Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2021

Новости за 05.03.2021

پلوشه: یو زوی مې پولیسو کې او بل داعش وسله والو کې، پر دواړه بوره شوم

Pa.azadiradio.com 

په کونړ کې د یوې مور دوه زامن چې یو زوی يې په ملي پولیسو او بل په داعش وسله واله ډله کې چې دده په وینا دواړه طالبانو سره په جګړه کې ووژل شول. دغه مېرمن پلوشه نومېږي وايي، کریم الله زوی يې په ملي پولیسو کې دنده ترسره کوله چې شپږکاله وړاندې د کونړ په چپې درې ولسوالۍ کې د ماین د یوې چاودنې ښکار شو. پلوشه زیاتوي بل زوی رحمن الله يې چې داعش وسله والو سره و، یو کال وړاندې د کونړ د ماڼوګي ولسوالۍ اومار سیمه کې طالبانو سره په جګړه کې ووژل شو چې په وینا یې د مړي د لیدو ارمانجنه یې وه. پلوشه ۵۰ کاله... Читать дальше...

پاپ فرانسس د عراق مرکز بغداد ته ورسېد

Pa.azadiradio.com 

د نړۍ د کاتولیک عیسیویانو مذهبي مشر پاپ فرانسس نن جمعه (د کب ۱۵مه)بغداد ته ورسېد. دا عراق ته د پاپ لومړی سفر او په نړۍ کې د کرونا د وبا له خپرېدو وروسته د هغه لومړی نړیوال سفر دی.  پاپ فرانسس هغو خبریالانو ته چې له ده سره په الوتکه کې وو، وویل خوښ دی چې د سفرونو لړۍ یې بیا پیل کړه او هغه ټاټوبي ته- چې له کلونو راهیسې شهید شوی دی، دا سیمبولیک سفر د ده دنده وه.  پاپ به د دې څلور ورځني سفر په ترڅ کې هڅه وکړي چې د عراق عیسويانو ته چې شمېر یې په کمېدو دی ډاډ ورکړي، د ادیانو ترمنځ د ډیالوګ لپاره... Читать дальше...

پکتیا کې د قبیلو ترمنځ شخړو کې د درنو وسلو کارونه او د خلکو اندېښنې

Pa.azadiradio.com 

په پکتیا کې د قبیلو ترمنځ د غرونو او ځمکو پر سر شخړو کې درنې وسلې کارول کېږي چې خلکو ته د مرګ او ژوبلې ترڅنګ درانه مالي زیانونه هم اړوي. د دې ولایت اوسیدونکي وایي، د پکتیا ځایي امنیتي چارواکي تراوسه د دې شخړو په هواري نه دي بریالي شوي او نه یې هم د درنو وسلو د پلور او استعمال مخه نیولې ده. د پکتیا ولایت د ډنډ پټان ولسوالۍ اړوند د منګلو، خروټو او د اریوب ځاځیو ولسوالۍ اړوند د خېرمنې او څپرې قبیلو ترمنځ شخړې یو له هغو څخه دي چې له کلونه راهیسې دوام لري او ترمنځ یې لسګونه کسان مړه او ټپیان شوي دي. Читать дальше...

ګورباچوف په 90 کلنې کې، هغې پخوا ته کتنه چې د تاریخ مسیر یې بدل کړ

Pa.azadiradio.com 

د پخواني شوروي رهبر میخایل ګورباچو د مارچ په ۲ مه نېټه ۹۰ کلن شو. هغه د شوروي په نړیدو او د سړې جګړې په پای ته رسولو کې د رول لرلو له کبله ستایل کیږي. ګورباچوف داسې مهال د شوروي رهبر شو چې ددې اتحاد سرتیري په افغانستان کې په جنګ ښکېل وو.

