Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2021

Новости за 09.03.2021

چارواکي: د خوست ۱۰۰ ښوونځي ودانۍ نه‌لري

Pa.azadiradio.com 

سره له دې چې په خوست کې د تېر یو کال په موده کې ۱۱۶ ښوونځیو لپاره لويې او وړې ودانۍ جوړې شوي، خو د مسؤلینو په وینا لا هم د دې ولایت ۱۰۰ ښوونځي ودانۍ نه‌لري. د پوهنې چارواکي وايي، د خوست ۴۰ سلنه زده‌کوونکي د زده‌کړو لپاره له مناسب چاپېریاله بې‌برخې پاتې شوي دي. د خوست د پوهنې رئیس نصیر احمد روښان د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د کب ۱۹» د لکڼو د سرحدي سیمې اړوند د سیرکیو بوړیو لېسې ته د نوې درې پوړیزې ودانۍ د پرانیستې په څنډه کې ازادي راډیو ته وویل، د ټول ولایت په ځانګړي ډول د ولسوالیو په کچه د مسلکي... Читать дальше...

د برېښنايي کېدو په لور د افغانستان یو بل ګام؛ د ښاروالیو لپاره اپلېکېشن جوړ شو

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د برېښنايي کېدو په لور یو بل ګام! د افغانستان د سیمه‌ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د دغه هېواد په څلورو ولایتونو کې د ښاروالیو د خدمتونو د معلومولو لپاره د 'زما ښار' په نوم یو انلاین اپلېکېشن جوړ کړی. د دې ادارې چارواکي وايي، د دغه اپلېکېشن په جوړولو سره اوس هر څوک کولای شي د ښاروالیو په اړه ټول معلومات او خدمتونه په اسانه ډول معلوم او ځان پرې پوه کړي. د دې ادارې ویاندې نرګس مومند د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د کب ۱۹» ازادي راډیو ته وویل، دغه اپلېکېشن د اوس لپاره یوازې په څلورو ولایتونو کې کار کوي. Читать дальше...

چین د کرونا ډیجیټال واکسین د ورکولو پروګرام پیل کړ

Pa.azadiradio.com 

چین د کرونا ډیجیټال واکسین د ورکولو پروګرام د هغو کسانو لپاره پیل کړ چې د سفر نیت لري. دا ډیجیټال تصدیق چې په‌کې د کرونا ویروس د ازموینې نتیجه معلومه شوې وي، د دوشنبې په ورځ د (وي چټ) په نوم د ټولنیزو رسنیو له لارې پيل شو.  د چین د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند نن وویل، د اوس لپاره دا تصدیق جبري نه‌دی او یوازې یې چینایي اتباع ترلاسه کولای شي.  د امریکا متحده ایالاتو او بریتانیا هم د ورته اجازې ترلاسه کولو پر اسنادو غور کوي.  اورپایي ټولنه هم د زرغون پاسپورټ د ارزونې په حال کې ده چې خلکو ته... Читать дальше...

د بلجیم پولیسو د مخدره موادو د قاچاق کوونکو ضد عملیات پيل کړل

Pa.azadiradio.com 

د بلجیم پولیسو د مخدره موادو د قاچاق کوونکو پر ضد نن پراخ عملیات پيل کړل. ډېر تمرکز یې د انټورپ پر بندر دی چې اروپا ته د کوکائینو د قاچاق عمده لاره ګڼل کېږي.  په دې عملیاتو کې تر ۱،۵۰۰ ډېرو کسانو برخه اخیستې ده چې سهار وختي په یوه وخت نږدې ۲۰۰ ځایه پيل شول. د بلجیم د فدرالي څارنوالۍ د دفتر یوه ویاند وویل چې دا د بلجیم پر خاوره تر ټولو ستر عملیات دي.  د راپور له مخې په دې عملیاتو کې په ځانګړي ډول د کوکائین سوداګر او له دې سره تړلي جرمي ډلې په نښه کېږي.  تېر کال ۶۵،۵ ټنه کوکائین د انټورپ په... Читать дальше...

