیزې بدمرغۍ تکرار شي او یا د ظلم حکومتونه پر دوی واکمن وي. د دې ولسي راټولیدنې ویناوالو له خلکو وغوښتل چې ټول د نظام او جمهوریت د بقاء او پايښت لپاره یو لاس شي او اجازه دې نه ورکوي چې افغانستان بیا د نړیوالو له نظره ولویږي. Читать дальше...
په افغانستان کې د کانونو د سروې او مطالعې په اړه له اسټرالیايي فورټېسکو فیوچر کمپنۍ سره تړون یو ځل بیا اندېښنې راپورته کړي دي. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي وايي، د افغان حکومت دغه کړنه د خصوصي سکټور لپاره د اندېښنې وړ مسئله ده. د دې خونې عامل مشر شفیق الله عطايي وايي، روان وضعیت خصوصي سکټور له ستونزو سره مخ کوي: "فورټېسکو فیوچر کمپنۍ ته د افغانستان د ۱۷ ولایتونو چې لسګونه کانونه په کې دي د سروې او مطالعې چارې د افغان دولت له خوا سپارل، یوه اړخيزه پرېکړه ده او د دې تړون ورکړه... Читать дальше...
چین پر دوو امریکایانو، یوه کاناډایي او د بشري حقونو پر یوې ملاتړې ډلې بندیزونه ولګول. دې کسانو د چین په شېنجېن کې له ایغور مسلمانانو سره د چینایي چارواکو پر کړنو نېوکې کړې وې. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ویلي، د چین دا ګام به یوازې د ده په ټکو " نسل وژنې" او د ایغورویانو او نورو مسلمانانو د حقونو تر پښو لاندې کولو ته د خلکو پام واړوي. چین دا اقدام وروسته تردې کوي چې اروپایي ټولنې، بریتانیا، کاناډا او د امریکا متحده ایالاتو د شېنجین د سیاسي او اقتصادي ډلو پر څو غړو د بشري حقونو د سرغړونو په خاطر بندیزونه ولګول. Читать дальше...
مطیع الله چې ۲۶ کاله عمر لري او جګړې ترې د سترګو لید اخېستی دی وايي، شااوخوا اووه کاله مخکې د غزني پر لاره د دوی پر موټر ډزې وشوې چې ځینې ملګري یې ووژل شول او ځینې معلول شول. مطیع الله زیاته کړه: " کابل ته راغلم، دوه لېتره وینه مې ضایع کړه، په روغتون کې کابو ۶ میاشتې په کوما کې وم، کله چې له کوما ووتم، ډاکټرانو رانه سترګې ایستلې وې، نه رغېدې، ویل یې خون ريزي يې نه شو راګرځولی، سترګې یې وباسئ." دا یوازې مطیع الله نه دی چې په دې حالت اخته شوی، بلکې د ده په څېر میلیونونه نور په ورته توګه معلول شوي دي. Читать дальше...
په کوټه کې د ټي بي روغتون مشر ډاکټر نورالله موسا خیل وویل، په بلوچستان کې د ټي بي له کیسونو داسې معلومیږي چې دا ۲۰ یا ۳۰ فيصده زیات شوي دي
د بنو جانيخېلو پرلتوال له حکومت سره د مذاکراتو تر ناکامۍ وروسته د مارچ پر ۲۸مه نېټه د اسلام اباد پر لور روان شوي دي خو پوليسو پر ټوچي پله د دوی مخه نيولې ده. د دوی په ملاتړ په بنو کې ډومېل وزيرو بل پرلت وهلی دی. د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين او د قامي اسمبلۍ غړی محسن داوړ په لاريون کې د ګډون لپاره په لاره ول چې په کرک کې پوليسو نیولي دي. په جانيخېلو کې له تېرې يوې اوونۍ راهيسې د څلور ځوانانو د وژنې پرضد پرلت وهل شوی وو.
د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه فعال عبدالله ننګیال ویلي، د کوهاټ پولیسو د غورځنګ مشر منظور پښتین نیولی او نامعلوم ځای ته یې بیولی دی. نوموړي دغه خبره څو شېبې وړاندې پر خپله ټویټرپاڼه کړې ده. د ازادي راډیو د مشال څانګې د راپور له مخې، د کرک پولیسو د غورځنګ بل مخکښ او له شمالي وزیرستانه د قومي اسامبلۍ غړی محسن دوړ نیولی او کوهاټ ته یې بیولی دی. دوی دواړه د جاني خېلو د اوسیدونکو هغه لاریون ته روان و چې دغلته د څلورو تنکیو ځوانانو د وژنې په غبرګون کې پيل شوی دی. د دې څلورو هلکانو مړي تر ۲۰ ورځو لادرکۍ وروسته د مارچ په ۲۱مه موندل شوي وو. Читать дальше...