د وزلوبې د دوهم لیګ په لومړۍ ورځ ۴ لوبې وشوې

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د وزلوبې د دوهم لیګ په لومړۍ ورځ نن جمعه(د کب ۱۵مه) څلور لوبې وشوې.  په نننیو لوبو کې د کندهار، پنجشېر، کابل، لوګر، بامیان، سمنګان او کندز لوبډلې د سیالۍ ډګر ته ووتې.  د افغانستان د وزلوبې د فدراسیون سکرتر جنرال فهیم نظري ازادي راډیو ته وویل چې په نننیو سیالیو کې د کندهار لوبډله د پنجشېر، د سمنګان لوبډله د بامیان، د کابل لوبډله د لوګر او د کندز لوبډله د ننګرهار د لوبډلې پر وړاندې بریالۍ شوې.  د وزلوبې په دې لیګ کې شپاړس لوبډلې برخه لري. دا لیګ تېره شپه په کابل کې پرانېستل شو او ټاکل شوې چې د کب تر ۲۲مې پورې دوام وکړي.

ایران: د یوې مسافر وړونکې الوتکې د برمته کولو هڅه ناکامه شوه

Pa.azadiradio.com 

د ایران سپاه پاسداران ځواک ادعا کوي چې د یوې مسافر وړونکې الوتکې د برمته کولو هڅه یې ناکامه کړې ده.  سپاه پاسداران نن جمعه (د کب ۱۵مه) پر خپله وېب پاڼه په یوه بیان کې وویل چې د برمته نیوونکي هدف د هغې جټ الوتکې تښتول و چې له جنوب لویدیځ ښار اهواز څخه د شمال لویدیځ مشهد ښار پر لور روانه وه. په بیان کې راغلي دي چې دې الوتکې په اصفهان ښار کې بېړنۍ ناسته وکړه او د برمته نیوونکي هڅه شنډه شوه.  په پېښه کې د چارواکو په وینا چاته زیان نه دی اوښتی. د سپاه په خبرپاڼه کې ویل شوي، یرغمل نیوونکي- چې هویت... Читать дальше...

حکمتیار: طالبان دې د اوسني حکومت له استعفا وروسته مشروط اوربند سره هوکړه وکړي

Pa.azadiradio.com 

د حزب اسلامي سلګونو پلویانو د جمعې په ورځ د کابل په دهمزنګ کې لاریون وکړ. د لاریون دوو ګډونوال سیف‌الدین او خیرالله ازادي راډیو سره په خبرو کې د مظاهرې هدف داسې بیان کړ:" کومه توافق‌نامه چې حزب اسلامي له حکومت سره لري حکومت ورته ژمن پاتې نه شو او اوس د خپلو غوښتنو لپاره موږ سوله ییزه لار غوره کړې ده. - دوحه کې د سولې مذاکرات، هدفي وژنې، د حکومت بې عدالتي له هغو مسایلو څخه دي چې موږ مظاهرې ته اړ شو. تر اوسه د حزب اسلامي ٣ زره بندیان له زندانونو نه دي خوشې شوي." د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار... Читать дальше...



چین: د هانګ کانګ انتخاباتي سیسټم کې به بدلونونه راوړو

Pa.azadiradio.com 

چین اعلان کړی چې د هانګ کانګ په انتخاباتي سیسټم کې به بدلونونه راوړي.   له دې اعلانه ښکاري چې پېکېنګ په دې مهم نړیوال مالي مرکز کې نور نو خپل مخالفین نه شي زغملای.  صدراعظم لي- کي کیانګ نن د خلکو د ملي کانګرس یا پارلمان په پرانېستونکې غونډه کې د وینا پر مهال په هانګ کانګ او بله نیمه کورواکې سیمه- مککاو کې د چین د اساسي قانون د بشپړ انفاذ پر اړتیا ټینګار وکړ:  ښاغلی کیانګ زیاته کړه: "موږ د یوه هېواد او دوو سیسټمونو پر اصل ولاړ یو. موږ به د دې دوو  سیمو د ادارې سیسټمونه او مېکانیزمونه اصلاح کړو،... Читать дальше...

