امریکا: افغان سوله د افغانستان د ګاونډیانو او سیمې هېوادونو په ګټه ده
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، د روسیې او د سیمې د هېوادونو ونډه د افغانستان د سولې په بهیر کې مهمه ده. د دې وزارت ویاند نېد پرایس په واشنګټن کې د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې د افغانستان ګاونډیان او د سیمې هېوادونو ته د افغان سولې ګټه رسېږي. ښاغلی پرایس زیاتوي: "د انصاف خبره دا ده چې ووایو، موږ د روسیې او د سیمې هېوادو ونډه د افغانستان په امن او ثبات کې مهمه ګڼو. پخوا مو هم له روسیې سره د افغان سولې د ملاتړ په هدف له روسیې سره کتلي دي، خو د اوس لپاره داسې د کومې غونډې خبره نهشته... Читать дальше...