'د پېړۍ ستر فرهنګي جنایت'؛ بامیانو کې د بودا مجسمو د ویجاړېدو تلین لمانځل کېږي

Pa.azadiradio.com 

په بامیانو کې د بودا مجسمو د ویجاړېدو له ۲۰م تلین سره هم‌مهاله 'له بودا سره شپه'، نهم پروګرام 'د پېړۍ ستر فرهنګي جنایت' په نوم پیل شوی دی. طالبانو ۲۰ کاله مخکې د کب په ۲۱مه د بودا مجسمې ونړولې، دا کار د نړیوالو له پراخ مخالفت سره مخ شو. په بامیان ولایت کې"له بودا سره شپه" پروګرام له تېرې نږدې یوې لسیزې راهیسې په بېلابېلو فرهنګي او هنري پروګرامونو سره د دې مجسمو په یاد جوړېږي. د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهیر د دې لړۍ پروګرام په پرانیست غونډه کې د بودا مجسمو ویجاړول... Читать дальше...

په پاکستان کې د ښځو حقونو مبارزې ولسي بڼه اخیستې

Mashaalradio.com 

د ښځو نړيوالې ورځې په مناسبت د مارچ پر اتمه نېټه د پاکستان په لويو ښارونو کې ښځو لاريونه وکړل او د خپلو حقونو په حق کې يې شعارونه ورکړل او ویناګانې يې وکړې. د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر په پاکستان کې هم له لسیزو راهيسې د ښځو نړيواله ورځ لمانځل کېږي خو له تېرو څلورو کلونو کې نه يوازې د دې ورځې د لمانځلو طريقه بدله شوې بلکې تنظيمې ساخت، شعارونه او د لاريونونو په ساحه کې يې هم بدلون راغلی دی. پخوا به په دې هېواد کې د ښځو نړيواله ورځ په ټيټه کچه لمانځل کېده او په محدوده ځایونو لکه په تالار يا د پرېس... Читать дальше...

د نوښار په خېشکو کې د والیبال اتلولۍ پای لوبه

Mashaalradio.com 

د مارچ پر اتمه نېټه ماښام مهال د نوښار په خېشکو کې د "باچا خان بابا" په نوم د والیبال اتلولي پای ته ورسېده چې پکې د خیبر پښتونخوا د بېلا بېلو سیمو لوبډلو برخه واخیسته. پایلوبه د ازاخېلو او ارمړو ډلو ترمنځ وه چې ازاخېلو وګټله. نور تفصیل په دې ویډیويي راپور کې.

د جمهوري ریاست د لوړې لومړۍ کلیزه؛ د اشرف غني څومره ژمنې عملي شوي؟

Pa.azadiradio.com 

د مارچ نهمه/ د کب ۱۹، نن د افغانستان د جمهور رئیس محمد اشرف غني د دوهمې دورې د لوړې له لومړۍ کلیزې سره برابره ده.   تېر کال ښاغلي غني په همدې ورځ د جمهوري ریاست د لوړې په مراسمو کې ملت سره ګنې ژمنې وکړې او ځان‌یې د هغو په پلي کېدو مکلف وباله. د تاوتریخوالي د کمولو لپاره د طالب زندانیانو خوشې کول، د بین‌الافغاني خبرو پیل، له فساد سره غوڅه مبارزه، د صادراتو زیاتوالی، په وزارتونو او ادارو کې د سرپرستۍ ختمول او د پوهنې او لوړو زده‌کړو په برخو کې پانګونه، د ښاغلي غني مهمې ژمنې وې.  ښاغلي غني دغه‌شان... Читать дальше...



سندرغاړې منیژه 'یورو ویژن' سیالیو کې د روسیې استازیتوب کوي

Pa.azadiradio.com 

سندرغاړې منیژه چې له اصله د تاجکستان ده، سږ کال د یورو ویژن د سندرو په سیالۍ کې د روسیې په استازیتوب ګډون کوي.  د دې سیالیو کوربنې یانا چوریکووا پرون دوشنبه(د کب ۱۸مه) وویل چې نهه ویشت کلنه منیژه د خلکو د راییو له لارې د دې سیالیو لپاره غوره شوې ده چې هر کال یې په میلیونونو کسان په ټوله نړۍ کې ګوري.  منیژه د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ښه نیت سفیره هم ده.

د برما په یانګون ښار کې ګڼو اعتراض کوونکو له ګرځبندیزه سرغړونه کړې

Pa.azadiradio.com 

د برما په ستر ښار یانګون کې ګڼو کسانو تېره شپه په اعتراضونو کې برخه واخېسته او د شپې د اتو بجو له اعلان شوي ګرځ بندیز څخه یې سرغړونه وکړه. دوی د هغو نژدې دوه سوه محصلینو ملاتړ وکړ چې د ښار په یوه څنډه کې امنیتي ځواکونو محاصره کړي دي.   په برما کې تېره میاشت پوځ واک ترلاسه کړ او د انګ سان سوچي منتخب حکومت یې ړنګ کړ.  تر دې را وروسته هره ورځ دې هېواد کې مظاهرې روانې دي. امنیتي ځواکونه د اعتراض کوونکو پر ضد لاس په کار شوي دي او ګڼ کسان یې تر اوسه نیولي دي.  د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د دفتر... Читать дальше...