د اروپا او شمالي امریکا ترمنځ د نفاق د هڅو په اړه د ناټو خبرداری

Pa.azadiradio.com 

د ناټو عمومي منشي وايي چې اروپايي ټولنه د ترورېزم او روسیې د ګواښونو پر وړاندې په یوازې ځان خپله دفاع نه شي کولای.  ینس سټولټنبرګ پرون- پنجشنبې د بلجیم د اروپا په کالج کې د وینا پرمهال د اروپا او شمالي امریکا ترمنځ د نفاق د هڅو په اړه خبرداری ورکړ او ویې ویل، اروپايي ټولنه د روسیې او ترورېزم د بې ثباته کوونکي سلوک پر وړاندې د دې وچې ساتنه په یوازې ځان نه شي کولای.  سټولټنبرګ زیاته کړه چې د اروپا او شمالي امریکا ترمنځ د نفاق اچولو هڅې به نه یوازې ناټو بلکې اروپا هم کمزورې کړي.  د ډونالډ ټرمپ... Читать дальше...

امریکا سږ د زړورو ښځو جایزه د ۷ وژل شویو افغان مېرمنو په نوم نوموي

Pa.azadiradio.com 

تمه ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د زړورو ښځو افتخاري جایزه سږکال د هغو۷ مېرمنو په نوم کړي چې په افغانستان کې وژل شوي دي. په کابل کې د امریکا سفارت نن جمعه(د کب ۱۵مه) په یوه بیان کې وویل، دا جایزې به راتلونکې اوونۍ د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر انتوني بلېنکن په کوربه توب په یوه غونډه کې ورکړل شي. په بیان کې راغلي دي چې دا جایزې به د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون کمېشنرې فاطمې ناتاشا خلیل، د ملي امنیت د جندر د برخې مشرې جنرالې شمیلا فروغ، په ننګرهار کې د انعکاس ټلوېزیون خبریالې... Читать дальше...

د حکمتیار پلویانو د هدفي وژنو د بندېدو غوښتنه وکړه

Pa.azadiradio.com 

د ګلبدین حکمتیار یو شمېر پلویانو نن جمعه (د کب ۱۵مه) په کابل کې د حزب اسلامي د بندیانو د خوشې کېدو او د هدفي وژنو د بندېدو غوښتنه وکړه.  ښاغلي حکمتیار د مظاهرې ګډونوالو ته په وینا کې پر حکومت تور ولګاوه چې له حزب اسلامي سره د سولې د موافقې پر اساس یې د دې ګوند غړي له بنده نه دي خوشې کړي. هغه د روانو ستونزو پړه پر حکومت او له بهره پر راغلو چارواکو واچوله او خبرداری یې ورکړ چې که دا وضعیت بدل نه شي نو د دوی اعتراضونه به دوام وکړي: حکمتیار زیاته کړه: "نن مو د سوله ییزو مظاهرو لړۍ پیل کړه. دا لړۍ... Читать дальше...

برما کې بیا پر معترضانو ډزې وشوې او یو تن یې ووژل شو

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د میانمار د کړکېچ په اړه د بحث لپاره غونډې ته تیاری نیسي، د دې هېواد امنیتي ځواکونو نن جمعه (د کب ۱۵مه) یو ځل بیا د پوځي کودتا پر مخالفو معترضانو ډزې وکړې او یو تن یې وواژه.  معترضان، د پوځ له ځپونکو اقداماتو سره-سره چې په ترڅ کې یې له پنځوسو زیات کسان مړه او له اولس سوو زیات نور ونیول شول نن بیا هم د میانمار په مرکز او نورو ښارونو کې واټونو ته راووتل.  دا تاوتریخوالی د نړیوالو له خوا غندل شوی دی.  ټاکل شوې د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن پر میانمار... Читать дальше...

افغان مرکچي پلاوې: خلیلزاد سره ناسته کې د سولې پر چټک بهیر ټینګار وشو

Pa.azadiradio.com 

په دوحه کې د افغان دولت د مرکچي پلاوي یوه غړې وايي چې دې او همکارانو یې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره په کتنه کې د سولې د مذاکراتو د چټکولو او په دې بهیر کې د ملګرو ملتونو د رول او د سیمه ییزې اجماع د پیاوړتيا پر اړتیا ټینګار وکړ.  شریفې زرمتۍ رسنیو ته په یو استول شوي ویډیويي پیغام ویلي چې له خلیلزاد سره دا لیدنه تېر ماښام وشوه: "ښاغلي خلیلزاد سره دې ناسته کې د مذاکراتو د بهیر پر چټکوالي او ملاتړ ټینګار وشو. همدا راز د ملګرو ملتونو پر رول، د سیمه ییزې اجماع... Читать дальше...