د پاکستان پولیسو په خېبر پښتونخوا کې د هغو زرګونه مظاهره چیانو مخه ونیوله چې اسلام اباد خواته روان وو. اعتراض کوونکي د هغو څلورو تنکیو ځوانانو د وژنې په غبرګون کې لاریون ته راوتلي چې د افغانستان پولې ته نژدې قبایلي سیمه کې وژل شوي دي. د جاني خېلو د سیمې شااوخوا درې زره اوسیدونکو نن یکشنبه(د وري ۸مه) سهار د اسلام اباد په لور خپل لاریون پیل کړ، خو بنو ښار ته نژدې یې پولیسو مخه ونیوله. اعتراض کوونکي داسې مهال اسلام اباد خوا ته روان شول چې جاني خېلو کې ۷ ورځنی پرلت یې له کومې نتیجې پرته پای ته ورسېد. Читать дальше...
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، په لویو لارو کې اخاذیو او ناامنيو د سوداګرو کارونه ټکني کړي دي. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویاند جان اقا نوید نن یکشنبه (د وري ۸مه) ازادي راډيو ته وویل چې په تېرو څو میاشتو کې د کابل ـ کندهار – هرات لویې لارې سوداګر له ګڼو نا امنیو سره مخ دي. د کابل هرات لویه لار له تېرو څو کلونو راهیسې یوه له ډېرو ناامنو لارو ګڼل کېږي. دغه لاره ډېرځله د چاودنو، د ناټو پر اکمالاتي کاروانونو د بریدونو، د موټرو د سوځولو، تښتونو او یرغمل نیولو د خونړیو پېښو شاهده وه. Читать дальше...
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د کابل له صنعتي نندارتون څخه ۳۰۰ زرو خلکو لیدنه کړې او شرکتونو د ۴۰۰ زره افغانیو په شااوخوا کې خپل محصولات پلورلي دي. د دغه وزارت ویاند فواد احمدي نن یکشنبه (د وري ۸مه) ازادي راډیو ته وویل چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د۱۴۰۰ لمریز کال او نوروز جشن په مناسبت د کابل په چهلستون باغ کې درې ورځنی صنعتي نندارتون جوړ کړی و چې څه د پاسه درې سوه زرو کابل ښاریانو ورڅخه لیدنه وکړه. په دې نندارتون کې د ۶۰ شرکتونو له خوا، غالۍ، کرنیز محصولات، لاسي صنایع ، زعفران، ودانیز... Читать дальше...
ولسمشر محمد اشرف غني وايي، ځوانان باید په بېلابېلو برخو کې مهارتونه لوړ او تخصص ترلاسه کړي. ښاغلي غني دا څرګندونې د یکشنبې (د وري ۸مه) په ورځ د ځوانانو عالي شورا په پرانېست غونډه کې وکړې او ويې ويل، ځوانان باید د ملي یووالي د ساتلو لپاره کار وکړي. نوموړي زیاته کړه: "هغه ځوان چې فساد او تعصب کوي، ملي وحدت ته صدمه رسوي او یا په رښتیا د کار کفایت نه لري او په خپل مټ استوار نه وي، د دغه ځوان په مقابل کې تاسې (ځوانان) باید ودرېږئ." ښاغلي غني د ځوانانو بې روزګارۍ ته په اشارې سره وویل چې په افغانستان... Читать дальше...
درې اروپایي هېوادونو فرانسې، بلجیم او پولنډ د کرونا وبا د مخنیوي په پار محدودیتونه سخت کړي دي. د جرمني د روغتیا وزیر هم ویلي، فکر کوي چې له لسو تر ۱۴ ورځو یوه قرنطین یا ټولبند ته اړتیا شته چې د ویروس خپرېدل کنټرول کړي. په فرانسه کې د همدې میاشتې له پيله د کرونا ورځنۍ پېښې دوه برابره شوي او د روغتونونو د بیړنۍ پاملرنې خونې یې په بې ساري ډول ډکې شوي دي. بلجیم د اړینو توکو له پلورنځیو پرته نور ټول پلورنځي او کاروبارونه تړلي دي. پولنډ هم ورته بندیزونه معرفي کړي دي. د دې برعکس بریتانیا کې بیا د محدودیتونو په لېرې کولو غور کوي. Читать дальше...