رولا غني: د ښځو اقتصادي پیاوړتیا د سیاسي او اقتصادي ثبات لامل کېږي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لومړۍ مېرمن بي بي ګل رولا غني وایي، د ښځو اقتصادي پیاوړتیا نه یوازې د دوی پر وړاندې د تاوتریخوالي د کچې د راټیټېدو لپاره ګټوره ده، بلکې د هېواد او سیاسي پرمختګ برخه کې هم مهمه ده. ‎رولا غني د مارچ د اتمې د ښځو د پيوستون د نړیوالې ورځې په مناسبت د 'ښځو پیاوړتیا لپاره د لارې نقشې' په نوم یوه ناسته کې په کابل کې په اقتصادي فعالیتونو کې د ښځو د محدودې ونډې په اړه نیوکه وکړه. ‎نوموړې وویل: "ښځې باید د هېواد په اقتصاد په پیاوړتیا کې فعاله ونډه ولري، په سیاست او پرمختګ کې سهیمې شي، له بده... Читать дальше...

د باجوړ فاطمه اقبال په فزکس کې د سرو زور تمغه اخېستې

Mashaalradio.com 

په سروې خپرونه کې له باجوړه فاطمه اقبال او د هغې خاوند ثنا الله مو مېلمانه دي. فاطمه اقبال په فزکس کې د سرو زرو تمغه اخیستونکې هغه جینۍ ده چې د خاوند په مرسته یې په باجوړ کې د نجونو لپاره یو ښونځی پرانېستی دی. فاطمه ته په دا وررستیو کې یوت اف باجوړ په نوم د ځايي ځوانانو یو سازمان د ( وومن اف د اییر ایوارډ ۲۰۲۰) ورکړې دی. په پروګرام کې له دوی سره د ګډو کوښښونو په اړه خبرې کوو. د پروګرام کوربنه ملیحه امیرزاده ده.

د یوناما ځانګړې استازې د افغان سولې د راتلونکي پړاوونو لپاره دوحې ته رسېدلې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر یا یوناما ځانګړې استازې دیبرالاینز نن سې شنبه (د کب ۱۹مه) د قطر پلازمېنې دوحې ته رسېدلې ده. یوناما په یوه لنډه خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر یا یوناما ځانګړې استازې دیبرالاینز د افغان سولې د راتلونکې پړاونو په اړه د خبرو لپاره دوحې ته سفر کړی دی. په خبرپاڼه کې دا هم راغلي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې به په دې سفر کې د افغانستان له مرکچي پلاوي او نړیوالو متحدانو سره د افغانستان د سولې په... Читать дальше...

ملالې یوسفزۍ له اپل پلس ټلوېزیون سره د ډرامو او فلمونو د جوړولو هوکړه وکړه

Pa.azadiradio.com 

د نوبل د سولې د جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ له اپل پلس ټلوېزیون TV+ سره د هغو ډرامو او مستندو فلمونو د جوړولو قرارداد لاسلیک کړ چې تمرکز به یې د ښځو او ماشومانو پر اړوندو مسایلو وي. اپل ټلوېزیون نن- سې شنبې(د کب ۱۹مه) وویل، ملالې چې په تاند پېغلتوب کې یې د نوبل جایزه ګټلې ومنله چې د خپلې وړتیا پر مټ به له دې ټلوېزیون سره د نړۍ په کچه د خلکو د هڅونې په مقصد د څو کلونو په مخه په دې برخه کې ګډ کار کوي.   اپل کمپنۍ وايي چې د ټلوېزیوني ډرامو او مستندو په دې لړۍ کې به د ماشومانو لپاره انیمېشن فلمونه او سریالونه هم شامل وي. Читать дальше...

تمه ده د 'وري په ۲مه' نېټه د کمال خان بند رسماً پرانېستل شي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې د ۱۴۰۰ لمریز کال د وري يا حمل په دوهمه نېټه د کمال خان بند رسماً پرانېستل شي. د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت ویاند فواد احمدی نن سې شنبه(د کب ۱۹مه) ازادي راډیو ته وویل چې دغه بند د اقتصادي او صنعتي په تېره بيا د هېواد د کرنې په وده او پراختيا کې حياتي رول لري. نوموړي وویل چې د خصوصي برخې استازو هم ژمنه وکړه چې د کمال خان بند د پرانېستلو په مراسمو کې ګډون کوي او د تبليغاتي توکو ، بېل بورډونو په چاپولو ، راډيويي اعلانونو په خپرولو اوپه نورو تبليغاتي توکو په برابرولو کې به خپل مسووليت ادا کړي. Читать дальше...