پر کابل پوهنتون د برید قربانیان: په اعدام محکوم کسان دې علني اعدام شي

Pa.azadiradio.com 

پر کابل پوهنتون د برید یو شمېر کورنۍ که څه هم پر حکومت نیوکه کوي چې پر دې پوهنتون د شوي برید قضیه په ځنډ مخکې وړي، خو د پېښې د عاملانو لپاره بیا علني اعدام غواري. د دغو قربانیانو له ډلې یو هم ۲۱کلن محمد راهد دی چې د روان کال د لړم په ۱۲ مه پر کابل پوهنتون د برید په پایله کې له خپلو۱۷ تنو نورو ټولګیوالو سره ووژل شو. ‎په دې حمله کې له ۴۰ زیات نور محصلان ټپیان شول. د وژل شوېو محصلانو یوازې۱۶ تنه یې د ادارې او عامه پالیسۍ پوهنځي محصلان وو. د محمد راهد مور وحیدې شېزاد نن د جمعې په ورځ ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو... Читать дальше...

پر کابل پوهنتون برید؛ هغه ټپونه چې لا نه دي رغېدلي

Pa.azadiradio.com 

څلور میاشتې او درې ورځې وړاندې پر کابل پوهنتون برید وشو.۲ تنه وسله‌وال د لړم په دوولسمه د پوهنتون د شمالي دروازې له لارې انګړ ته دننه شول او پر محصلانو او د پوهنتون پر کارکوونکو یې ډزې پیل کړې. دې برید شپږ ساعته دوام وکړ، خو بالاخره د ۱۶ محصلانو په ګډون د ۲۲ تنو په وژل کېدو او ۴۰ تنو ټپي کېدو وروسته، پای ته ورسېد، په ټپیانو کې ډېر شمېر هغه وو چې ځانونه یې د ژغورنې په موخه د ټولګیو له کړکۍ را غورځولي وو. د افغانستان حکومت دا برید د طالبانو کار وباله، خو طالبانو دا خبره رد کړه. هما د همدې محصلانو له ډلې وه. Читать дальше...

عدالت د علي وزیر پر ضمانت پرېکړه محفوظه کړه

Mashaalradio.com 

علي وزیر چې د تېر کال د دسمبر پر ۱۶مه پولیسو نیولی و، تر دې وړاندې د فبرورۍ په درېمه نېټه د کراچۍ د مرکزي زندان دننه د ضمانت په درخواست اورېدنه شوې وه خو عدالت د هغه ضمانت نه و منظور کړی.

د افغانستان ملي موزیم غني شو 

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان ملي موزیم ته په زرګونو لرغوني اثار ولېږدېدل. د ننګرهار میمله بڼ رغاونه غواړي. د نړۍ مشهور اثر د ان فرانک خاطرات پښتو ته وژباړل شول. دا او یو شمېر نور په زړه پورې مطالب دلته له دې لینک نه اورېدلی شئ:

Новости России
Москва

«1418»: выставка секции «Арт-фото» ТСХР в зале «Лаврушинский`15»


روغتیا وزارت: په لومړي ځل افغانستان کې روږدو ته 'تعویضي' درملنه پیل شوه

Pa.azadiradio.com 

دا مهال په افغانستان کې د معتادینو د غیر رسمي او عنعنوي درملنو ترڅنګ د عامې روغتیا وزارت رسمي مرکزونو کې د معتادینو عرضي درملنه کېږي. په عرضي درملنه کې یو معتاد باید ۴۵ ورځې په یوه مرکز کې بستري او دې موده کې یې د اعتیاد د ټولو اعراضو او نښو نښانو یو په بل پسې درملنه کېږي، خو اوس د عامې روغتیا وزارت د تعویضي درملنې په نوم یوه نوې درملنه معرفي کړې چې د نشې پرېښودلو لپاره ترې استفاده کېږي. د ابن سینا زر بستریز روغتون رئیس ډاکټر محمد ظاهر سلطاني ازادي راډیو ته وویل، د معتادینو په تعویضي درملنه... Читать дальше...

