کابل والي: د نشه يي توکو قاچاق کوونکو پر وړاندې د پولیسو کړنې کمزوري دي
د کابل والي د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو سره د مبارزې معینیت پر کارونو د نیوکي ترڅنګ وایي، یاد معینیت په کابل کې د نشه یي توکو د عمده پلورونکو په نیولو کې پاتې راغلی دی. محمد یعقوب حیدري د هغو سیمو په اړه چې نشه یي توکي په کې خرڅېږي وویل: "د کورنیو چارو وزارت په دې برخې کې تر جدي نیوکو لاندې دی، موږ ټول پوهېږو چې په هودخېلو کې څه تیریږي، د نشه یي توکو عمده خرڅلاو په کې روان دی. کسان مشخص دي، خو پولیس یې نه نیسي، زه نه پوهېږم چې له نشه یي توکو سره د مبارزې معینیت په څه اخته دی؟" ښاغلي حیدري... Читать дальше...