لغمان کې د مربا او اچارو معیاري فابریکه جوړه شوه

Pa.azadiradio.com 

په ختیځ ولایت لغمان کې د مربا او اچارو معیاري فابریکه جوړه شوه.  د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن سې شنبه(د کب ۱۹مه) ازادي راډیو ته وویل چې لغمان ولایت کې دا د اچارو او مربا لومړۍ فابریکه ده چې جوړېږي. د چارواکو په خبره د مربا او اچارو د «بهار سبز» په نوم د تولیداتو دا فابریکه د ورځې په منځني ډول  د دوه مټریک ټنو اچارو او مربع د تولید وړتیا لري.  ښاغلی رستمي وایي چې یاده فابرېکه د مارکېټ اړتیاوو ته په کتو ولسونو ته باکیفیته مربا او اچار تولیدوي او په ارزانه بیه یې د خلکو په واک کې ورکوي. Читать дальше...

د بلوچستان سرانانو کیمپ کې له افغان زده کوونکو سره مرسته شوې

Mashaalradio.com 

د بلوچستان د پښین په سرانانو پنډغالي کې د افغان کډوالو له زده کوونکو سره یوه ناحکومتي خیریه سازمان د کتابچو او بستو مرسته کړې. په دې کیمپ کې ۷،۰۰۰ هلکان او نجونه زده کړې کوي چې د ډېریو کورنۍ په بېوزلۍ کې ژوند کوي. تفصیل په ویډویي رپورټ کې.

ماین چاودنې د غزني د 'ده یک ولسوالۍ' سرپرست امنیه قوماندان وواژه

Pa.azadiradio.com 

د غزني ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، ددې ولایت د ده یک ولسوالۍ سرپرست امنیه قوماندان د یوه ماین په چاودنه کې ووژل شو. د غزني د والي ویاند واحدالله جمعه زاده د سې شنبې ورځ (د کب میاشتې ۱۹نېټه) رسنیو ته ویلي، قوماندان عبدالرحمن فاتح یادې ولسوالۍ ته د اکمالاتو د ترسره کولو لپاره تللی و چې ماین پرې وچاودېد.  ښاغلی جمعه زاده زیاتوي: "تېر مازدیګر ناوخته، د ده یک ولسوالۍ سرپرست امنیه قوماندان دوهم څارن عبدالرحمن فاتح د وسله والو مخالفینو د سړک غاړې په ماین چاودنه کې شهید شو." جمعه زاده زیاته کړه، په دغه برید کې بل چاته زیان نه دی اوښتی. Читать дальше...

Новости России
Москва

звезды шоу-бизнеса посетили весеннюю неделю моды estet fashion week


ملالې یوسفزۍ له 'اپل پلس ټلوېزیون' سره د فلمونو جوړولو هوکړه وکړه

Pa.azadiradio.com 

د نوبل د سولې د جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ له اپل پلس ټلوېزیون TV+ سره د هغو ډرامو او مستندو فلمونو د جوړولو قرارداد لاسلیک کړ چې تمرکز به یې د ښځو او ماشومانو پر اړوندو مسایلو وي.  اپل ټلوېزیون نن سې شنبې(د کب ۱۹مه) وویل، ملالې چې په تاند پېغلتوب کې یې د نوبل جایزه وګټله، منلې چې د خپلې وړتیا په مټ به له دې ټلوېزیون سره د نړۍ په کچه د خلکو د هڅونې په مقصد د څو کلونو په مخه په دې برخه کې ګډ کار کوي.  اپل وايي چې د پروګرامونو په دې لړۍ کې به د ماشومانو لپاره انیمېشن فلمونه او سریالونه هم شامل وي. Читать дальше...

امریکا: روسیه د فایزر شرکت واکسین په اړه ناسم معلومات خپروي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحدو ایالاتونو پر روسیې تور لګولی چې د کروناویروس پرضد د فایزر شرکت له خوا د جوړو شوي واکسین په اړه ناسم مالومات خپروي او ژمنه یې کړه ده چې په دې برخه کې به ځوابي اقدام وکړي.  وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې وړمه ورځ د بهرنیو چارو وزارت اړوند د نړیوال تماس د مرکز د موندنو په اساس راپور ورکړ چې د درمل جوړولو د امریکايي شرکت فایزر له خوا د کرونا ویروس پرضد د جوړ شوي واکسین پر وړاندې د منظم کمپاین په څلورو آنلاین پلاټفورمونو کې د روسیې استخبارات لاس لري.  د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ... Читать дальше...