امریکا هیله وښوده چې ایران به پر اټمي موضوع «ګټورو خبرو» ته ستون شي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحدو ایالاتونو د بهرنیو چارو وزارت هیله وښوده چې ایران ښايي پر اټمي موضوع «ګټورو مذاکرو» ته مخه کړي.                                                دا هیله وروسته تر دې وښوول شوه چې د واشنګټن اروپايي شریکانو موافقه وکړه چې د اټمي انرژۍ په نړیواله اداره کې پر تهران د سانسور پلان لغوه کړي.  د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس  (Ned Price) پرون پنجشنبه(د کب ۱۴مه) په واشنګټن کې یوه کنفرانس ته  وویل: "واشنګټن په دې خوشحاله دی، ځکه وروسته له هغې چې ایران، د ۲۰۱۵میلادي کال اټمي... Читать дальше...

امریکا له ایرانه کړې چې د تعمیري مذاکراتو برخه شي

Mashaalradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس بېګا خبري غونډې ته وویل چې واشنګټن خوشاله دی چې اروپایانو تر هغې وروسته پر ایران د انتقاد له اقدامه په شا شول چې له رپورټونو سره سم تهران د ۲۰۱۵ز کال د مهم اټومي تړون راتلونکې په اړه (هڅوونکې اشارې) ورکړې.

د دنانير د پینځو ثانيو ويډيو پاکستانیان او هندیان سره نږدې کړل

Mashaalradio.com 

د پاکستانۍ نجلۍ د دنانير مبين يوازې د څو سکېنډونو ويډيو د هند او پاکستان خلک سره رانږدې کړل. دنانير اراده نه لرله چې ويډیو خپره کړي خو چې کله يې خپره کړه نو په هند او پاکستان کې پر ټولنيزو رسنيو دومره مشهوره شوه چې هغه پخپله ورته حېرانه شوه. د ژوند د هرډګر خلکو د هغې په نقل کولو سره خپلې ويډيوګانې جوړې کړې. د رويټرز اژانس ويډيو عبدالحي کاکړ پښتو کړې ده.

ملګري ملتونه: افغانستان کې د اعتیاد وضعیت د اندېښنې وړ دی

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې له پنځو کالو راهیسې د معتادینو د شمېر معلومولو لپاره هېڅ ډول سروې نه ده شوې. د ملګرو ملتونو سازمان د دې سروې د نه ترسره کېدلو علت د بودجې کموالی ښيي. په کابل کې د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو او جرمونو سره د مبارزې سرپرسته انوبه سوود ازادي راډیو سره په ځانګړي مرکه کې په افغانستان کې د اعتیاد وضعیت سخت د اندېښنې وړ وباله. مېرمن سوود وايي، د اعتیاد د مخنیوي لپاره د عامه پوهاوي ترڅنګ باید خلکو ته د کار زمينه برابره او د کوکنارو د بدیلو کښتونو لپاره پروګرامونه جوړ شي. نوموړې زیاتوي... Читать дальше...

ننګرهار کې پنځوس کیلوګرامه نشه يي مواد ونیول شول

Pa.azadiradio.com 

په ننګرهار ولایت کې څه د پاسه پنځوس کیلوګرامه نشه يي مواد ونیول شول. د ننګرهار ولایت د امنیه قوماندانۍ رسنیو ته ویلي چې پولیسو په جلال اباد ښار کې د استوګنې پر یوه کور عملیات وکړل چې په نتیجه کې یې ۲۹ کیلوګرامه چرس، ۱۶ کیلوګرامه تاریاک او شبږ کیلوګرامه هیروئین ونیول. د دې موادو د ساتنې په تور پنځه تنه هم نیول شوي او له نشه يي موادو سره د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Виктория Азаренко

Азаренко не смогла пробиться в 1/8 финала турнира в Мадриде, уступив Соррибес-Тормо






Директор Московского зоопарка: «Животные, как люди, ищут внимания»

Музей-заповедник «Царицыно» заявил об открытии летнего сезона 1 мая

Облачно и тепло: синоптики сделали прогноз на воскресенье в Москве

Синоптик Тишковец назвал редкостью для Москвы прошедший накануне сильный ливень