د افغانستان د سنوبورډ ملي فدراسیون د کمال خان بند د پرانېستې په مناسبت د سنوبورډ یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کړې. د دغه فدراسیون رئیس احمد رومل حیات نن یکشنبه (د وري ۸مه) ازادي راډیو ته وویل چې دغه لوبې د مزارشریف د حیرتان د شګو په غونډیو کې د یوې ورځې لپاره جوړې شوې وې. نوموړي وویل چې په یادو سیالیو کې د سنوبورډ لسو لوبغاړو ګډون کړی وو. سنو بورډ په افغانستان کې نوې لوبه ده. د سنوبورډ فدراسیون د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۷ زېږدیز کال کې جوړ شو چې اوس مهال شااوخوا لس ملي لوبغاړي لري.
د انګلستان او هند ترمنځ وروستۍ او برخلیک ټاکونکې یو ورځنۍ کرکټ لوبه نن یکشنبې (د وري ۸مه) ترسره کېږي. دا لوبه ځکه مهمه ده چې له دې وړاندې دوه لوبې شوي چې یوه یې هند او بله یې انګلستان ګټلې ده. دا لوبه نه یوازې د لوبلړۍ د ګټلو لپاره مهمه ده، بلکې د کرکټ نړیوالې شورا په درجه بندۍ کې په لومړي مقام لوبه هم ده. اوس مهال انګلستان په یو ورځنیو لوبو کې لومړی مقام لري او که هند دا وروستۍ لوبه وګټي نو په درجه بندۍ کې لومړی مقام اخلي.
طالبانو د ملګرو ملتونو له مرستندوی ماموریت یوناما او نورو بشرپالو ادارو غوښتي چې خوست کې د هغې پېښې "ریښتینی راپور" ثبت او خپور کړي چې دوی ملکي وژنې بللې دي. طالبانو نن یکشنبه (د وري ۸مه) په یوه خبرپاڼه کې ادعا کړې چې د خوست په صبریو ولسوالۍ کې د افغان ضربتي قواوو په عملیاتو کې چې د دوی په وینا د بهرنیو هوایي ځواک یې ملتیا کوي، لږ تر لږه شل ملکیان وژل شوي او یو شمېر نور ټپيان دي. د طالبانو د قطر د دفتر ویاند محمد نعیم ازادي راډیو ته وویل: "تقریبآ تر شلو پورې عام خلک ماشومان او ښځې په کورونو... Читать дальше...
د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله وایي، له طالبانو سره د قدرت ویش او دغه راز له ټاکلي مودې مخکې ټاکنو ته چمتو دی. ښاغلي عبدالله په فرانسه کې له فرانس۲۴ ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي، د ترکیې راتلونکې غونډه د افغانستان د سولې لپاره یو ځانګړی فرصت دی او په خبره یې د جګړې د پای ته رسولو لپاره دوه طرحې ورته چمتو شوي دي. دی وايي: " دوه موضوعات زمونږ په مخ کې دي، یو د لنډې مودې لپاره د قدرت ویش دی، موږ د قدرت د ویش لپاره له خپلو همکارانو سره خبرې او شرایط شریک کړي دي، دوهمه موضوع به نه پوهېږم... Читать дальше...
د افغانستان په ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار کې بهسودو پله ته څېرمه د جاپاني موسسې د پخواني وژل شوي مشر ډاکټر ناکامورا د څلې او پارک د جوړېدو د بنسټ ډبره کېښودل شوه. د ډاکټر ناکامورا د څلي او پارک د جوړېدو چارې د مارچ په ۲۷ مه نېټه پیل شوې. د ننګرهار چارواکي وايي چې دا څلې پارک به د پنیځه نیم میلیونو افغانيو په ارزښت په شپږو مياشتو کې بشپړ شي. د جلال اباد ښاروال انجينر اباسين بهير د ناکامورا د څلې او پارک د بنسټ د ډبرې د اېښودو پر مهال وویل، "دا ساحه چې نن په کې موږ د ناکامورا د څلې او پارک... Читать дальше...
د فرانسې پایتخت پاریس پرون شنبه(د وري ۷مه) د افغانستان ملي اتل احمد شاه مسعود په نوم د یوې سیمې د نومولو شاهد و. په دې اړه جوړو شوېو مراسمو کې پخواني افغان جمهور رئیس حامد کرزي، د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله، د احمد شاه مسعود زوی احمد ولي مسعود او د پاریس ښار د ښاروالۍ چارواکو ګډون درلود. د احمد شاه مسعود په نوم نومول شوې سیمه د پاریس د شانزه لیزه ماڼۍ ته څېرمه ده او پرون پرې د همدې مراسمو په ترڅ کې د احمد شاه مسعود په نوم لوحه ولګول شوه. د احمد شاه مسعود زوی احمد مسعود... Читать дальше...