هشت صبح: انګېرنې دا دي چې امریکایان به دا ځل د افغانستان مسئله یو طرفه کړي

Pa.azadiradio.com 

هشت صبح هشت صبح ورځپاڼې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن هغه لیک ته اشاره کړې چې په وروستيو کې د افغان حکومت مشرانو ته استولی دی.  وړاندې راغلي، دغه لیک د افغان سیاسي مشرانو ترمنځ د جمهوریت په حوزه کې د ګڼو اختلافاتو او په دوه برخو د وېشل کېدو لامل شوی. ورځپاڼې لیکلي که څه هم دغه اختلافات له پخوا موجود وو، خو اوس رسنیز شوي دي. ورځپاڼې د انتوني بلېنکن لیک په تړاو د ارګ او سپیدار غبرګون اخېستی چې ارګ د بلېنکن لیک باندې نېوکه کړې، خو سپیدار ماڼۍ دغه دریځ ستایلی او هغه یې واقع‌بینانه بللی. Читать дальше...

د سولې په اړه د امریکا پلان کې مؤقته اداره او د اوسني حکومت د بدلون غوښتنه شوې

Pa.azadiradio.com 

راپورونه وايي، د امریکا متحدو ایالاتونو د افغانستان لپاره د سولې داسې یو پلان چمتو کړی چې د اوسني حکومت د بدلون او د یوې مؤقتې ادارې د جوړېدو غوښتنه په کې شوې. د سولې دې پلان کې چې رویټرز او اسوشیټېډ پرېس خبري اژانسونو یې متن لیدلی، راغلي چې دا مؤقت حکومت به د افغانستان پر نوي اساسي قانون د موافقې او د انتخاباتو د ترسره کېدو تر مهاله واکمن وي او په عین حال کې به یو ګډ کمېسیون پر اوربند څارنه کوي. د راپورونو له مخې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد دا طرح له ولسمشر... Читать дальше...

د مارچ ۸مه؛ پکتیا کې سږ د تېر کال پرتله ښځو سره تاوتریخوالی زیات شوی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد د نورو ولایتونو تر څنګ په پکتیا کې هم د ښځو نړیواله ورځ د یوې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه.  د پکتیا د ښځو چارو ریاست وایي، د تېرکال پرتله سږکال له دوی سره د تاوتریخوالي د قضیو په ثبت کې زیاتوالی راغلی.  په دې غونډه کې د ښځو چارو رئیسې نسرین اوریاخېل وویل چې د دې پېښو د ثبت د زیاتیدو یو لامل د پکتیا د مرکز ګردېز په ګډون په ولسوالیو کې د عامه پوهاوي د کچې زیاتوالی دی چې مېرمنې د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره د دې ولایت رسمي ادارو ته تګ زیات کړی.  ... Читать дальше...

امریکا رسماً د ۷وژل شوېو افغان مېرمنو لپاره د جایزو ورکړه اعلان کړه

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، هغو ۷ افغان مېرمنو لپاره د افتخاري جایزو ورکړه رسماً اعلان کړه چې تېر میلادي کال په افغانستان کې په بېلابېلو حملو کې وژل شوي دي. په ټوله کې د بهرنیو چارو وزارت له خوا ۲‍۱ ښځو ته د زړورتیا جایزه ورکړل شوه چې ۷ تنه یې د افغانستان وې. انتوني بلېنکن تېره شپه په یوه ویډیويي پیغام کې د دغو ښځو نومونه اعلان کړل: "فاطمه خلیل چې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون کارکوونکې وه او دفتر ته پر لار په چاودنه کې ووژل شوه. مریم نورزاد چې د کابل د یوه روغتون قابله وه، د درېیو وسله والو په... Читать дальше...


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Елена Рыбакина

Прямая трансляция матчей Рыбакиной и Путинцевой за выход в 1/8 финала турнира в Мадриде






И куда смотрит Екатерина Михайловна Мизулина (и вся "Лига безопасного интернета")?

РФ в 2023 году заняла почти треть мирового рынка урана

Дело арестованного Тимура Иванова обрастает новыми подробностями, спорный кандидат на пост министра транспорта

Прогулки по Москве