امریکا له چین، روسیې او ځینو پیاوړو هېوادونو سره سیالي ستره ننګونه بولي
امریکا کې د جو بایډن په مشرۍ حکومت وایي، له چین، روسیې او یو شمېر نورو پیاوړو هېوادونو سره سیالۍ د امریکا په وړاندې ستره ننګونه ده. د سپینې ماڼۍ په یوه سند کې چې پرون خپور شو او د بایډن د ملي امنیت سیاست پهکې مشخص شوی، چین د نړۍ دوهمه درجه اقتصادي هېواد یاد شوی دی. په دغه سند کې راغلي، چین د امریکا یوازنی سیال دی چې په اقتصادي، ډيپلوماتیکو، تخنیکي او نظامي امکاناتو سره د نړیوال نظام ثبات ګواښلی شي. په دغه ۲۴ صفحهیي سند کې خبرداری ورکړل شوی چې روسیه هم هوډ لري خپل نړیوال نفوذ پیاوړی کړي او په نړیواله صحنه کې مخرب رول ولوبوي. Читать дальше...