په برما کې وروسته له هغه چې پوځ د دغه هېواد کنټرول په لاس کې واخېست، د کودتا د مخالفینو خونړۍ ځپنه يې پیل کړه. د مارچ په ۲۷مه نېټه په دغو ځپنو کې تر ۹۰ زیات کسان ووژل شول او دا په برما کې تر ټولو خونړۍ ورځ بلل شوې. د دوولسو هېوادونو نظامي مشرانو د کودتا د مخالفینو ځپنه غندلې او د امریکا، جاپان، جنوبي کوریا، اسټرالیا او ګڼو ناټو هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې وویل چې په برما یا میانمار کې پوځ د خپل هېواد د خلکو په سترګو کې اعتبار بایللی دی. په اعلامیه کې راغلي، مسلکي ځواکونه د چلند نړیوال معیارونه... Читать дальше...
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني وايي، د افغانستان نظام به د افغانانو په خوښه وي او کوم نظام چې افغانان يې و نه غواړي، په زور يې څوک پرې نه شي منلای. جمهور رئیس غني چې نن یکشنبه (د وري ۸مه) یې د ځوانانو عالي شورا په لومړنۍ غونډه کې خبرې کولې وويل: "فرصت مو په دې کې دی چې د یوه عادل نظام ستنې کلکې کړئ، لوري ته یې برابر کړئ. ستاسې له خوښې پرته، هغه نظام چې نه یې غواړئ، څوک پر تاسې تحمیلولای شي. له همدې کبله باید پر دې بنسټیز فکر وکړئ چې څه ډول یو نظام غواړئ او څه ډول یوه سوله غواړئ." د افغانستان... Читать дальше...
په هرات کې یوې ترافیکي پېښې لږ تر لږه شپږ تنه وژلي او څه باندې لس تنه نور یې ژوبل کړي دي. د هرات د حوزوي روغتون سرطبیب عارف جلالي ازادي راډيو ته وویل چې دا پېښه تېره شپه شوې ده: "د هرات-کندهار پر لویه لار د شینډنډ په سیمه کې یوه خاور موټر ټکر کړی دی چې په خواشینۍ سره شپږ تنه په کې مړه شوي او ۱۳ نور ټپیان دي، دوی یې روغتون ته راوړي، ټول یې نرینه او هغه مساپر دي چې احتمالاً ایران خوا ته تلل." د پېښې د لامل په اړه تر اوسه څه نه دي ویل شوي، خو له دې وړاندې د دې ډول پېښو علت د موټر چلوونکو بې احتیاطي او چټک مزل ښودل شوی دی. Читать дальше...
د پکتیا چارواکي وایي، طالبانو دغلته د بخت په نوم د ولسي جرګې د تېرو ټاکنو یو نوماند وژلی او د یوه قومي مشر په ګډون یې شپږ تنه نور کسان له ځان سره بیولي دي. د پکتیا د امنیه قوماندانۍ ویاند محمد لعل امیري ازادي راډیو ته وویل چې دا پېښه پرون شنبه (د وري ۷مه) مازدیګر مهال د دغه ولایت د ډنډ پټان او ګردېز ترمنځ د لویې لارې په اوږدو کې د احمدخېلو ولسوالۍ اړوند د مشکي سیمه کې شوې ده. امیري وایي، بیول شوي قومي مشر شیر علي منګل نومیږي او ورسره پنځه ملګري هم د ده په ونیا ولسي وګړي دي: "یو نفوذي کس فکر... Читать дальше...
د کورنیو چارو وزارت وایي، هغه پولیس یې د امنیتي ځواکونو له لیکو لېرې کړ چې تورخم کې يې یوه مېرمن په کېبل وهلې وه. د دغه وزارت ویاند طارق ارین نن یکشنبه (د وري ۸مه) رسنیو ته په استول شوي پيغام کې ویلي، دا ګام وروسته له هغه پورته شو چې تورخم دروازه کې په همدې تړاو د پېښې اخېستل شوې ویډیو چې د ده په ټکو پخوانۍ وه، وارزول شوه. ارین وایي، د پولیسو دغه منسوب وهاب نومېده او نور به ټول عمر په امنیتي ځواکونو کې د کار کولو اجازه ونه لري. کورنیو چارو وزارت وایي، د هر پولیس له خوا د خلکو د ځورولو پېښې ورته د منلو نه دي.
په ډېره اسماعيل خان کې د جيپونو ځغل درې ورځنۍ سيالۍ د مارچ پر ۲۸مه پای ته رسيږي. د ځغل په دې سياليو کې نيږدې ۱۰۰ جيپ ځغلوونکي برخه اخلي۔ د "ډېره جات" په نوم دې مېله کې نورې لوبې د کورونا وبا له کبله لغو شوي دي. نور حال د اشتياق مسيد په ويډيويي راپور کې وګورئ.